په تېرو څلورو لسيزو کې افغانانو تل د ښه نظام د راتلو په تمه په راتلونکي هغه پښه خويېدلې او د تېر نظام ارمان يې کړى، ځکه کله چې په ١٣٥٢ کال کې د سردار داودخان له خوا د محمدظاهرشاه په شاهي نظام کودتا وشوه او شاهي په جمهوري بدله شوه، ډېرى مذهبي سياستوال له هېواده ووتل او په ګاونډي هېواد پاکستان کې کډوال شول، خو سيکولر ډلو په هېواد کې د ننه فعاليتونه جدي کړل چې په پايله کې يې د ١٣٥٧ کال د غويي په اوومه د يوې کودتا په ترڅ کې جمهوري نظام په خلقي ډيموکراسۍ بدل شو.

که څه هم د دې نظام پلويانو شعار ورکولو چې دا د غريبو او بزګرانو دولت دى خو شعارونه يې په خپلو خولو پورې محدود پاتې شول او خلک په ناراضۍ ترې بېل شول حتا د دوى فکري ملګري هم لاړل او په شوروي اتحاد پسې يې واړول چې په پايله کې يې د ١٣٥٨ کال د مرغومي مياشتې په شپږمه د شوروي اتحاد په ملتيا يوه ډله په اصطلاح کمونيست يا سوسيالست ډيموکراتان راغلل او په نظام يې منګولې ښخې کړې، خو دې واکمنو هم نه يوازې دا چې مرور را پخلا نه کړل، بلکې له يوه ولسي پاڅون سره مخامخ شول او د هغو مرورو ليکې لا غښتلې شوې چې له دې وړاندې يې له ګاونډيو هېوادونو په افغان دولت بريدونه کول.

کله چې شوروي اتحاد د خپل راوستل شوي واکمن عدم موثريت وليد په تصميم کې يې تغير راوست او د چارو واګې يې يوه بل ځوان مدبر واکمن ته وسپارلې چې د هغه د سياستونو په اساس له يوې خوا د ملي روغې جوړې سياست اعلان شو له بلې خوا شوروي هم له دې هېواد څخه خپله کمپله په شا کړه او په دې خاوره کې يې خپله ماته ومنله، خو نه يوازې په دې سياستونو هغه خلک چې په مخالفت کې پورته شوي وو، راضي نه شول بلکې خپل فعاليتونه او بريدونه يې لا ډېر کړل چې په پايله کې يې د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه يو ځل بيا نظام تغير وکړ او کمونيستي يا سوسياليستي شعارونه او افکار په اسلامي لوري سوق شول، ځکه هغه مجاهدين واک ته ورسېدل چې له دوادوخانه تر ډاکټر نجيبه يې د اسلامي نظام لپاره وسله واله مبارزه کوله، خو کله چې واک ته ورسېدل شعار او مبارزې يې بل رنګ پيدا کړ، ځکه دوى يو کابل په اوو سني او يوه شعيه ګوند سره وېش کړ او هر يوه په خپله سيمه کې ځان ته قانون او ځانته واکمني درلوده، ولې په دې واکمنيو کې ستره ستونزه چې احساسېده هغه په هر تنظيم کې د ننه د سلسله مراتبو نه شتون و، يانې يوه او بل به په خپلو کې نه سره منل، که په هغه وخت کې واکمن تعريف کړو نو ويلى شو چې هغه څوک چې لاس په لاس له هغه بل څخه خپله پياوړتيا او ځواکمنتيا ښکاره کړي پرته له دې چې د کوم مشر يا امير له خوا دې ګمارل شوى وي هغه د واکمنۍ څښتن دى.

له دې خپل سريو ملت دومره ستومانه شو چې هر سړى په مرګ خوشاله و نه د دوى تر منځ په ژوند کولو، خو څه هيله هم نه وه موجوده چې له دې بدبختۍ به خلک خلاصون پيدا کوي، ځکه په هېواد کې درې سوه کلن پوځ منحل شوى و او د دوى ټول تجهيزات يا شخصي ملکيت ګرځېدلى و او يا هم په کباړل کې خرڅ شوي ول، له دا ډول بې پوښتنې او بې ترتيبه څلور کلن دوران وروسته د طالبانو په نوم يو حرکت را پيل شو او په کم وخت کې په دې وتوانېدل چې د هېواد تقريباً پنځه نوي سلنه ځمکه تر خپلې واحدې واکمنۍ لاندې راولي.

که څه هم په لومړي سر کې خلکو طالبانو ته د خلاصون پرېښتو په سترګه کتل، خو د طالبانو هره ورځ نوي نوي فرامين او قوانين د دې باعث شول چې خلک له دوى څخه هم بغاوتونه پيل کړي، خو د طالبانو سختدريځه نظام ته په کتو چا نه شول کولى چې په ښکاره ځان ياغي وښيي، ولې په زړه کې هر سړى تر پوزې رسېدلى و.

له يوې خوا طالبانو له نړۍ سره لکه څه ډول چې لازمه ده په هغه شان اړيکې نه درلودې، له بلې خوا دوى په خپله غېږه کې د القاعدې ډلې او مشر ته ځاى ورکړ، کوم چا چې د ټولې نړۍ په ځانګړي ډول له لويديځوالو سره کلکه دښمني درلوده.

داسې ويل کېږي چې القاعدې به ډېرى عمليات له افغانستان څخه پلانول چې په لړ کې يې د٢٠٠١ سپټامبر ١١ بريدونه چې د امريکا د نيويارک ايالت په دوو اسمانڅکو سوداګريزو ماڼيو وشول له افغانستان څخه طرحه او ترتيب شوي وو.

د امريکا په ماڼيو بريدونه د دې سبب شول چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې دا پرېکړه تصويب کړي ترڅو په افغانستان کې د القاعدې په مشر او ډله پسې پوځي عمليات پيل کړي، خو د هغه وخت افغان حکومت دا ونه منله، په پايله کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دواړه پوپنا کړل.

دا چې له پخوا امريکا او نړيوالو په افغانستان کې د واکمنۍ تشه احساس کړې وه او نه يې غوښتل يو ځل بيا افغانستان د دوى لپاره په سرخوږي بدل شي په بهر کې مېشت پوهان او روښانفکره افغانان يې له شوراى نظار سره يو ځاى د جرمني په بون ښآر کې را ټول کړل او د ټولو په خوښه يې يو داسې مېکانيزم جوړ کړ ترڅو په اساس يې يو پراخ بنسټه ولسواکه دولت رامنځته شي چې هر سړى په کې ونډه ولري.

که څه هم له ١٣٧١ کال وروسته تر ١٣٨٠کاله پورې ټول دولتي او ملکي تاسيسات له منځه تللي وو، خو نړيوالو په خپلو مستقيمو مرستو يو ځل بيا په دې هېواد کې د دولتوالۍ او حکومتوالۍ بنسټونه جوړ او پياوړي کړل، ملي نظامي ځواک جوړ او تجهيز شو، د پوهنې بهير پراختيا پيدا کړه، بيارغونه پيل او ډېرې ټولګټې لوى او وړې پروژې پلي شوې چې په ترڅ کې يې دا ده ديارلس کاله وروسته په دې هېواد کې ولسواکي دومره پياوړي شوه، هغه ډلې چې کلونه کلونه يې يو او بل سره د ټوپک په خوله خبرې کولې اوس څنګ په څنګ ولاړې دي او له خپل مقابل لوري سيالانو سره د ټاکنو له لارې سيالۍ کوي.

دې سره خوا کې له يوه لوري د ټوکيو، استنبول، شېکاګو او دويم بون کنفرانسونو کې وخت په وخت له افغان دولت او ملي پوځ سره ژمنې شوې او نړيوال مجبور دي خپلو ژمنو ته په احترام تر هغې مرستې وکړي ترڅو پورې چې په افغانستان کې اقتصادي سرچينې زرغونيږي او پراختيا مومي، له بل لوري اوس د افغانستان امنيتي ځواکونه د دې جوګه شوې ترڅو په کور د ننه د امنيت او خپلو پولو ساتنه تر يوه بريده په ګوښي ځان وکړي.

دريم د خلکو اراده او نيت هم ډېر اميدبښونکى دى ځکه اوس افغانان راوېښ شوي او دا د ځان لپاره يو چانس بولي ترڅو په هېواد کې ولسواک تحرکات ژوندي او کړندي وساتي چې بېلګې يې په تېرو ټاکنو کې ښکاره موندلى شو، بل لور ته د پام وړ ټکى دا ده چې افغانان له جګړو ستړي شوي او دې ته نه دې حاضر چې يو ځل بيا يې د هېواد روښانه يون په تيارو ور برابر شي، چې ښه مثالونه يې موږ د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندې په ولسي پاڅونونو کې ليدلى او موندلى شو، ځکه افغانانو ډېر نظامونه وليدل او د هر يوه واکمنۍ خوند يې ورته تالو تريخ کړ، خو دا ځلې يو څه واکمني د ولس په لاس ورغلې ده او واکمن د خپلې واکمنۍ لپاره د وسلې پر ځاى ملت ته رجوع کوي.

خو د دې برعکس هغه نسخه چې د افغانستان زخمونه يې ټکور کړل په عراق کې په هېڅ وجه او دليل د تطبيق وړ نه وه، ځکه:

کوم شرايط چې د امريکا له راتلو مخکې په افغانستان کې حاکم و د هغو هېڅ څرک په عراق کې نه ښکارېدو بلکې د دې ټولو مسايلو برعکس په عراق کې يو داسې دولت حاکم و چې ټولو وګړو ته يې د متابعت حقوق رسولي وو.

خو امريکا پرته له دې چې د عراق او افغانستان د شرايطو د پرتلنې په اساس اقدام وکړي په ٢٠٠٣ کال يانې د افغانستان له بريده دوه کاله وروسته يې په عراق کې پوځي عمليات پيل کړل او د صدام حسين درش کلنه واکمني يې په دې پلمه رانسکوره کړه، چې د عراق خلکو ته ولسواکي ورکړي او نړۍ په ځانګړي ډول اسرائيل د صدام له شر څخه په امان کړي.

د يوه عيسوي عراقي په خبره چې د امريکا ولسواکۍ موږ ته لويه غميزه راوسته، ځکه د صدام په سلطنت کې به موږ ټول کليوال په يوه کافي کې مازديګر راټولېدو پرته له دې چې سني په شعيه، شعيه په عيسوي يا عيسوى په کردي ځان لوړ يا ټېټ وبولي موږ ټول عراقيان وو، خو اوس د هغه سني ګاونډي پوښتنه هم نه شم کولى چې لسګونه کاله مو په ګډه مړه ژوندى کړى.

عراق د صدام پر مهال منظم او د نړۍ په هېوادونو کې مخکښ نظامي قدرت درلود، دې سره خوا کې ښه په ځان بسيا اقتصاد يې درلود خو له بده مرغه د امريکا په ورتلو نه يوازې د دوى ملي اداري او پوځي نظام ويجاړ شو بلکې هغه تاسيسات چې د يوه دولت لپاره اړين او ضروري وي او عراق د لسګونو کلونو خوارۍ وروسته جوړ کړي وو په کامله مانا چور شول او يو داسې هېواد چې د نړۍ په قدرتمندو هېوادونو کې شمېرل کېدو په يوه خوار او محتاج برخليک ککړ شو، دې سره خوا کې هغه مساوات چې صدام د عراق د بېلا بېلو مليتونو تر منځ ساتلي وو او ټول يې قانع کړي وو، هغه په قومي، مذهبي او نژادي تبعض بدل شول، ځکه شعيه ګان په واک کې راغلل، کردانو خپلواکه سيمه جوړه کړه او سنيان له صحنې وويستل شول.

د دې پر ځاى چې امريکا په عراق کې خپله جګړه په سوله او امن پاى ته رسولې واى په ٢٠١٠ کال کې دې ته مجبور شول چې عراق په يوه پلمه خوشى کړي او خپل پوځونه ترې وباسي، ځکه په دې هېواد کې دوى د هرې ورځې په تېرېدو درانه مالي او ځاني زيانونه ليدل له بل لوري د امريکا ولس د امريکا په دولت بدګمان شو، ځکه هغه څه چې دوى په لومړي سر کې د عراق جګړې لپاره حجت او برهان ګرځولي وو هغه ټول دروغ ثابت شول او مجبوره شوه چې خپلې پښې له عراق څخه سپکې کړي، خو په داسې حال کې چې د عراق هر پرهر ناسور و.

په بې مسؤليته ډول له عراق څخه د امريکا وتل او په خپلو کې په ښکېل حالت کې د عراقيانو پرېښودل په داسې حال کې چې، د هرې ښکېلې ډلې تر شا ګاونډي هېوادونه خپلې ګټې لټوي، د دې سبب شول چې نن په عراق کې د داعش ” دولت الاسلامي عراق شام” را پيدا شي.

دا ډله غواړي په عراق، سوريه او نورو عربي هېوادونو کې خپلې رېښې پراخې کړي او خپله واکمني حاکمه کړي.

له دې يادونې دا پايله په لاس راځي چې د امريکا نه شتون کې به د عراق او افغانستان حالات په تمامه مانا متفاوت او بېل وي، ځکه د افغانستان د وسله والو مخالفينو له وروستيو څرګندونو او استدلالونو داسې ښکاري چې دوى هم نور له جګړې ستړي شوي او غواړي د امريکا په نه شتون کې ځانونه په ولسواکۍ ورګډ کړي، خو په عراق کې د ياغيانو لپاره له امريکا سخت دښمن واکمن کسان دي چې اوس يې د دولت دستګاه په لاس کې نيولې ده، ځکه حالت د وګړو تر منځ ناعادلانه اقتصادي وېش دا زمينه برابره کړې چې د داعش غوندې پياوړې ډلې دې د عراق شام او حتا د اسرائيلو د فتحې په نيت په وسله واله مبارزه لاس پورې کړي.

سپين روان نورزى – خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *