ضیا الحق امرخېل

وړمه ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل له خپلې دندې استعفا وکړه.نوموړي وويل، چې د خپلې دندې په مهال له راز راز ګواښونو سره مخ شوی، ورته دسيسې جوړې شوې او حتی د مرګ ګواښ ورته شوی.

امرخیل وويل، چې د استعفا پرېکړه يې د افغانستان لپاره کړې، چې له کړکيچ نه بهر شي، نه  د هغې غږيزې سي ډي له امله، چې تيره ورځ دعبدالله د ټيم لخوا خپره شوه.

د امرخیل استعفاء د دواړو ټاکنیزو ټیمونو غبرګونونه هم راوزیږول، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم او پلویان یې د استعفاء عوامل هغه ټلیفوني غږونه یادوي چې د امرخیل د استعفاء څخه دوه ورځې وړاندې يې له رسنیو سره شریک کړې و. د عبدالله عبدالله ټیم د دغو تلیفونو غږونو په خپرولو سره ادعا وکړه؛ چې ضیاالحق امرخیل په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه درغلۍ کړي.

د ښاغلي اشرف غني احمدزي ټیم په دې اړوند د عبدالله د ټیم ادعاوي رد کړي او ویې ویل دوی د ښاغلي امرخیل د میړانې او وطنپالنې چې پرته له کوم فشار څخه یې په انتخاباتي چارو کې د یوې غوټې د حوارولو په خاطر له خپلې دندې استعفا وکړه، درناوی کوي.

اوس دواړه لوري خپلې ترلاسه شوې رایې پاکې او د سیال رایې له درغلیو ډکې بولي. په دري کې یو متل دی چې وایې: (هیچ کس نه میګوید که دوغ مه ترش است)

خو اوس ددې دوغ ترش او دوغ شیرین توپیر به د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسونونه کوي. او که خداي مکړه دا کمیسونونه د درغلګرو له ګواښه وډار شول او د ولس د خوښې خلاف پریکړه یې وکړه نو بیا به ولس دا قضاوت کوي چې دوغ کي ترش است و کي نه!

یو حکایت دی چې وایې پخوا وخت کې د یو کوچني په سر د دوو میرمنو تر منځ شخړه رامنځته شوه. یوه میرمن د کوچني اصلي مور وه او بله هم بې بنسټه دعوه ګیره. یوې هغې ویل چې دا زما کوچنی دی او بلې ویل چې زما کوچنی دی. دواړه یو بل ته نه تیریدل چې بالاخره خبره د وخت قاضي ته ورسیده. قاضي چې یو پوه سړی و نو پریکړه یې وکړه چې کوچنی به سره نیم کړي او یوه برخه به یې یوې میرمنې او بله برخه به یې بلې ته ورکړي.

دعوه ګیرې میرمنې د قاضي خبره تاید او ومنله خو هغه بله میرمن چې د کوچني اصلي مور وه، قاضي ته وویل چې زه له کوچني څخه تیره یم او ټول بلې میرمنې ته ورکړه خو پام کوه چې کوچنی ته زیان ونه رسوې.

قاضي پوه شو او کوچنی یې خپلې مور ته وسپارو.

نو په همدې دلیل ویلاي شم چې زمونږ په هیواد کې اوس هم لکه د امرخیل په څیر په هیواد مین او دردیدلي خلک شته چې د خپلو شخصي ګټو پر ځاي ورته ملي ګټې ډیر ارزښت لري او ددې ملي ګټو د خوندي کولو په خاطر هرې قربانۍ ته تیار دي.

اوس د خلکو تر منځ داسې ګنګوسې دي چې امرخیل دملګرو ملتونو دمداخلت پر بنسټ استعفا کړې ده ، او دحامد کرزي‌او یونس قانوني‌خوښه هم دا وه چې ښاغلی امر خیل استعفا وکړي‌.

داسې اوازې هم شته چې دولسمشرمرستیال قانوني له عبدالله سره تر لیدلو وروسته له اشرف غني‌احمدزي نه دعبدالله عبدالله دټیم لپاره دپنځو وزارتونو غوښتنه هم کړې وه چې په هغه کې دبهرنیو چارو وزارت هم شامل وو. اوس نو که عبدالله عبدالله هر څه غواړي موږ به یې ځکه ورکوو چې هغه ټاکنې بایللي دي‌او اوس پایلي‌نه مني .

زه نه پوهېږم چې داشرف غني‌احمدزي‌خوله ولي‌داسي پټه ده ، دی ولي څه نه وايي او دی ولي‌هغه درغلګر خاینان نه رسوا کوي چې د مشخص نومان په پلوۍ یې صندوقونه ډکول او یا یې له خلکو رايي‌په زور غوښتې .

ولس دا نور نه زغمی چې یو شخص دې هره روا او ناروا غوښتنه کوي او هغه دې د کاڼې کرښه او یا العیاذباالله د قرآِن ټکی وي او کرزی او یا نور اړوند ارګانونه دې ورسره ومني او د تحول او تداوم ټیم چې د ملت ټیم دې او ملت پرې په ټاکنو کې باور کړی او خپلو سرونو په بدله یی ورته رايی ورکړي دې هغه دې چپ پاتې شي.

د زورواکو پر وړاندنې چپ پاتې کیدل خو ددې لامل شول چې د بغاوت لاسونه یې آن د ولسمشر کرزی ګریوان ته هم ورسیدل.

ددې پر وړاندې چپ پاتې کیدل ددې سبب شو چې په خلاص لاس یې د ملي امنیت په چارو کې لاسوهنه وکړه او د هغوي محرم اسناد او شواهد یې لاس ته ورغلل.

اوس له ماسره دا ډار موجود دی که د دې پر وړاندې یې سیال ټیم او ولس همداسې خپلو خولو ته قلفونه (قفلونه) اچولي پریږي نو ممکن بله ورځ وواېې چې اشرف غني هم ورته د منلو وړ نه دی او له کاندیداتورۍ دي لاس په سر شي. او یا ممکن ووايي چې احمد یوسف نورستاني او عبدالستار سعادت هم د اشرف غني په ګټه درغلۍ کړي او باید له دندو ګوښه کړل شي. ځکه چې دا خو اوس په تور لګولو بلد او روږدی شوی دی.

اوس نو چې دا هره غوښتنه کوي مونږ مجبور یو چې ویې ومنو. ځکه که په مونږ کې یو څوک لکه د امرخیل غوندې زړور ځوان پیدا کیږي او د دوي د تقلب مخنیوی کوي او رازونه یې افشا کوي نو بیا یو څو جنګسالاران یې په وړاندې دسیسې جوړوي، او په مقابل کې یې په مونږ کې داسې د سر سړی او د کلک هوډ مشر نشته چې بیا د امرخیل غوندې بااحساسه پښتون تر شا ودریږو او ملا یې وتړو.

الله ج دې په مونږ کې هم داسې یو شخص راپيدا کړي چې د خلکو ناقانونه څپيړې ته په قانوني سوک ځواب ورکړي.

0 thoughts on “امرخیله قرباني دې د الله په در قبوله شه / اجمل درمان”
  1. Salam Alikum wa Rahmatellahu wa Barakatu,
    Mr. Amerkhel, you are a hero, who will make our history proud. Your qualities of communication, public presentation, and leadership style are of great values for our future generation. It is the beginning of your future career.

    Thank you for the great work!

    Mullah Habibullah

  2. ته پوهیږی امرخیله چی تا پدی لږ وخت خدمت موده کی د افغانستان د نوی نسل په زړونو کی څومره ځای پیداکړ. مونږچی هری خواته لاړ شو او له هرچا سره خبری کوو ، ستا د خدمت او صداقت په باب خبری کیږی. د افغانستان نوی نسل پر تا ویاړی اوستا ملاتړ کوی. تاسو د جبر او طاغوت په مقابل کی په میړانی او شهامت سره مبارزه وکړه . تاسو بریالی یاستی.

    1. دالله (ج) درضا لپا ره دې ټوله افغانان بیا خصوصا پښتا نه سره یوشې ځکه چې ډیرې دسیسې او توطیۍ ددوی په خلا ف په کور دننه اوبهر کې جوړیږې
      دافغانیستان راتلونکی اولس مشر چې غیر دډبل عبدالله اودده د خا ینې ډله ټپلې څخه وې با ید چې دګران هیواد داتل ، ریښتینې اوویا ړلې بچې ښاغلې امرخیل ته داسې لوړه چوکۍ ورکړې چې اغیا ر حیران شې چې دا څرنګه پیښه شوه. ژوندی دې وې ګران افغانیستان
      ژوندې دې وې زموږ زړه ور ملې وسله وال پوځ
      ژوندې دې وې زموږ ملې وسله وال پولیس
      ژوندی دې وې ښاغلی امرخیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *