تاند- د ناسا او د ماساچوسیټ د ټکنالوژۍ انتستیتیوت څېړونکو د الوتکو لپاره نوي وزر اختراع کړي چې د الوتکو له اوسنیو وزرو سره یې شکل توپبیر لري خو اغېزمنتیا یې زیاته ده.

د بیزنیس انسایډر ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې دا نوي وزر د الوتکو د الوتلو له کیفیت سره مرسته کوي.

د الوتکو په اوسنیو عامو وزرو کې یوازې د هغو ځینې برخې حرکت کوي خو په نوې پروژه کې ټول وزر حرکت لري.

د دې لپاره چې دا وزر د الوت په ټولو پړاوونو کې، که هغه له مځکې څخه پورته کېدل وي یا پر مځکه د الوتکې کښېناستل، له شرایطو سره ځان عیارولی شي، تر اوسنیو وزرونو یې اغېزمنتیا ډېره ده.

په مجموع کې به دا وزر د الوتکو تراوسنیو وزرونو سپک او ګټور وي.

د دې لپاره چې دا وزر د الوت له مختلفو مراحلو سره ځان عیارولی شي، د کار نتیجه یې تر اوسنیو زورونو ښه ده.

دا نوي وزر جالۍ ډوله جوړښت لري او هره کوچنۍ پُرزه یې د پولیمر په نازک پوښ پوښل شوې ده.

دا هم ویل شوي چې دا وزر له داسې موادو جوړ شوی چې هغه یې ډېر کلک او مقاوم کړی او په عین وخت کې ډېر سپک دی.

جوړوونکي یې وايي چې تجربې ورته وښوده چې دا وزر د دوی تر تصور ګټور او اغېزمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *