تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، په لغمان کې د الیسنګ ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د ننني برید تلفات ۳ مړو او ۳۶ ټپیانو ته لوړ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، تاند ته وویل، نن سهار طالبانو د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټربم ځانمرګي برید کې ۲ پولیس او یو ملکي وژلی، خو ۶ سرتېري او ۳۰ ملکیان ټپیان دي.
نوموړی وايي، په پېښه کې زیاتره ټپیان د مدرسې شاګردان دي.
طالبانو د برید مسوولیت اخیستی او ویلي یې دي چې دا موټر بم برید د دوی ملګري سعید ننګرهاري د لغمان الیشنګ ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ کړی دی.