تر هغې چې به زه نه وم راغلی.اندېښنه به يي وه.
ماسپخين به شو. خو زما به لوږه ياده هم نه وه.لوبې مو هم خوندورې وې.پټ پټوني,بنګړی مات,شينولي (باغکې ) توپ جنډه. ډز غپی,شاپې,پچيس او. . .
او مزه خو به د هغه وخت وه چې لينده به مو واخيسته او د مرغيو په ويشتلو پسې به ووتو .زمونږ پټي خاورين دي.لختي يي هم کاڼي نه لري.
د لوې خوړ نه به مو په جېبونو کې وړې تېږې واچولې. او د پټو په لور به روان شو.پټي تک شنه ,فصلونه تک شنه . په لار به د څه فاصلې وروسته يوه ,يوه ونه وه .
او مونږ به غلي,غلي لکه د تعروضي جنګياليو پټ,پټ ورغلو. څه مرغۍ به والوتې او څه ناخبرې به په ونه کې پاتې شوې .ونې ته به چې ورسېدو بيللې ( ډکه کړې ) لينده به مو په لاس د ونې په شاخو به مو سترګې ولګولې لکه سرتيري چې ترسط کوي.
ليدل به مو شروع کړل کله يوه څانګه کله به بله څانګه د مرغيو خوږو غږونو به د غرمې د دولسو ( 12 )بجو آرامه طبېعت په سر را خيستی وو. هغوي به د خوښۍ او خوشحالۍ سندرې د ځانو سره شروع کړې وې چې مونږ به يي په همدې سندرو پسې کله يو خوا کتل او کله بل خوا.
هغه بې ګناه مرغۍ به په سندرو سر وه .چې په نظر به راغله.
او لينده به مو ورته کش کړه.زخه به مو صحيح کړه.او تر مخ به مو د ليندې پټاخ را ورساوه.
نو پرې به مو ور خلاصه کړه او د ونې شاخ د لګېدو سره سم به مو #الله اکبر نارې کړې.شېبه وروسته به د ونې پاڼې يا نور شيان راوغورځېده.
نو اوس چې پوه شوم وايم .ما د خداې د يو مخلوق نه په داسې وخت کې ساه او روح اخيسته چې ويل به مې الله تر ټولو لوې دی.
#څوک مه ملامتوئ
نوټ : مونږ د الله تعالی (ج) هغه مخلوق يو پر ځان خپله شاهدي وايو.او خداې ورکړی روح په داسې حال کې له ژونديو اخلو چې د خالق لوې والی هم بيانوو.