نن څه باندې لس بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند د برکوټ په سیمه کې درې تنو چې د کلمان درې یو تن ملک سالوخان یې په ډزو شهید کړ او غوښتل یې چې له سیمې فرار وکړي، د تېښتې پر مهال د کندې په سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه دوه میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي او یو کرولا موټر چې غوښتل یې په هغه کې ځانونه له سیمې وباسي. دغه قاتلین دا مهال د پولیسو سره تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یادې سیمې د پولیسو دغه پر وخت اقدام ستايي او تر څنګ یې ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کوي، چې د دښمن د شومو پلانونو په شنډولو او د جنايي جرمونو د مخنیوي په برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د یو شمېر تروریستانو پر نیولو سربېره د جنايي جرمونو عاملین هم پر وخت د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د لا نورو څېړنو په موخه اړونده مراجعو ته استول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *