نېټه: ١٣٩٣-١-٣٠
کندهار، افغانستان- د الکوزو قومي شورا د هیواد په حساسو شرایطو کي خپل هغه مسوولیت چي د قومونو تر منځ اتحاد، د خوابدو وروڼو پخلاینه او په دولتي ادارو کي د خلکو د ستونزو حل دی، ادا کوي.
د الکوزو قومي شورا غړو دغه څرګندوني نن تر غرمې وروسته د ولایت مقام د غونډو په تالار کي له کندهار والي او مرستیال والي سره د یوې غونډي پر مهال وکړې.
د یادي شورا غړو له کندهار والي څخه وغوښتل چي د دولتي ادارې د تقویې لپاره دي په کندهار کي وړ او با استعداده ځوانان په کار وګمارل سي، تر څو له یوې خوا ځوانان پر کار سوي او له بلي خوا په ادارو کي د خلکو ستونزي پر وخت حل سوي وي.
د دغه شورا غړو زیاته کړه، د شورا د جوړولو هدف د کوم خاص قوم، خلکو او ټولني په ګټه کار کول نه، بلکي افغانستان ته دایمي سوله راوستل او د خلکو ترمنځ روغه جوړه ده.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا د الکوزو شورا د کارونو د ستایني تر څنګ وویل، د دغه شورا جوړښت د قومونو د اتحاد او يووالي لپاره مهم او پر ځاى ګام دى. ښاغلي ویسا زیاته کړه، کندهار ولایتي اداره چمتو ده چي د دولتي ادارې د تقویې لپاره ځوانان په کار وګماري او هڅه یې دا ده چي د وړ او بااستعداده ځوانانو په زیار کندهار ولایتي اداره پرمخ بوځي.
کندهار والي زیاته کړه چي د سولي د ټینګښت، د قومونو او خلکو ترمنځ نفاق او فاصلې د لیري کولو لپاره دي هڅي نوري هم چټکي او ګړندۍ سي.