تاند- د متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې ورځپاڼې (دي نشنل) د افغانستان د کرکټ پر ودې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په لوبډله کې درې تنه خورا خطرناک دي.

ورځپاڼې د افغانستان د تېز باولر حمید حسن عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې نوموړی بې له شکه د نړۍ یو تر ټولو غوره تېز باولر دی.

دي نشنل جاوید احمدي، چې د افغانستان د لوبډلې ال راونډر دی، هم خورا تکړه لوبغاړی بللی او ویلي یې دي چې احمدي د لوبې په هره برخه کې کار ورکوي که هغه د مسابقې پیل وي یا منځ او یا پای.

دي نشنل وايي چې جاوید احمدي د اړتیا په صورت کې سپین باولر هم دی. دي نشنل لیکي، احمدي په وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې په څلورو تمریني مسابقو کې درې ځلې تر پنځوس زیاتې منډې جوړې کړې.

د افغانستان په ټیم کې درېم لوبغاړی چې د (دي نشنل) ورځپاڼې د سپورت کارپوهانو ته خورا مهم ښکاره شوی دی، افسر ځاځی دی. افسر ځاځی د شهزاد پر ځای د افغان ټیم ویکټر کیپر دی. شهزاد په خپله تکړه لوبغاړی و خو داسي ښکاري چې وزن یې زیات شوی وي.

2 thoughts on “د اماراتي ورځپاڼې په نظر د افغان لوبډلې ۳ خطرناک لوبغاړي”
  1. زه فکر کوم چی کارپوهان تر يو بریده خطاوتلی دی که نه نو دا زما نظر درسره ولری زما په نظر حمید حسن بالکل تکړه لوبغاړی دی او همدارنګه جاوید احمدی خو د افسر څاځی ده په هیڅ ډول راته دمنلو وړ نه ده که یی چیری عثمان غنی یادکړی وای نوراته دمنلو وړ به وای او همداسی نورور مینوالو ته خو افسر دمنلو نه دی که نه نو په ولډ کف کی به یی وګورو…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *