د افغانستان د جمهوري ریاست د ۱۳۹۳ ټاکنو یو شمیر هغه څیرې بربنډې کړې چې تل به یې ملي اکټ کاوه او داسې ښکاریدل چې دوی د یوې سیمې او یوې ډلې نه بلکې د ټول افغانستان خیر غواړي.
ددې ټاکنو په وخت کې که ووایو چې یو شمیر کسانو خپل شخصیت وبایله مبالغه به مو نه وي کړې، داسې کسان و چې ترې د خشونت او بې اتفاقي خورولو هیڅ تمه نه کیده خو په دې ټاکنو کې مو ولیدل چې تر بل هر چا یې د زورواکو قوماندانانو په څیر خلک له راتلونکي ویرول. په دې ډله کې یو هم د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ریس ښاغلی امرالله صالح و چې خپل ډیر شمیر انډیوالان یې مایوسه کړل.
په اصطلاح ددغه ټاکنیز کړکیچ په ورځو کې به ښاغلي صالح کله پخپله فیسبوک پاڼه او کله هم په خصوصي مجلسونو کې په زور د ارګ د نیولو او لسو زرو وسله والو کسانو خبرې کولې چې دده تر قومانده لاندې دي که وغواړي ډیر ژر به پر ارګ ور واوړي. نوموړي د
د ولسي جرګې د شپاړلسمې دورې د رسوا انتخاباتو په وخت کې چې ددوی د یوه همسنګره ملګري فضل احمد معنوي په مدیریت ترسره شوم ، هم دا ډول دریځ څرګند کړی و.
ښاغلي امرالله صالح هغه وخت هم کله چې د اختصاصي محکمې له خوا څو تنه وکیلان ناکام وبلل شول د زور لاره غوره کړه د اخطار په ډول یې وویل چې دی به د ځانګړې محکمې له خوا له ناکام بلل شویو کاندیدانو څخه هر ډول ملاتړ وکړي که دا ملاتړ په خبرو کې وي که دا ملاتړ سیاسي وي او که چیرې دوی کوم بل فرمایش ولري نو دی به یې دخپلو انډیوالو او هغو شبکو په وسیله چې ایجاد کړې یې دي ترسره کړي. ښاغلي صالح د خپلو شبکو خبره هغه وخت هم په ډیر اب وتاب کړې وه او دادی په اوسنیو ټاکنو کې خو یې د شبکو تر څنګ د وسله والو کسانو خبرې هم راتازه کړې. داچې دا شبکې څه ډول شبکې دي؟څنګه او څه وخت دڅه مقصد لپاره جوړې شوې دي؟ چاته معلومه نه ده.
د ښاغلي امرالله صالح په اړه کله چې دی د ملي امنیت د ادارې ریس و، ویل کیدل چې د دولتي کار پرځای زیاتره شخصي او دخپلې ډلې په ګټه کار کوي.هغه وخت ویل کیدل چې امرالله ډیر مهم راپورونه له ولسمشر، امنیت شورا او نورو دولتي ارګانونو سره نه شریکوي، بلکې هغه د خپل تنظیم له غړو سره شریکوي.
اوس څرګنده شوه چې دې سړي رښتیا هم هغه وخت هیواد ته نه بلکې خپلې ډلې ته کار کاوو او دخپلو شبکو په جوړولو لګیا و.ځکه خو هغه وخت په ښار کې ناامني او ځانمرګي بریدونه زیات ول، دملي امنیت اوسنې ادارې په تیرو څو میاشتو کې د ځانمرګو بریدکوونکو او ترهګرو ډیری شبکې ونیولې او په دولتي تآسیساتو او دولتي چارواکو یې ډیری حملې شنډې کړې خو د دغه ښاغلي په وخت کې د ترهګرو یوه دسیسه هم شنډه نه شوه او نه هم دترهګرو کومه شبکه افشآ شوه ځکه چې د دولت داستخباراتو ریس د خپلو شبکو په ایجادولو بوخت و.
د ټاکنیز کړکیچ په ورځو کې زه حیران وم ویل مې که د ولسي جرګې ځینې غړي د همګرایي ټیم ځینې ویندویان او نور زورواکې هرې بابولالې وایي یا د امنیت دګډوډو لو هڅې کوي ممکن ځینې دپارلماني مصونیت یا نورو عواملو له مخې دولت د هغوی د ډیر ژر نیولو او له هغوی څخه د پوښتنو ګرویږنو وخت ونه لري.او ژر و نه شي کړای په دې اړه دخلکو اندیښنو ته ځواب ووایي. خو ښاغلی امرالله صالح چې پخوا د حکومت دیوه مهم ارګان ملي امنیت مشر و، باید دې ته ځواب ووایي چې د کوم میږوي په زور داسې پورته پورته غورځي.
اوریدلي مې و، چې د یوه هیواد داستخباراتو مشر که له دندې ګوښه کیږي بیا هم له تیرو مالي امتیازاتو څخه برخمن وي خو په دې شرط چې استخباراتي معلومات افشا نه کړي او په سیاسي مسلو کې ګوتې ونه وهي.
خو دافغانستان داستخباراتو مشر نه یواځې داچې له سیاسي ډلو لیرې نه ګرځي بلکې آن پوځي خبرداري هم ورکوي او دهیواد امنیت له خطر سره مخامخ کوي.
اوس که د افغانستان دولت رښتیا دولت وي دهیواد دخلکو دامنیت غم ورسره وي او ځان مسوول ګڼي باید له امرالله صالح وپوښتي چې هغه شبکې چې دی یې نوم اخلي کومې دي؟څه وخت یې جوړې کړې دي؟له کومو بهرنیو هیوادونو سره تړاو لري؟ په کوم مقصد یې ایجاد کړي؟ او آیا د ارګ د دیوال دا خوا او ها خوا څرګندونې چې ده پخپل فیسبوک کې ترې یادونه کړې ده څه معنا لري او دغه راز لس زره وسله وال چې نوموړي یې په مجلسونو کې یادونه کړې ده، څوک دي؟ په کوم ارګان پورې اړه لري او بیا ددوی د ډلې پلوي کوي؟ او که د ده په مشرۍ نامسووله وسله والې ډلې دي؟ خلک ددغو پوښتنو ځوابونه غواړي.
رومان سلیمي
ورور جانه جه څوک دا تمه د اشرف غنی څخه لری نو زما په خیال چی یو تصور دی ولی چی یو کس ښو ته ښه ونه وایی او بدو ته بد ونه وایی نو د هغی به د هغا چی د پوښتنی څه تمه وکړی چی ملی خاین وی
ټولودوستانو ته سلامونه!زه درومان سليمي صاحب څخه ډيره مننه کوم چي پداسی يوه موضوع بانديي رڼا اچولی چي ټول لوستونکي بايد په ډيردقت سره پری فکر وکړی.زما نظر داده چي دملي امنيت ټول هغه اسنا د چي دامرلله يي ناصلح دوخت څخه تر نن پوری شتون لری دمنتخب جمهور ريس تر لارښوني د خاص کنترل لا ندی راشی ،او يو خاص قضايي کميسيون ته تسليم شي، ددولت استخباراتی رازونه البته دملت امانت دی اودا امانت بايد په ښه توګه وسا تل شي اوبس ……..بله خبره داده چي دشورايي نظار په بند کي پخواني داستخباراتو ريس سروري په بند کي پروت دي ولی؟ ايا دا ويلي سو چي دچا جرم ډير دی دناصالح او که دسروری چي اولا دونه يي په فقر کی ژوند کوی،که دوی بندی هم شی دملت ميلماردونويي غلا کړي بيا به هم ددوي اولادونه په جوړ شويو با غونو اوقصرونوکي ژوند وکړی،زما د سروری سره هيڅ ډول اړيکي نلرم اما زما په اند دنا صالح جرم سل چنده زيات دی ونسبت سروری ته نود ی دهم دسر وری سره په څنګ کي کشينی، يا دی سروري هم له بنده خلاص شی، دوستانو دا دهغي بي عدالتي چي تر ننه دنظا ر شورا لخوا کيږی دغه ټکی وليکل .سيد محمد اخون