د مشعل کابل بازانو او بلولاین بندامیر ښامارانو په بریا سره ترسره شوه

د الکوزي شپږیزه کرکټ سیالۍ په دوهمه ورځ مشعل کابل بازان له پټروجن بست ساتونکو او مشعل کابل بازان له الکوزي سپین غر پړانګانو سره مخامخ شول.

لومړۍ لوبه د مشعل کابل بازانو او پټروجن بست ساتونکو ترمنځ وشوه چې د اورښت له امله یې د اورونو شمیر راټیټ او دواړو لوبډلو دیارلس اورونه ولوبول. د دغې لوبې پچه د مشعل کابل بازانو لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د پټروجن بست ساتونکو لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره په مشعل کابل بازانو لوبدلې ته د ۹۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې رحمت شاه ۲۱ منډې جوړې کړې. د مشعل کابل بازانو توپ اچونکو له لوري امیر حمزه هوتک ۳، ساجد خان او راشد ارمان دوه دوه او کریم جنت یو لوبغاړی وسوځاوه.

مشعل کابل بازانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په یوولسم اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. حمزه هوتک چې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو، د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

دوهمه سیالي

دوهمه مسابقه د بلولاین بندامیر ښامارانو او الکوزي سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ وشوه. د دغې لوبې پچه د بلولاین بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او الکوزی سپین غر پړانګانو لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د الکوزي سپین غر پړانګانو لوبډلې د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۴ منډې جوړې او د ۱۲۵ منډو هدف یې ورکړ چې له ډلې یې شفیق الله شفق ۴۷ منډې جوړې کړې.

2د بلولاین بندامیر ښامارانو توپ اچونکو له لوري نوین الحق، آفتاب عالم او احمد قیس دوه دوه او محمد نبي عیسی خیل او نصرت الله یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

بلولاین بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره برابر کړ چې له ډلې یې محمد نبي عیسی خیل ۴۳ او حشمت الله شهیدي ۵۰ منډې جوړې کړې.

لوبه د برابریدو له امله سوپر اوور ته ولاړه چې د محمد نبي عیسی خیل دوه هسکو شپږیزو پر مت بلولاین بندامیر لوبډلې د الکوزي سپین غر لوبډلې ته د ۱۹ منډو هدف ورکړ خو سپین غر لوبډلې ورکړل شوې هدف بشپړ نه کړای شو او سیالي یې د بلولاین بندامیر لوبډلې په ګټې سره تمامه کړه.

محمد نبي عیسی خیل د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ګټونکو لوبډلو ته مبارکي ووییله او د لوبو غوره پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي د کرکټ له مینه والو غوښتنه وکړه چې راشي او د الکوزي – کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې له لوبو خوند واخلي.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل چې، شپږیزه دا ځل په ځانګړي توګه له ښه کیفیت سره خپریږي. نوموړي د لوبغاړو ښه لوبه وستایله او ویې ویل چې، هر لوبغاړی په خورا مینه او باور لوبه ترسره کوي او د دوی دغه باور به په هیواد کې د کرکټ روښانه راتلونکې وي.

ټاکل شوې سبا د فیضي مجددي آمو نهنګان د پټروجن بست ساتونکو او الکوزی سپین غر پړانګان د کابل مشعل کابل بازانو لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *