(هېڅ داسې تضمين نشته چې زموږ پېچلی کار يعنې امازون.کام به بريالی شي)
پورته خبره د امازون مشر جاف بېزونز په ۱۹۹۹ کال کې د امازون له بنسټ اېښودنې څخه پنځه کاله وروسته کړې وه.
د بنسټ اېښودونکي له دومره تشويش سره- سره نن ۲۵ کاله وروسته امازون د نړۍ تر ټولو ارزښتمنه کمپنۍ او ښاغلی جېف بېزونس د نړۍ يو له ترټولو شتمنو کسانو څخه دی.
امازون خپل کار په انلاين ډول د کتابونو له پلورلو پیل کړ، خو نن ورځ ګڼې مغازې، پلورنځي او د خلکو کورنو او دفترونو ته د شيانو د رسولو فعاله سېسټم لري چې په يوه ساعت کې دننه خپلو پېرودونکو ته د هغوی شيان وررسوي.
امازون تېر کال له اېفل وروسته په ټوله نړۍ کې لمړنۍ کمپنۍ و چې د يو ترليون ډالرو په ارزښت کاروبار يې درلود او همدا تېر کال دنړۍ په بازارونو کې تر مايکروسافټ وروسته دوهمه تر ټولو ارزښتمنه کمپنۍ وه.
د امازون د پرمختګ درک د دې کمپنۍ له ګټو لګولی شی. تمه دا چې دا کمپنۍ به د روان کال تر پايه په رېکاډ کچ د ۲۷۵. ۰۶. بېليونو ډالرو په ارزښت ګټه تر لاسه کړي او ارزونې دا دي چې د ۲۰۲۰ کال تر پايه به دا اندازه ۳۲۰ بېليونو ډالرو ته ورسيږي.
د ښاغلي بزنس د بريا دوه عمده علتونه؛ يو يې د نړۍ په کچه د امازون د خدماتو پراختيا او بله يې هم د مختلف ډول شيانو د پلور خدمات بلل کيږي.
د امازون د خدماتو ډېروالی او په دغو برخو کې د امازون سخت کار، امازون ته ددې زمينه برابره کړې چې د ټېکنالوژی له سترو شرکتونو لکه ګوګل، فېسبوک، اېفل او نورو سره ډغرې ووهي. خو دا هر څه يوازې په انلاين ډول د يو څو کتابونو له پلور پيل شوی دی.
د امازون کمپنۍ مشر وايي کله مو چې ۲۵ کاله مخکې د امازون پرانسته وکړه، هر چا به ويل چې تاسو يو څو کمپيوټر کاران ياست او د کتاب پلورنې په اړه معلومات نه لری. همدا رښتيا و.
خو د پراخو فرصتونو شتون او سخت کار په يو مطرح کمپنۍ بدل کړ چې د برېښنايي کتابونو له راتګ سره دا چټکتيا له زياته شوه.
په ۱۹۹۹ کال کې امازون پرېکړه وکړه چې پر کتابونو سربېره به يو شمېر نور توکي هم په انلاين ډول وپلوري، دوی پيل له موسقی او سي ډي ګانو وکړ او وروسته يې د لوبو د شيانو، برقي توکو او د پخلنځي د توکو پلور هم پيل کړ. دا کار امازون د نړۍ په کچه په تر ټولو ستر انلاين
پلورنځی بدل کړ او دا کمپنۍ په ډېرې چټکۍ سره شهرت وموند. امازون په ۲۰۰۰ زرم ميلادي کې د کوچني کاروباريانو برخه پرانسته چې زرګونه کوچني کاروباريان په کې شامل شول، له دې سره یې د توکو د رسوونې سېستم لا پياوړی کړ، تر څو ددې کمپنۍ پيريدونکي ترې لا ډېره ګټه پورته کړي.
دا کمپنۍ په ۲۰۰۵ م کال کې د (amazon prime برخه پرانسته تر څو په لږ څه متفاوته بيه په لا ډېرې چټکۍ سره يو شمېرې ځانګړي توکي خپلو پېرېدونکو ته ورسوي.
اوسمهال له ۱۰۰ ميليونو ډير وګړي د امازون پرايم غړېتوب لري چې په دې حساب په نړۍ کې د ترټولو ډېرو غړو لرونکی انلاين پلورنځی دی. دا مهال امازون د خپلو ځېرکو موبايلونو او نورو برښنايي توکو پر مټ د ټېکنالوژۍ له سترو شرکتونو لکه ګوګل او مايکروسافټ سره ډغرې وهي. امازون دا ګړۍ په متحده ايالاتو کې د ځېروکو موبايلونو تر ټولو ستر پلورونکی دی. خو له دې ټولو سره سره لا هم امازون د کتابونو پلور ته شاه نده اړولې او همدا اوس هم د نړۍ په کچه تر ټولو ستر انلاين کتاب پلورنځی دی.
ياتې شوه د امازون راتلوونکی، د دې کمپنې راتلوونکی خورا پېچلی ښکاري، تمه ده چې امازون به په راتلونکي کې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې فزيکي پلورنځي زيات کړي او ممکن د پلور په نويو لارو هم غور وکړي.
نو دا چې امازون به په راتلونکي ۲۵ کالونو کې کوم حالت ولري ددې پوښتنې د سم ځواب د پیدا کولو لپاره بايد ۲۵ کاله انتظار وباسو.
خپروونکی: دبي بي سي نړيواله څانګه
زباړن: راشيد نور
ډیره په زړه پوری لیکنه ده، په کومه کې چې د یو بریالي پانګوال او د هغه د نړیوالې کمپنۍ په اړه ښه معلومات راټول شوي او ژباړن هم
ښایسته خواري کړیده. مازی د یوې غیر قصدي املايي غلطۍ اصلاح ته مو توجه غواړم:
شاید د ښاغلي راشد نور مطلب به د ایفل څخه (Apple) وي کومه چې د نړۍ تر ټولو ستره غیر دولتي کمپنۍ ده چې د امریکا په سان فرانسیسکو کې فعالیت کوي او سرمایه یی تر یو ټریلیون ډالرو څخه اوړیدلی ده. ځکه ایفل لکه ده چې لیکلي، هغه په پاریس کې د هغه تاریخي څلي یا منار نوم دی چې په ملیونونو سیالانیان یی هر کال د لیدلو لپاره ورځي او هغه ته د (Eiffel Tower) وایی.
مننه/ ملکزی