تاند- د کابل د نن /دوشنبې/ له تروریستي بریدونو وروسته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ کابینې فوق العاده غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، چې د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون او د الیکترونیکي تذکرې د وېش په اړه ارګ ته بلل شوې وه، د کابل د مرادخاني د سیمې د تروریستي برید په باب خبرې وشوې او د دې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره سپارښتنې وشوې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني دا بریدونه په کلکه وغندل، د ټپیانو لپاره یې د فوري روغتیا او د شهیدانو لپاره د جنت او د هغوی د کورنیو غړیو ته د صبر غوښتنه وکړه.

«غونډې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته دنده وسپارله چې د پېښې عاملان ژر تر ژره وپېژني او د قانون منګولو ته وسپاري.»

د کابل د مراخاني په برید کې لږترلږه ۲۴ تنه ملکیان او پوځیان وژل شوي او ۹۱ تنه نور ژوبل شوي دي.

په دې غونډه کې د الیکترونیکي تذکرې د وېشلو په اړه هم خبرې وشوې.

مخکې پرېکړه شوې وه چې په الیکترونیکي تذکرو کې به د قومیت او ملیت یادونه نه کېږي خو د ملیت (افغان) پر نه ذکر کېدو د مدني فعالانو او ګڼو خلکو له اعتراضه وروسته ولسمشر غني د الیکترونیکي تذکرو د توزیع مخه ونیوله.

تاند ته کره سرچینو ویلي چې ولسمشر غني تاکید کړی چې په تذکره کې دې د ملیت (افغان) برخه شامله کړای شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د کابینې غونډې ته د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د عدلیې وزیر د احوالو د ثبت د قانون په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د دغه قانون د ځینو موادو د تعدیل طرحه یې وړاندې کړه.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې کابینې د دغه قانون (د نفوسو د احوال) د ځینو برخو بدلېدا تایید کړه څو د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹ مادې د صراحت پر اساس د هغه تقنیني فرمان ترتیب او توشیح شي.

په خبرپاڼه کې د راوستل شوي تعدیل یا بدلون د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي خو ناتایید شوي راپورونه وايي چې کابینې پرېکړه وکړه چې په تذکره کې دې د اتباعو ملیت او دین ولیکل شي.

پخواني:

دانش: عطا او اجرايي رييس د تذکرې خنډ دي

2 thoughts on “د الیکترونیکي تذکرو په اړه د کابینې په غونډه کې د کابل پر برید خبرې وشوې”
  1. Salamooona
    Ka dagha kar shawai we ashraf ghani loya lasta rawrana da aw waqighi afghananoo lapara waqighi yaw sha zirai de ka tol Afghanistan guli gulzar she kho Afghan kalima pa ki na we de tabahi mana da zhwandai misal laka pa gheza ke che malga na we de la barya pa hela aw ziat omer pa hela zhwandi we paroni laryoonkawoonki aw yoon lalai osoli amar khil aw zaland saheb.

  2. دپیښی عا ملین و پیژانی او دقانون منګولو ته یی وسپاری دریس جمهور وینا ! دوستانو تاسو اوس خاندی او که ژاړی خپله ریس صاحب دولت تراوسه عاملین دپیښو نه پیژانی وای ( پټی یی ټول وخوړ خومعلوم نشو چه دا مګه ده او که.) اوس په ټوټودانتهاری پسیګرزی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *