تاند- د افغانستان د الیکترونیکي تذکرې مسوولان وايي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش د پروسې په اړه به روانه اوونۍ معلومات له ولس سره شریک کړي.
د دې ادارې رييس همایون محتاط د جمعې په ورځ /مارچ۳/ وویل«راتلونکې اوونۍ به موږ له خپلو شریکو ادارو لکه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، مالیې وزارت او خپلو بهرنیو شریکانو سره ووینو. موږ به د الیکترونیکي تذکرو د نوم ثبتولو په اړه ضروري معلومات او تفصیل سره شریک کړو.»
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ وروسته له دې چې کابینې د نفوسو د ثبت د احوالو قانون تصویب کړ، هغه لاسلیک کړ او د دې ځنډنۍ پروسې د اجرا لار هواره شوه.
د نویو تغییراتنو پر اساس به په الیکترونیکي تذکره کې د خلکو او مدني ټولنو له غوښتنو سره سم د نورو ضروري معلوماتو ترڅنګ د تذکرو د خاوندانو ملیت (افغان)، دین (اسلام) او قومیت (بلوچ، پشه يي، نورستاني، ترکمن، ازبک، تاجک…..) لیکل کېږي.
اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د الیکترونیکي تذکرو په اړه د شویو بدلونونو هرکلی وکړ، ویې ویل چې په دې خوښ دی او هیله لري چې عملي ګامونه ژر واخیستل شي.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي هم د الیکترونیکي تذکرو په برخه کې د افغانستان د حکومت د پورته شوي ګام هرکلی وکړ، ویې ویل چې د دغو تذکرو وېش به په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
افغانستان د نړۍ یو له څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دی چې لا یې وګړي الیکترونیکي تذکرې نه لري.
د دغو تذکرو وېش، په هغه صورت کې چې حکومت ټول اتباع د هغې په اخیستلو مکلف کړي، د نفوسو د دقیق شمېر، د ښځو، نارینه وو او ماشومانو د شمېر له معلومېدو سره مرسته کوي او ضمناً په انتخاباتو کې د درغلۍ په مخنیوي کې اغېز لري.
افغانستان د الیکترونیکي تذکرو لپاره شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري خو اروپايي اتحادیې ویلي چې حاضره ده له افغانستان سره په دې برخه کې مالي مرسته وکړي.