تاند- په داسې حال کې چې الوتونکو موټرونو عملاً کار پیل کړی نه دی، یوې موسسې اعلان وکړ چې د انترنیټ له لارې د دغو موټرو د زده کړې کورس پیلوي.
د یوډاسیټي (Udacity) په نوم کمپنۍ وايي چې د الوتونکو موټرو د چلولو د زده کړې کورس فیس یې ۴ سوه ډالره ټاکلي دي.
د یوډاسیټي کمپنۍ، چې د ګوګل برخه ده، وايي چې سر له اوسه خلک په دغه کورس کې نومونه انلاین ثبتولی شي خو زده کړې به له راتلونکي کاله پیل کړي.
په دې کورس کې برخوال د الوتکونکو موټرو لومړني اصول لکه په اتومات وسیله کې د الوت طریقه، موټر ته حرکت ورکول او الوزول زده کوي.
د کورس په دوهمه مرحله کې به زده کوونکي د الوتکو موټرو پېچلې چارې لکه د ډرون یا الوتکونکو موټرو کودینګ زده کړي.
یوداسیټي کمپنۍ اوس د فضايي او هوايي متخصصانو په مرسته د خپل درسي نصاب په جوړولو بوخته ده.
د دې موسسې د خاوندانو په وینا په دوو ټرمونو یا دورو کې یو څوک له الوتونکو موټرو سره ښه بلدېږي.