تاند- په افغانستان کې القاعده شبکې پټې هڅې پیل کړي چې له دې هیواده د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته خپل ځپل شوی تنظیم بیا دلته فعال کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغان او امریکايي چارواکو په قول وویل چې د القاعده یو مشر فاروق القحطاني القطري د سیمې له خلکو سره د اړیکو په ټینګولو او د افغانستان ختیځ ته د وړو تجربه کارو سخت دریځو ډلو په راوستلو بوخت دی څو د هغوی په وسیله د جګړه مارو نوی نسل وروزي.

د امریکا پوځ او استخباراتي مامورین وايي چې دوی د القطري او د هغه د ملګرو پرضد د کونړ او نورستان ولایتونو په غرنیو سیمو کې د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې کړي دي.

د دوی په وینا د دغو حملو هدف دا دی چې نوموړی په سیمه کې د روزنې داسي لوی کمپونه جوړ نه کړای شي چې د ناټو او امریکايي پوځیانو له وتلو مخکې په سلګونو پلویان پکې راټول کړي.

د استخباراتي او پوځي مامورینو په وینا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته د یو شمېر پوځیانو له پرېښودلو څخه د ولسمشر بارک اوباما اصلي هدف دا دی چې تروریستي ضد هلې ځلې جاري وساتي.

د امریکا د استازو جرګې د استخباراتي کمېټې رييس مایک راجرز وویل، په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړیو شمېر زیات شوی خو سلګونو ته نه رسېږي او نه په هغه حد کې دی چې پخوا امریکايي چارواکو اټکل کړی و.

ده همداراز وویل:«فکر کوم اکثره د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو بشپړ وتلو ته انتظار دي.»

د امریکا حکومت غواړي چې د سږ کال د دسمبر له یودېرشمې وروسته په افغانستان کې تر لس زره پوځیان پرېږدي څو تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي. خو له افغانستان سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو پرته امریکا خپل پوځیان نه شي پرېښودلی.

د امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکي، چې له رسنیو سره په دې موضوع د خبرو اجازه نه لري او ځکه نه غواړي چې نومونه یې خپاره شي، وايي، که دوی لږترلږه د افغانستان له یوې هوايي اډې څخه، که هغه بګرام وي یا جلال اباد، بې پېلوټه الوتکې وا نه لوزولی شي، القاعده او د هغې پلویان ممکن بیا د امریکا پر ضد د نویو حملو پلانونه جوړ کړي.

په همدې حال کې استخباراتي ماهران القطري د القاعده یو خطرناک مشر بولي.

د امریکا د حکومت چارواکي هیله لري چې دا هیواد به بالاخره په سیمه کې د القاعده شبکې له تصفیه کولو سره د بې پېلوټه الوتکو په وسیله تروریستي ضد هلې ځلې پای ته ورسوي او افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ته به د خپلو سیمو د کنټرولولو چارې وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *