تاند- ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د الیکترونیکي تذکرو نهايي طرحه ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې او د توزیع لپاره چمتو شي.

په کورنیو چارو وزارت کې د الیکترونیکي یا برښنايي تذکرو د ادارې رييس همایون محتاط پرون وویل چې په لومړي ګام کې به په پلازمېنه کې نژدې څلور نیم زره دولتي مامورینو ته الیکترونیکي تذکرې ورکړای شي او بیا به په ۹۰ ورځو کې پر نورو افغانانو دا تذکرې ووېشل شي.

په یو شمېر وزارتونو کې مامورینو مخکې تر مخکې د الیکترونیکي تذکرو لپاره فورمې ډکې کړي دي.

محتاط وايي چې په لومړي ګام کې د دولت ۳ لکه مامورینو او کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړیو ته الیکترونیکي تذکرې ورکول کېږي او ورپسې ټول افغانان الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کولی شي.

د ده په وینا په الیکترونیکي تذکرو کې ځیني اختلافي موارد حل شوي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي چې په ۱۰ میاشتو کې به الیکترونیکي تذکرې ووېشل شي او اوس یوازې د ولسمشر نهايي تایید ته ځنډېدلي دي.

ډېر افغان نظرخاوندان وايي چې که الیکترونیکي تذکرې کلونه وړاندې وېشل شوې وای نه به د ولسمشرۍ تېر انتخابات دومره لانجمن کېدل او نه به د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په لار کې دومره خنډونه پېښ شوي وای.

4 thoughts on “د الیکترونیکي تذکرو نهايي طرحه به د پنجشنبې په ورځ ولسمشر تایید کړي”
  1. باور خو زما نشی /// چی دا لور زما واده شی

    دا دبسوګی واده دی

  2. د افغانستان هر اوسیدونکی مجبور او مکلف دی چی د افغانستان د تابعیت تذکره یا د ملی هویت کارت واخلی او تل یی له ځان سره ولری.
    هیله ده چی د « افغان » ملت یا نشنلتی اختلافی مورد په دی تذکرو کی حل شوی وی. ځکه چی اوسنی تذکری له بین المللی او نړیوالو نورمونو سره باید برابری وی. اوس د نړۍ د هر هیواد د نفوس په تذکرو کی چی د هغه هیواد تابعیت یی لری تابعیت یی ذکر شوی وی. مثلا د امریکا د متحده ایالاتو تابعیت امریکایی ، د کانادا کانادایی ، د فرانسی فرانسوی ، د ایران ایرانی ، د پاکستان پاکستانی ذکر شوی وی.ټول اروپایی هیوادونه هغو مهاجرو ته چی دنړۍ له مختلفو هیوادونو نه هلته ورغلی دی او قبول شوی دی د خپل هیواد نشنلتی ورکوی. مثل که څوک له افغانستان ، هند ، ایران یا پاکستان او بل هر هیواده فرانسی ، انګلستان یا جرمنی ته مهاجرت وکړی هغوی ته د فرانسی ، انګلستان یا جرمنی تابعیت ورکوی او د ملی هویت په اسنادو کی ورته فرانس، برتش یا جرمن لیکی.
    که زمونږ په تذکرو کی داسی نه وی نو تاجیکان په تاجیکستان ، ازبکان په ازبکستان کی ترکمنان په ترکمنستان کی ، بلوڅان په ایران او پاکستان کی ، هزاره ګان په ایران او پاکستان کی ، پښتانه په افغانستان، پاکستان او هند کی هم میشت دی . هغوی هم زمونږ له ملی هویته سویی استفاده کولای شی. که څوک له هیواده د باندی سفر کوی باید د هویت کارت یا تذکره او پاسپورت دواړه له ځان سره ولری او دا دواړه سندونه باید حتما له یوبل سره مطابقت ولری.
    یو بل مطلب چی د پيدایښت نیټه ده باید دقیقا ولیکل شی، د قزلباشی تذکرو پر ځای چی شانزده ساله 1390 لیکی ، باید د سند لرونکی دقیقه نیټه ولیکل شی لکه د 1374 کال د زمری د میاشتی لومړی نیټه. که چا ته دا نیټه نه وی معلومه ، بهتره ده تخمینی یو تاریخ ولری لکه په اروپایی هیوادونو کی د جنوری لومړی نیټه ورته لیکی. دوی ته هم کیدای شی د 1374 کال د وری یا حمل د میاشتی لومړی نیټه ذکر شی.
    بله د قومیت مسله ده ، ډیر خلک دی چی د قومیت په اساس پښتون ، تاجیک یا بلوڅ وی خو مورنۍ ژبه یی برعکس دری، پښتو،نورستانی یا ازبکی وی . نو له دوی د وپوښتل شی چی د قومیت اساس یی کوم یو دی او مورنۍ ژبه یی بله مشخصه ده. د ډیرو پښتنو مورنۍ ژبه دری ده نو دوی ته باید تاجیک ونه لیکی یا برعکس د هغو تاجیکانو چی مورنۍ ژبه یی پښتو ده ، پښتون ونه لیکی.

  3. That will be very useful and informative for everyone and also for government. This will prevent crimes and other unlawful actions.
    We want your progress and we will pray for you.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *