دوهمه برخه – سپتمبر – ۲۰۱۷ – انګلستان.
ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته!ډېرخوشحاله يم چه الحمدالله يو ځل بيا ستاسې په خدمت کې حاضرېږم.
د امتحان د سوالونو په جوړولو کې بايد له ډېر فکر او دقت څخه کار واخستل شي۰
د امتحان د سوالو کيفيت د يوه شاګرد پوهه معلوموی۰ سوالونه بايد په روزمره ژوند کې عملي جنبه ولری۰ همدغه سوالونه دي چه د شاګردانو آينده ژوند ټاکي۰
نو له ګرانو اومحترمو استادانو څخه هيله کوم چه د امتحان د سوالونو په جوړولو کې ډېره جدي پاملرنه وکړي۰
د انګلستان په پوهنتونو کې دامتحان د سوالونو جوړول څو مياشتې نيسي، اوهغه څو مراحل لري چه په لاندې ډول سره وړاندې کيږی :
۱ـ دامتحان په پارچه کې شاګردانو ته لازم هدايات اوتعين شوی وخت په واضح ډول ليکل کيږي۰
۲ـ د مضمون استاد سوالونه او د هغه ښه واضح حل ترتيب کوي۰
۳ـ دمضمون استاد سوالونه او دهغه مکمل حل يوه بل هم مسلکي استاد ته ورکوي۰
۴ـ هغه بل استاد هغه ښه ګوري او د هغه په حصه کې خپل هراړخيزه نظر وړاندې کوي۰
۵ـ کله چه دواړو استادانو موافقه وکړه ، نو بيا سوالونه د امتحان شعبې ته ليږل کيږی۰
۶ـ د امتحان شعبه هغه سوالونه د امتحان کميټې ته ليږي ترڅو هغه ته يوځل بيا هراړخيزه کتنه وشي۰
۷ـ دامتحان کميټه دغه سوالونه او حل ئې حداقل دوه نورو پوهنتونو ته ليږي۰
۸ـ خارجی استادان هغه په ډېر غور اودقت سره ګوري اوخپل نظرونه وړاندې کوي۰
۹ـ د خارجی استادانو نظر ډېر مهم دی اوهغه ته پوهنتون ډېراهميت ورکوی۰
۱۰ـ دخارجی استادانو پيشنهادونه يا بايد ومنل شی اويا هغوی ته ښه قناعت ورکړل شی۰
۱۱ـ کله چه د خارجی استادانو قناعت حاصل شو، نو بيا دغه سوالونه د امتحان دپاره کارول کيږی۰
۱۲ـ په آخرينۍ مرحله کې بايد دمضمون استاد هغه يوځل بيا وګوری اوهغه امضاء کړی۰
يادونه:
الف : دامتحان سوالونه په هره مرحله کې له هر اړخه په دقيقه توګه څيړل کيږی۰
ب : تکراری سوالونه نه قبليږی او خارجی استادان د پخوانيو سوالونو کاپی لري۰
ج : سوالونه بايد تشريحی او تحليلی برخې ولري۰
د : په ټولو مرحلو کې د سوالونو د ساتنې په برخه کې ډېره جدی پاملرنه کيږی۰
د پام وړ ټکي:
زه شخصاً د دغو مرحلو د پوره تطبيق طرفداريم او بايد د امتحان د سوالونو دجوړولو په وخت کې جدی ونيول شي، اما له يوه ډېر مهم شرط سره۰ شرط ئې دادی چه بايد د استادانو ترمنځ سل په سلو کې د پوره اعتماد فضاء موجوده وی اوهم د سوالونو دپوره ساتنې شرايط برابروی۰
الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين۰
تربلې ليکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه :