تاند- د الیکترونیکي تذکرې په اړه د کابینې طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري لاسلیک یا توشیح شوه.

د دې طرحې توشیح د الیکترونیکي تذکرو وېش ته لار هواره کړه.

کابینې نن /پنجشنبه/ په خپله غونډه کې وپتېیله چې په الیکترونیکي تذکرو کې دې «ملت» او «قومیت» شامل شي.

پر دې اساس به په دغه کارت کې د نوم، پلار نوم، نیکه نوم، او زوکړې نېټې ترڅنګ هر وګړي ته افغان او د هغه د قوم نوم لیکل کېږي.

د کابینې طرحه د ولسمشر له لوري په تقنیني فرمان کې توشیح شوې ځکه چې ولسي جرګه لا هم د ژمي په رخصتۍ کې ده.

ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه له رخصتۍ وروسته پر دې طرحې خپل نظر څرګند کړي.

خو د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د شپږمې مادې د تعدیل شوې بڼې د توشیح په اړه د ولسمشر تقنینی فرمان د الیکترونیکي تذکرو وېش ته لار هواره کړې او نور په دې برخه کې کوم خنډ نشته.

تراوسه پوري د الیکترونیکي تذکرو د وېش لپاره رسماً کومه نېټه اعلان شوې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *