لعلآغا حياتي

خليلزاد چې څنګه په ظاهر کې لشم او څټلی ښکاري، په باطن کې داسې نه دی. نوموړی په يوه خوله وايي چې له مذاکراتو، سولې او تړون وروسته به بيا هم موږ د افغانستان د حکومت ملاتړ کوو او په زرګونو پوځيان به بيا هم دلته د نظام او امن په ملاتړ پرېږدو، په بله خوله وايي چې موږ (امريکا) د امارت غوښتونکي نه يو، له بل اړخه په هغه څه له طالبانو سره سلا شوی چې افغان حکومت او ملت ته د منلو نه دي.

اوس چې افغان حکومت د دوی د توافق په ځينو برخو خپله اندېښنه او غبرګون ښودلی؛ نو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو په وسيله جنګي فشار راوړي؛ تر څو افغان حکومت خپل مخالفت او غبرګون بېرته واخلي او د امريکا په لاس جوړ شوی تړون ومني، چې په دې سره به هېواد د يوې بلې  لويې غميزې په لور لاړ شي او ۴۰ کلنه جګړه به نوره هم وغځېږي.

امريکا د ځان ساتنې لپاره هره چاره ترسره کوي. په دوستۍ او دښمنۍ يې باور کول ستره تېروتنه ده. معامله يې د اصولو په سر کې راځي، د خپلو ګټو لپاره له سل کلنې دوستۍ هم تېرېدی شي؛ نو افغان حکومت ته لازمه ده، چې د دوی په هر شوم نيت ځان پوه او په تدبير سره يې مخه و نيسي. طالبان هم بايد دا ومني چې ۴۰ کلن دښمن هېڅکله نه دوستېږي. په محدوده موده کې د طالبانو د نظام ړنکول، له طالبانو د ګانټانامو ډکول، بمبار او جنګونه خو يې د ظلم او دښمنۍ کوچنۍ بېلګې دي، اوس که طالبان د آمريکا په دوه مخې دوستۍ او د قطر په څو محدودو غونډو ځان تېرباسي؛ نو ستره تېروتنه به وکړي، په وينا يې” که افغان حکومت او اوسنی نظام د امريکا په دوستۍ غلام او بې بقا دی” نو طالبان به د امريکا په دوستۍ او ورسره د جوړجاړي په صورت کې د غلامۍ لقب ترلاسه کړي. نن که امريکا د طالبانو سره د جوړجاړي په پار د افغانستان جوړ نظام له منځه وړي، سبا به د يوې بلې معاملې په ترڅ کې طالبان وځپي لکه د تېر په څېر. هر افغان( ملت، حکومت، طالبان) بايد دا ومني چې آمريکا د نړيوال ټروريزم سرچينه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *