د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارلاانشا له رېس ضیاالحق امرخېل سره د کابل د امنیې قومندان جنرال ظاهرظاهر وروستی جنجال له څو ورځو راهیسې د رسنیو او ځینو سیاسي ډلو د بحث په یوې مهمې موضوع بدل شوی.

دا جنجال ظاهراً هغه وخت پيل شو،چې د غبرګولي پر۲۴مه د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رایه اچونې پرورځ د کابل امنیې قومندان د ټاکنو خپلواک کمیسون له دفترڅخه د څو موټرو رای پاڼو د وتو مخالفت وکړ.

د کابل امنیې قومندان د دغو رایو لېږدونه د درغلۍ هڅه وګڼله او په څرګند ډول یې د ټاکنو د خپلواک کمیسون د دارالاانشا رېس ضیاالحق امرخېل د دغې ادعا شوې درغلۍ په سمبالولو تورن کړ.

امرخېل هم مهاله یاد شوی تور رد او وویل،چې د رایو دغه موټرې یې د کابل سروبي ولسوالۍ ته له دې کبله استولې،چې هلته د رایو پاڼې کمې شوي.

ولې لوی جنجال؟

د امرخېل او جنرال ظاهر له دغو څرګندونو څخه اوس په لویه کچه د ولسمشرۍ د یوه نوماند ډاکټرعبدالله د ټاکنیزټیم له اړخه د یوه لوی جنجال د جوړولو هڅه ترسترګو کیږي.

د دوشنبې په شپه خپله ښاغلي عبدالله د دې هڅې په ترڅ كې یو خبري کنفرانس ورکړ او ویې ویل،ترهغې چې ضیاالحق امرخېل له کوم شرط پرته له دندې ګوښه شوی نه وي،دی به د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته غاړه کینږدي.

ښاغلي عبدالله دا خبره په داسې حال کې وکړه،چې د رایه اچونې د ورځې په ماخوستن هغه په یوه خبري ناسته کې د رایه اچونې بهیر په عمومي ډول وستایه او پکې د خپل بریالیتوب ادعا یې وکړه.

اوس یې وروستۍ څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي،چې له مختلفو ولایتونو څخه د ټاکنو د ترلاسه شویو لومړنیو پایلو له مخې له ده څخه بل ولسمشریز نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي ډېرې رایې ګټلې دي.

په دې وخت کې د امرخېل د ګوښه کیدو په اړه د عبدالله پرغوښتنې،د غوښتنې په انګېزې او نورو خواووډېر شکونه کیدای شي.

لوی شک دا دی،چې ښاغلی عبدالله پرخپلې احتمالي اوورمعلومې شوې ماتې د پردې اچولو لپاره او داسې نورو اهدافو په خاطر غواړي پلمې پیدا او د ټاکنو بهیر بدنامه کړي.

د جنرال ظاهر او ضیاالحق امرخېل د لفظي جنجال مسله داسې ښکاري،لکه له مخکې نه چې د ښاغلي عبدالله په پلوۍ یوه پلان شوې هڅه وي.

که داسې نه وي،د هغه ټاکنیزټیم او شخصاً ده خپله به د جنرال ظاهر په پلوۍ خبري کنفرانس نه ورکاوه.

د جنرال ظاهرپه اړه هم شک پیدا کیږي،چې څنګه د رایه اچونې پرورځ یې نور ډېرمهم مسولیتونه پریښي وو او د ټاکنو کمیسون مخې ته یې سنګر نیولی و؟

د هغه پرورتلو سربېره ده په دې ورځ دستي د مطبوعاتو رسول او ورسره یې خبرې ټول د یوه پلان شوي کار محصول ښکاري.

مسولو ادارو ته واک پریښودل

د امرخېل او جنرال ظاهر د څرګندونو په اړه قضاوت او د حق او ناحق معلومول هغه هم په پټو سترګو د نا مسولو اړخونو لخوا مناسب کار نه دی.

لازمه ده،چې د ښاغلي عبدالله ټاکنیزټیم او نور هغه خلک چې په دې مسئله کې خبرې،مداخله او غوښتنې لري،د سلیقو د پاللو پرځای یې د اصولو مطابق چلند ته غاړه کیږدي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون او د کورنیو چارو وزارت رهبري د دواړو لورو د مسولو او باصلاحیته مراجعو په توګه د دغې مسئلې د ښې څېړنې او نتیجې راویستلو مسولیت او صلاحیت لري.

له دې پرته څرګندونې او پلمې جوړونې د ټاکنو او هېواد پروضعیت ښې پایلې نه شي لرلای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *