تلپاتې خاطره
د الله اکبر شپه
(۱۳۵۸ کال، د کب درېیمه شپه)
تېر ماښام و، کابل، رحمن مېنه کې وم… د کور ښۍ خوا تم، د درېیم کور له بامه، د الله اکبر غږ پورته شو، د نجلۍ غږ و… غږونه ورو ورو زیات شول… ور ووتم… ډېر وخت نه و، اوښتی، د کابل ځمکه، آسمان، تا به ویل، الله اکبر چېغې وهي!
له الله اکبر سره، د مړ دې وي شوروي؛ مړه دې وي کمونستان، شعارونه یو ځای شول…
د نورمحمـدشاه مېنې مارکېټ ته تلم… یوه انګړه ته پاڼه وغورځوه، وړاندې لاړ شه، د بل انګړه وره ته ودرېږه، پاڼه ور وغورځوه؛ د خاد جیپ وګوره، سړک پرېده، کوڅې ته شه؛ په کوڅه کې وسله وال خادیسان ــ ګوندیان وګوره، ټوغ شه، بلې کوڅې ته شه، پاڼه وغورځوه، د الله اکبر غږ پورته کړه؛ د خلکو ډله وګوره ورشه، ودرېږه، خبره وکړه، غوږ ونیسه، واوره…
څه خبرې، څه اوازې! ستونی مې همدا اوس ډک، زړه مې همدا اوس وران وران شي! چا ویل، وزیراکبرخان را ژوندی شو، د انګرېزي مکناټن تومانچه ډزوي! وړاندې لاړم، بله مې واورېده، ویل، د سیاه سنګ د یوسفزیو د هدیرې عثمان بزرګ را ژوندی شو، په شوروي الغبېګ یې توره را وایسته… لږ وړاندې بل ګونګوسی داسې ګډ و، ویل یې، له شماله د میرمسجدي خان کوهدامني، له جنوبه د امین الله خان لوګري لښکرې، را روانې دي، شپه په شپه، کابل لاندې کوي! له مارکېټ سره، خبره داسې کېده، ویل یې، د میوند ملالۍ، میوند واټ ته را ورسېده!
له مارکېټه بېرته را وګرځېدم، د هغه درېیم بام الله اکبر لا هم غلې نه و، کور ته ننوتم، څه پاڼې مې را واخیستې، په وتو کې وم، چې د خاد روسی جیپ د کور له مخې په تېرېدو کې و، په شا را وګرځېدم، د انګړه ور مې پورې کړ، د جیپ له تېرېدو سره ووتم، د سیاسنګ لار مې ونیوله، تپه تیاره وه، خټې وې، څو ګامه مې نه و آخیستي، چې د کلاشینکوف باټ وچلېد، ځای په ځای ودرېدم… الله اکبر، له باټ سره، غلې، خو کړیکې پورته شوې…
څو ګامه وړاندې لاړم، لار مې بدله کړه، هغه درېم کور ته ورتاو شوم، بده ورځ وه، د کوڅې خلک، له واره، ور رسېدلي وو… ور نژدې شوم، چې کتل مې، وړه، د آتم ټولکی زده کوونکې، نتکۍ، لګېدلې وه…
محـمدانعام واک
ناروې
۱۳۹۲، د سلواغې دېرشمه