تاج محمد مبین – د الوتکې توربکس ته، چې په اصل کې تیز نارنجی رنګ لري، ولی ورته تور بکس وایي؟
په دې باب چې ولي دې نارنجي رنګه بکس ته تور بکس وايي لا کره معلومات نسته. تور بکس د الوتکې په وروستۍ برخه یا لکۍ کې نصب دی. د الوتکې تور بکس په ۱۹۵۰ کال د یوه استرالیایی ځوان لخوا اختراع سو.
توربکس دوه برخې لري چې یوه یې د الوتکې د چلوونکی یا پیلوټ د اړیکو د ثبت ماشین او بل یې د الوتکې د تخنیکي کړنو د ثبت ماشین دی.
۱ د اړیکو د ثبت ماشین د الوتکې د چلوونکي اوتخنیکي ټیم ترمنځ خبري ثبتوي. څېړونکی ډله کولای سي له دې محاورې نه د الوتکې د پرواز وخت، تر لوېدو مخکې د الوتکې سرعت او د چلوونکی له معلوماتو څخه د الوتکې د بحرانی کېدو علت معلوم کړي.
۲ د الوتکې د تخنیکي کړونو د ثبت ماشین د انجن وروستي حالت، د تیلو اندازه، سرعت، د خطر زنګ او نور ثبتوي.
تور بکس د اوبو او نورو خطرونو په وړاندي مقاومت لري، لومړي د المونیم او وروسته په فلز کې پوښل سوي دی.
د تخنیکي کړونو د ثبت ماشین ۲۵ ساعته معلومات ثبتوي او د محاورې د ثبت ماشین تر دوو ساعتونو پورې د معلوماتو د ثبت ظرفیت لري.