ژ : لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد

دوهمه برخه

نوی پیل خورا اړین دی .

.زه نه پوهیږم چې ولې د نړۍ مشرانو په 1914 ز کې د جګړې ډګر ته په خپله خوښه ورودانګل ؟ ایا د جګړو پر پایلو نه پوهېدل؟ زما په اند، د نړۍ اوسنی وضعیت له تېر مهال سره ستر توپیر لري. د شلمې پیړۍ اړ و دوړ خورا پیچلی و،له دې امله د جګړې څخه د زیږېدلې بدمرغۍ محاسبه خورا پیچلې وه. اوس د نړۍ هر هېواد په ځانګړي ډول په اتومي وسلو سمبال هېوادونه په دې پوهیږي چې موخو ته رسېدل د جګړې له لارې ناشوني دي.امریکا باید په خپله بهرنۍ تګلار کې (ترینګلتیا) دیوې شونې لارې پر مټ له منځه یوسي .

یوه خبره څرګنده ده، که هر هېواد امریکا وننګوي، نو امریکا به د ځان د خوندیتوب په موخه   وړ ګامونه پورته کړي.امریکا له خپلو سیالانو سره د (رواني ستړیا) له دوکتورین څخه کار اخلي.که چیرې په رښتیا هم د دواړه خواو تر منځ کړکېچ زور واخلي نو، دواړه خواوې دا وړتیا لري چې یو بل ته ستر زیانونه وراړوي، خو سیاسي لاسته راوړنو په موخه د سړې جګړې پر مهال د پراختیا غوښتونکې روسیې پر ضد کارول شوې ستراتیژي له اوسني حالت سره هیڅ اړخ نه لګوي .

هغه مهال که څه هم روسیه په پوځي ډګر کې نوموتې وه ، خو اقتصاد یې دومره پیاوړی نه وو. بل ستر توپیر دادی چې روسیې هڅه کوله پرخپل پوځي مټ د نړۍ او هېوادونو برخلیک په خپله ګټه وټاکي. هغه مهال د نړۍ پر اقتصاد د روسیې اغېز دومره زیات نه و. اوسنی چین د نړۍ په اقتصادي ډګر کې خپل ځای لري. اقتصاد یې متحرک دی او نوره نړۍ د چینایي اقتصاد اغېز په اسانۍ سره محسوسولای شي. پر دې سربېره، چین له لویدیځ او امریکا سره سترې سوداګریزې اړیکې لري. نو له دې امله د دواړو خواو تر منځ کړکېچ کولای شي د نړۍ اقتصادي برخلیک له ستونزو سره مخ کړي.

چین پردې پوهیږي چې د سړي جګړې ستراتیژي اوسمهال د امریکا پر ضد پلي کول کومه ګټه نه لري.په اسیا کې یوازې څو هېوادونه دي چې د امریکا سیاسي شتون ته په سیمه کې د شپږمې ګوتې په توګه ګوري ، چې باید له منځه یوړل شي ، خو ډیرې اسیایي هېوادونه ، چې ان له امریکا سره کوم ائتلاف هم نه لري، په سیمه کې د امریکا شتون مني. لیکوال د بیلګې په ډول د اندونیزیا د یو چارواکي خبره راخیستې ده، نوموړي د امریکایي شتون په اړه ویلي و (مونږ یوازې مه پریږدئ، مونږ مه اړ کوئ چې سیاسي بدلون ته مخه کړو)

امریکا اوسمهال د چین پوځي پرمختګونو اندښمنه کړې ده،دوی داسې انګیري چې د نړۍ دوهم ستر اقتصاد او د انرژۍ واردونکی هېواد ښایي خپل اقتصاد د پوځي پیاوړتیا په موخه و کاروي.امریکا تر اوسه پورې د چین پوځي جوړښت ته د شک په سترګه ګوري. که امریکا د چین پوځي خوځښتونه د یو نا بللي عمل په څېر و ګڼي، نو ښایي ځان د مورچې خولي ته نږدې کړي. چین په رسمي توګه اعلان کړې دی ،چې له امریکا سره کوم اختلاف نه لري ، خو امریکا دې مسئلې ته د شک په سترګه ګوري. چین تل هڅه کړې ، چې د پراختیا غوښتنې غریزه د نرمو لارو یا کلتوري یرغل له لارې سړه کړې ده. دوی به هېڅکله د یرغل په ډول په اسیا کې کوم ګام پورته نه کړی.که چیرې چین د اسیا د مهارولو په موخه پوځي ځواک وکاروي، نو ښایې چې د شوروي پر برخلیک اخته شي.

چین خپل شمالی اړخ ته روسیه؛ ختیځ ته جاپان او سویلي کوریا د امریکا ملګري،ویتنام او هند سویل ته، او په نږدې کې مالیزیا او اندونیزیا لري.په داسې حالت کې به د چین لپاره ډیره ستونزمنه وي چې اسیا د پوځي لارو مهار کړي. د پوځ کارونې په مهال به یاد هېوادونه لاس تر زني نه کښیني، دوی له وړاندې په پوځي چارو کې پوخ کلتور لري. نو له دې امله کولای شي چې چین ته سرخوږی پیدا کړی.

له نوي چین سره معامله کول :

اوسمهال چینایي ټولنه د ویش له ستر ګواښ سره مخ ده. د چین ساحلي سیمې د سویلي سیمو په پرتله پرمختللې دي، دې چارې د چین مشرتابه دېته اړ کړی دی چې په چینایي ټولنه کې د تجانس او توافق لپاره هڅې وکړي. په چین کې کلتوري بدلونونه یاد هېواد نور هم ننګوي ؛کار پوهان وایي : د کلتوري بدلونونو له امله به چین په راتلونکې لسیزه کې زیات اغېزمن شي. په ځانګړي ډول، په چین کې د یو ماشوم تګلاره (one child policy) د چین په اوسني ټولنیز اواقتصادي وضعیت منفي سیوری غړولې دی . دا چاره به چین په راتلونکې لسیزه کې د ځوانو کارګرانو له کمښت سره مخ کړي.پر دې سربېره د یو ماشوم پالیسي ددې لامل شوی چې د یو ځوان ګټې ته درې څلور زاړه کینوي، چې په ټولنه کې پر بشري پانګې بار او تکیه ډیره شي .

په چین کې دې ډول بدلونونو د2012 ز حکومتي لیږدونې ته نوې بڼه ورکړه ،نوې مشرتابه له ولسمشر څخه نیولې تر لوړوو او کلیدي پوستونو ټول کاندیدان له نوي نسل څخه دي .

.د چین نوي مشرتابه ته تر ټولو ستره ننګونه داده ، چې څرنګه به دچین په څېر بدلیدونکې ټولنه کې له اقتصاد، ټکنالوژۍ او نړیوال اقتصاد سره چلند کوي، همدا راز، د هغه سلګونو میلونو چینایانو پالل، چې له ورورسته پاتې سیموڅخه ښارونو ته را روان دي دا هم یوه ستره ننګونه ده.

دچین نوې مشرتابه دمعاصرو سیاسي او کلتوري نظریو له ترکیب څخه رامنځته شوې دی او دا وړتیا به ومومي ،چې دچینايي ټولنې دپرمختګ ټولې پوښتنې او غوښتنې ځواب کړي . واشنګټن دچین دغه سیاسي او ټولنیز بدلونونه په پوره لېوالتیا سره څاري.

د لیکوال په اند،په چینایي ټولنه کې د امریکا مستقیمه لاسوهنه نه مثبت ګام دی او نه به ګټور څه ترې راپیدا شي .امریکا به هڅه وکړي ، چې په چینايي ټولنه کې له پیژندل شوو ارزښتونو څخه ملاتړ او دفاع وکړي .

واشنګټن تل په چین کې د بشر د حقوقو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.که متحده ایالات هڅه وکړي چې چینایي ټولنه د دیپلوماتیکو فشارونو او اقتصادي بندیزونو په مټ بدله کړې نو،دابه هم کوم د پام وړ ګام نه وي. ډيری چینایان به دا ګام د بهرنۍ لاسوهنې په نوم وپیژني.په چینایي ټولنه کې د امریکا لاسوهنه دسخت غبرګون دا مانا لري چې په دې لوبه کې به د امریکا ګټې بیخي صفر وی. دا حالت به یوازې امریکا دېته اړ کړي چې په خپلو ګټو له سره فکر وکړي . او هغه ګټې چې امریکا پوهیږي له دې لوبې یې تر لاسه کولای شي توپیر وکړي.د امریکا او چین لوبې ته باید د هغه لوبې په سترګه و نه ګورو چې هیڅ یوې خواته یې هم ګټه نه رسیږي.او نه باید داسې وانګېرو ، چې په سیمه کې د پیاوړي چین لرل به د امریکا لپاره د ستراتیژیکې ماتې مانا ولري. د امریکا او چین تر منځ د همکارۍ چاپیریال ددواړو خواو له وخته وړاندې نیول شوی دریځ په کلکه ننګوي. امریکا په خپل تاریخ کې د نړۍ سترو کلتوري او سیاسي نظامونو پر وړاندې یو لړ خوځښتونه کړي دي.چین بیا په دې لړ کې داسې کوم د پام وړ پروګرام نه دی پیل کړې ،داسې کومې ځانګړې بیلګې نه تر سترګو کیږي چې ددې انګېرنې لامل شي چې سړی ووایې چین په اسیا کې د امریکا د دایمي شتون له امله له ګاونډیانو سره ائتلاف جوړوي.د امریکا څخه مخکې زبرځوااکونو چې د چین شاوخوا د خپلو نظامونو د ځای پر ځای کولو کوشش کړی دی نو چین د نورو له لورې د چین د کنترول هڅه بللې ده. د چین او امریکا تر منځ د سلا مشورې او د خپل منځي پریکړو په ستراتیژۍ ټینګار کول به د مسئلې د حل لپاره ساده لار وي، خو دا په اوسني وضعیت د امکان څخه لېرې ښکاري؛چین او امریکا به په سیمه کې د یو بل لپاره یو تریخ حقیقت وي. هیڅ یو به د بل لپاره خپل ملي امنیت قربانی نه کړي.په دې لوبه کې به هر یو هڅه کوي چې خپلې ملي ګټې وپالي ځینې وخت به داسې هم وي چې د نورو په تاوان خپلې ګټې تر لاسه کړي، خو دواړه زبر ځواکونه دامسئولیت لري ، چې د یو بل اندیښنې په پام کې ونیسي. دچین ستره ستراتیژیکه ویره او اندېښنه داده ،چې کوم بهرنی ځواک به د چین شاوخوا پوځي شتون پیدا کړي او د چین کورنی وضعیت به وننګوي.چین چې کله په تېر کې دداسې حالت سره مخ شوی دی نو بیا خبره تر جګړې رسیدلې ده. په 1950 ز کې له کور یا ،1962 ز کې هند ، په 1969 ز کې پخوانی شوروي اتحاد او په 1979 ز کې له ویتنام سره جګړې یې ښه بیلګه ده . واشنګټن غواړي په اسیا کې په هر قیمت ، چې وي خپل حضور ریښتینی کړي.دوی له دې ویره لري چې د ځینو سیمه ییزو ځواکونو له لورې به له داسې هڅو سره مخ شي ، چې له اسیا څخه پښو ویستلو ته اړ شي ، خو امریکا به اسیایي زبرځواکونو ته دا زمینه په لاس نه ورکړي ، چې له داسې برخلیک سره یې مخ کړي. امریکا د نرمې پراختیا غوښتنې په موخه له جاپان او جرمني سره په نړیواله جګړه کې ښکیل وه او بیا وروسته یې له شوروي سره د سړې جګړې کیسه راواخېسته. په سیمه کې به نور اسیایي هېوادونه هڅه وکړي چې خپلو حقوقو په تر لاسه کولو سره خپلې ملي ګټې او دولتونه د نورو د سیالیو ښکار نه کړي. د اډول هېوادونه به هڅه وکړي ، چې امریکا او چین دواړو سره سوله ییزې اړیکې ولري. که دواړه زبرځواکونه له زړه په سیمه کې د ثبات او سمسمکي غوښتونکی وي نو هر اړخ باید یو څو مهمې پوښتنې ځواب کړي؛ څنګه کیدلای شي چې له پوڅي ستراتیژۍ پرته په سیمه کې د هژمونۍ او پوځې کلابندۍ وېره له منځه لاړه شي؟ ایا دداسې چاپیریال را منځته کول شوني دي ،چې دواړه خواوې په کې خپلو موخو ته ورسیږي؟ که د چین جغرافیوي موقعیت،تاریخ او ارزښتونو ته وګورو نو، دې پایلې ته رسیدلای شو چې په خپل شاوخوا کط یې ستر نفوذ لري .په اسیا کې د چین د نفوذ بڼه د حالاتو او د سیمې د نورو لوبغاړو له تګلارو سره بدلون موندلی دی.تر کومه ځایه ، چې په سیمه کې د نورو زبرځواکونو د ښکېلتابه او یا د ګوښه کولو خبره ده نو، دا به په اوسمهال کې له چین سره د نورو هېوادونو په سلوک پورې تړلې وي. د اتومي جګړې د زړه بوږنوکو پایلو له امله امریکا تر ډیره بریده د ځمکني پوځ په مټ خپله جنګي ستراتیژي برابروله ، خو په دې تېرو څو لسیزو کې دا مریکا کانګرس او عامه ذهنیت په عراق،افغانستان او ویتنام کې ددې دریځ د بدلولو غوښتونکي دي. پردې سربېره اقتصادي لاملونه هم شته دی چې دداسې پوځي تګلارې په اړه یې یو شمېر امریکایان په غوسه کړي دي.اوس امریکایانو په خپله ستراتیژۍ کې ستر بدلون رامنځته کړې دی ؛ د خپلو سیالو زبرځواکونو پر ضد د ګواښونو او بندیزونو تګلار کاروي. د چین ګردچاپیره هېوادونو کې د امریکایي نفوذ شتون تل د چین په کورنۍ تګلار کې د امریکایي ښکېلاک په ډول تعبیر شوی دی.له دې امله په سیمه کې د امریکا د ملي ګټومعلومول هم د پوځي کلابندۍ په ډول ګڼل کیږي.امریکا او چین په ګډه باید د خپلې سوله ییزې سیالۍ ساحه تعریف او وپیژني.د پوځې ټکر اویو پر بل د بري د اندیښنو د مخنیوي لپاره باید دواړه خواوي له اوسني حالت سره د حکمت او منطق له نظره کار واخلي.نوربيا…

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *