تاند – د المپیک نړیوالې کمېټې د پکتیکا ولایت د والیبال پر مسابقې د یکشنبې د ورځې خونړۍ حمله په کلکه وغندله.
د المپیک د نړیوالې کمېټې ريیس په یوه اعلامیه کې ویلي چې د والیبال پر تورنمنټ دا وحشیانه برید، چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۴۵ تنه وژل شوي، په کلکه غندي.
د المپیک د نړیوالې کمېټې رييس توماس بچ (Thomas Bach) همداراز ویلي:«دا یو وحشیانه برید و، زه د ټول المپیک د غورځنګ له لوري هغه غندم ځکه چې دې وحشیانه برید په یوه سپورتي مسابقه کې بېګناه نندارچیان په نښه کړل.»
د المپیک رييس په خپله اعلامیه کې زیاته کړې:«دا برید په خپله پر سپورت او د ورزش پر هغو مثبتو ارزښتونو حمله ده چې په نړۍ کې یې له سولې او د ټولنو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. موږ د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کوو او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله لرو.»
د المپیک د نړیوالې کمېټې په اعلامیه کې ویل شوي چې دا وحشیانه برید د پکتیکا په یحیي خېلو ولسوالۍ کې شوی دی چې د پاکستان پولې ته نژدې ده او هلته (پاکستان) طالبان او نورې سخت دریځې ډلې فعالې دي.
د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي چې والیبال په افغانستان کې زیات مینه وال لري او د والیبال د مسابقو لیدلو ته زیات کسان ورځي ځکه هم د پکتیکا په وحشیانه برید کې زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
والیبال د نړیوال فدراسیون خواخوږي
په همدې حال کې د والیبال نړیوال فدراسیون هم د یحیي خېلو وحشیانه حمله غندلې او ویلي یې دي:«زموږ فکر، خواخوږي او دعاوې اوس له هغو کورنیو سره دي چې عزیزان او دوستان یې په دې غمړلې پېښه کې وژل شوي دي. د والیبال نړیوال فدراسیون اوس مناسبه نه ګڼي چې په دې باب تر هغو زیات څه ووايي چې اړوندو چارواکو د پېښې په اړه تحقیقات بشپړ کړي نه وي او د حملې شاته پټ حقایق یې برسېره کړي نه وي.»
د والیبال نړیوال فدراسیون همداراز ویلي:«موږ به وضعیت په ځیر څارو او د افغانستان د والیبال له فدراسیون سره په تماس کې یوو چې له وروستي حاله مو خبر کړي.»
د وروستیو راپورونو له مخې د پکتیکا د یحیي خېلو د والیبال پر مسابقې په پروني برید کې ۵۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل دي. ویل کېږي چې د ۳۲ ټپیانو حال نازک دی.
دغه حمله په اسلام اباد کې پاکستاني کرکټ ټیم ته د ماتې په بدل کې شوې ده طالب یعنې د پنجاب نوکر او دپښتون قاتل. که ملا عمر ځان افغان ګڼي نو نر دې شي دغسې انتحاري وحشیانه حملې دې د اسلام او سړیتوب خلاف وګڼي او ودې یې غندي. دا دال خواره چې تر څو ژوندي وي همدا به مو حال وي.