د الکوزي شپږیزه سیالي پرون د پرانستې له تودو مراسمو وروسته نن په رسمي ډول پیل شوه. نن د ایوا مبایل مس عینک اتلانو او د بلولاین بندامیر ښامارانو او د الکوزي سپین غر پړانګانو او فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلې ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سیالي د ایوامبایل مس عینک اتلانو او د بلولاین بندامیر ښامارانو ترمنځ ترسره شوه. د سیالۍ پچه د ایوامبایل مس عینک اتلانو وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د بلولاین بندامیر ښامارانو لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۶ منډې جوړې او د ۱۴۷ منډو هدف یې ورکړ چې له ډلې یې نورالحق ۴۳ او محمد نبي عیسی خیل ۳۷ منډې جوړې کړې.

د ایوا مبایل مس عینک اتلانو توپ اچونکو له لوري عبیدالله کنړي ۳، ګلبدین نایب ۲ او روښان او ضیاءالرحمن اکبر یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

مس عینک اتلانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۶۲ منډې جوړې کړې. د بلولاین بندامیر ښامارانو توپ اچونکو له لوري نوین الحق ۳ او نصرت الله ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

ګلبدین نایب د ۶۲ منډو په جوړولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

دوهمه سیالي د الکوزي سپین غر پړانګانو او د فیضي مجددي آمو نهنګانو ترمنځ وه. پچه یې د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د لوبې په منځ کې اورښت د اورونو راکمیدو لامل وګرځید او د ټاکل شویو قوانینو له مخې هرې لوبډلې لپاره د لوبیدو لپاره ۱۸ اورونه ورکړل شو.

د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلې لومړیو لوبغاړو ښه لوبه ونکړای شوه او ژر ژر یې ویکټې له لاسه ورکړې خو په پای کې میروس اشرف او شرف الدین اشرف وکولای شول چې لوبه تر وروستي اووره وغځوي او په پایله کې فیضي مجددي آمو نهنګانو د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره الکوزي سپین غر پړانګانو لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه چې له ډلې یې کریم صادق ۴۰ او شرف الدین اشرف ۳۳ منډې جوړې کړې. د الکوزي سپین غر پړانګانو توپ اچونکو له لوري مسلم موسی ۲، عبدالله عادل ۲، سمیع الله شینواري ۱ او طارق هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

2لوبه په دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا د اورښت له کبله وځندیده چې د ټاکل شویو قوانینو له مخې د الکوزي سپین غر لوبډلې ته په ۱۶ اورونو کې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکل شو. الکوزي سپین غر لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۴ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې سمیع آفریدي ۴۰ سمیع الله شینواري ۳۱ منډې جوړې کړې.

د فیضي مجددي آمو نهنګانو لوبډلې له لوري جاوید احمدي ۲ او شرف الدین اشرف ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

سمیع الله شینواري د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د شپږیزې سیالۍ پیل او په پیل کې د لوبډلو ترمنځ زړه راښکونکې لوبه او لوبغالي ته د زرګونو مینه والو راتګ د بریالي پرمختګ په مانا وبلل. نوموړي د سیالیو په عالي کیفیت سره خپراوی او د سیالیو په جوړښت کې نوښتونه د روښانه راتلونکې لپاره ګټور ګام وباله.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د دواړو لوبډلو له لوبې ستاینه وکړه. نوموړي د کرکټ مینه والو له مینې او ملاتړ څخه مننه وکړه چې د الکوزي – کابل نړیوال کرکت لوبغالی یې په خپل راتګ سره ښکلی کړی او زیاته یې کړه چې، د کرکټ بورډ نوښتګر دریځ به د کرکټ راتلونکې ډیره ډاډمنه کړي.

سبا به د الکوزي – کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د پټروجن بست ساتونکو، مشعل کابل بازانو، بلولاین بندامیر ښامارانو او الکوزی سپین غر بازانو لوبډلې د یو بل پر وړاندې د لوبیدو لپاره د سیالۍ ډګر ته درومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *