د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په خپله وینا کې پر ایران د بلېسټيک میزایيلو او د منځني ختیځ له سختدریځو ډلو د ملاتړ له کبله، توندې نیوکې وکړې. له تېرې کابو یوې میاشتې راهیسې دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ پر ایران نیوکې کوي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې هم په ایران لفظي بريدونه وکړل او له ایران سره يې د ۵+۱ هېوادونو پر اتومي هوکړهلیک نیوکې وکړې.
ټرمپ د ايران په تړاو د امريکا د نوې تګلارې د اعلان په وينا کې، ايران د «سرکښ رژيم» په نوم ياد کړ او ګواښ يې وکړ، چې که له ايران سره په اتومي تړون کې جدي نواقص له منځه ولاړ نه شي، له دغه تړونه به ووځي؛ کوم څه چې د امريکا متحدين يې مخالفت کوي.
دا چې د ایران اتومي هوکړهلیک څه و، د ټرمپ د ادارې پرمهال د امریکا او ایران اړیکې د اوباما د وروستۍ دورې په پرتله څرنګه دي او که دا اتومي هوکړهلیک د امريکا لهخوا لغوه شي، په افغانستان به يې اغېزې څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.
د ایران او ۵+۱ هېوادونو هوکړهلیک
د ايران د اتومي پروګرام پر سر د امریکا او ایران ترمنځ له تېرې یوې لسیزې راهیسې خبرې اترې روانې وې؛ خو دغه خبرې په تېره بیا د حسن روحاني له ولسمشر کېدو سره ګړندۍ شوې، له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته ايران او امريکا لومړني توافق ته ورسېدل او له هغه لومړني توافق څخه څلور میاشتې وروسته بالآخره ايران او لوېدیځ په ویانا کې د اتومي موافقې په تاریخي تړون لاسلیک وکړ.
د دغه توافق له مخې به، ايران د اوږدې مودې لپاره خپل اتومي پروګرام محدودوي او په بدل کې به يې له دغه هېواد څخه نړيوال بنديزونه لرې کېږي او کبله به یې د ايران پر اقتصاد هم ډېرې مثبتې اغېزې وکړي. د بېلګې په توګه ايران ته د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بېرته ترلاسه کولو فرصت برابر شو، چې تقریباً ۱۲۰ ملیارده ډالره دي. د ایران بانکونه له SWIFT سره ونښلېدل. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال د اقتصادي بندیزونو له کبله چې د ایران د تېلو صادرات ۵۰ سلنه کم شوي وو، بېرته د زیاتېدو په لور دي. د دې ترڅنګ، ډېری نړيوال شرکتونه غواړي، په ايران کې پانګونه وکړي او ایرانی مارکېټ راخپل کړي.
کابل د ایران او (۵+۱) هېوادونو ترمنځ د دغې موافقې هرکلی وکړ؛ ځکه د تېر په پرتله کابل اوس کولای شي، چې له ایران سره په بېلابېلو لویو پروژو (لکه د چابهار بندر) کې دننه شي.
د ټرمپ د ایران تګلاره
ټرمپ هغه څوک و، چې له لومړۍ ورځې یې له ایران سره د ۵+۱ هېوادونو پر اتومي هوکړهلیک توندې نيوکې کولې. د اتومي هوکړهلیک له لاسلیک کولو وروسته، ټرمپ په ټوله کې دا يو ناکام هوکړهلیک ګڼلی و.
دغه راز ده ويل، چې که چېری دی ولسمشر شي، نو پر دغه تړون به له سره خبرې اترې پیل کړي؛ ځکه دی د دغه هوکړهلیک ټولې خواوې نه مني، په تېره بیا د دغه تړون میعاد، د بندیزونو لرې کول او د ایران د اتومي پروګرام څارنه.
د دې ترڅنګ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې ایران په نړۍ کې د تروریزم د تر ټولو ستر صادروونکي هېواد په توګه هم یاد کړ او ویې وویل، چې د ولسمشر په توګه به دی د ایران د ترورېزم جال او په سیمه کې د ایران د پراختیا غوښتنې ته د پای ټکې کېږدي.
وروسته، چې کله ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، نو بیا یې هم، پر دغه هوکړهلیک او ایران توندې نیوکې وکړې. ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په دویمه په خپل ټويټر کې ولیکل: «ایران د ړنګېدلو پر ژۍ ولاړ و، چې په دې کې امریکا راغله او د هوکړهلیک په بدل کې يې ۱۵۰ ملیارده ډالر ورکړل.» یوه ورځ وروسته یې بيا په خپله ټویټرپاڼه کې د ایران په تړاو ولیکل: «ایران له اور سره لوبې کوي، دوی نه پوهېږي، چې اوباما څومره ورسره ښه و؛ خو زه ورسره ښه نه یم.»
تېره میاشت ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وینا پرمهال یو ځل بیا پر ایران او له ایران سره پر اتومي هوکړهلیک نیوکې وکړې. د ده په وینا، دا توافق د امریکا لپاره د شرم توکی دی او لا تر اوسه د دغه هوکړهلیک په تړاو وروستۍ خبره نه ده شوې. دغه راز د ایران حکومت یې د فاسد دکتاتور او یاغي په توګه هم یاد کړ.
تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر ایران او له ایران سره پر شوي هوکړهلیک نیوکې وکړې او ویې ویل، ایران د تړون له روح سره په همغږۍ نه دی روان. د ده موخه دا ده، چې ایران اتوم ترلاسه نه کړي او له همدې کبله د دغه هوکړهلیک د برخلیک معلومولو لپاره دا د امریکا کانګرس ته لېږدوي. د دې ترڅنګ یې د ایران د «سپاه پاسداران» په نامه یاد کړل چې سوریه، یمن او عراق کې لاسوهنې کوي.
که څه هم ډونالډ ټرمپ تر اوسه دا تړون فسخه کړی نه دی؛ خو د امریکا کانګرس به یې برخلیک په راتلونکو ۶۰ ورځو کې وټاکي. که چېرې د امریکا کانګرس پر ایران بندیزونه وړاندیز کړي، نو دا به د امریکا او ایران ترمنځ تړون فسخه کړي؛ که نه نو تړون به همداسې پاتې شي.
پر افغانستان یې اغېزې
د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي هوکړهلیک فسخه کېدل به په افغانستان هم خپلې اغېزې ولري؛ ځکه له یوې خوا به د افغانستان او ایران ترمنځ د امریکا او نړیوالو بندیزونو له کبله اقتصادي راکړه ورکړه محدوده شي او له بلې خوا به د چابهار بندر کارونه هم اغېزمن کړي. دا به د ایران له لارې پر افغان صادراتو او ترانزيټ هم اغېزه وښندي؛ ځکه اوسمهال له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو له کبله د افغانستان د ترانزيټ يوه ستره برخه د ایران له لارې کېږي.
د دې ترڅنګ په نړیوال مارکېټ کې به د تېلو پر نرخونو اغېزه وکړي، چې دا به بیا هم په نېغ ډول د افغانستان پر اقتصاد اغېزې ولري؛ ځکه کابل د تېلو یوه برخه واردات د ایران له لارې کوي.
په بل اړخ کې به، د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو زياتېدل د افغانستان پر امنیت هم داسې مهال اغېزه وکړي، چې لا هم امریکايي سرتېري په افغانستان کې شته دي او افغان حکومت د امریکا د ستراتېژيک ملګري په توګه یادېږي. د ایران او افغان طالبانو ترمنځ به د ملګرتیا چینل نور هم پیاوړی کړي او ښايي د دوی ترمنځ اړیکو او ملګرتیا ته رسمي بڼه هم ورکړي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com