تاند- په امریکا کې یو پېلوټ، چې له ایریزونا ایالته ماساچوسیت ته روان و، د الوت په مهال مړ شو خو د ده مرستیال پېلوټ وتوانېد چې الوتکه کنټرول کړي او نیویارک ته یې ورسوي.
په الوتکه کې ۱۴۷تنه مسافر او ۵ عمله سپاره ول.
د امریکن ایرلاینز هوايي شرکت یوه ویندوی وویل چې دا پېښه تېره شپه څو ساعته وروسته له دې وشوه چې پېلوټ الوتکه د ایریزونا ایالت د فینیکس ښار له هوايي ډګره پورته کړه او په ماساچوسیت ایالت کې د باسټن ښار لور ته یې روانه کړه.
مرستیال پېلوټ ویلي چې د سفر په مهال د پېلوټ وضعه ښه نه ښکارېده او د الوتکې د تګ لوری هم ورڅخه ګډوډ شو.
د الوتکې سپرلۍ وايي چې د سفر تر پایه ونه پوهېدل چې پېلوټ مړ شوی دی. سپرلیو ته د دې لپاره د پېلوټ د مړینې نه و ویل شوي چې وارخطا نه شي.