استاد سنګروال

 استاد شهسوار سنګروال |

د امريکا د متحده ايالات ود بهرنيو چارو وزير مايک پامپېيو د جون په شپاړسمه نېټه وویل، متحده ايالتونه غواړي چې له طالبانو او افغان حکومت سره د افغانستان د سولې په تړاو خبروکې ګډون وکړي …د امريکې د بهرنيوچارو د مرستيالې وزيرې اليس ويلزپه مشرۍ امريکايي پلاوي د جولاې په دري ويشتمې نېټې په دوحه کې د طالبانوله سياسي استازوسره خبرې وکړې …طالب مشر مولوي شېرعباس ستانکزي دغه خبرې ګټورې وبللې…د ډيلي ټايمز ورځپاڼې د يوه طالب مشرله خولې وېلې دي، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره خبرې روانې دي…په کابل کې د برېتانې سفيرهيله ښودلې ده، چې سوله کېدونکې ده.

…که چېرې دسولې په تړاودواړه غاړې ښه نېيت ولري،خودنېيويارک ټايمزدراپورله مخې،چې دټرمپ له قوله کښلي،بايد دافغانستان پوځونه،له هغوسيموووځي،چې دخلکوګڼه ګوڼه پکې لږه وي…که چېرې له دې نه موخه داوي،چې طالبان خپلې کورنۍ له پاکستانه راواړوي اوپرته له پوځي فعالتونودسولې سيمې اعلان شي خوډېرښه اوکه په دغوسيموکې دبېلابېلوهېوادونوترهګرځاې پرځاې شي له ګټې به يې زيان ډېروي …!؟موږديته ورته تجربه لرو،چې هغه دډاکترنجيب اله دواک زمانه وه…هلته هم دنجيب دمخاليفونواودلته هم دغني دمخالفينوترمينځ کړکېچ اواخ وډب په ورته بڼه شتون لري…

د ډاکتر نجيب الله د واک په مهال د ده مهمه لاسته رواړنه د ملي روغې جوړې تګلاره وه، ولې دا چې پدې لاره کې دی څومره بريالی وه، د پوښتنې وړ ده ؟

نوموړي له خپلو سيالو، تنظيمي جنګياليو سره روغه جوړه غوښته، ولې دې ته يې پام نه وه چې لومړی يې بايد له کارمليانو سره او دويم يې د خلقيانو له هغې ډلې سره په سر کې له ګلاب زوی او تڼي سره روغه جوړه کړې وی. ده چې کله کشتمند، بريالی، کاوياني، لايق، مزدک، وکيل… خپل نکړل او په خلقيانو کې ګلاب زوی سفير کړ او تڼی يې کوتا ته اړ کړ، هغه وه چې خپلې مټې پخپله پرې کړې.

خو دا چې ده غوښتل له تنظيمي مشرانو سره روغه جوړه وکړي د خپلو ګوندي ملګرو په پرتله ورته ګرانه وه. دا ځکه چې: «د افغانستان د سياست په اړه سي آی اې په دې رضا وه چې هغه د پاکستان استخباراتو ته خوشې کړي. حتی که د دې مانا دا هم وي چې په کابل کې خپل لاسپوڅی حکمتيار په څوکۍ کېنوي، نو څه؟»([1]) غوره به وه چې ولسمشر لومړی کور دننه يو باثباته مرکزي حکومت بنسټ ايښی وی او بيا يې له پاکستان سره د ملي روغې جوړې خبرې غبرګې کړې وی.

دا په دې مانا چې تنظيمونه په خپل سر د دې جوګه نه ول چې پرته د پاکستان له حکومت نه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي دا ځکه همدغه پاکستان وه، چې د تنظيمونو په استازيتوب يې د ژينو موافقه ليک يې لاسليک کړ…همداشان طالبان هم پرته له پاکستانه پرېکړه نشي کولی ،داځکه،چې دډېروطالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي اوبله داچې پاکستان ورته وسلې اوپېسې ورته تهيه کوي…

ولې بيا هم په ټوله کې د ملي روغې جوړې د تګلارې نوښت د پام وړ وه او په دې تړاو له سياسي لوري سره يوشمېر خبرې اترې ترسره شوې چې څو بېلګې يې دا دي:

۱ – له مجاهدينو، يوشمېر تکنوکراتانو او ان د ظاهر شاه له استازو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې وشوې. د حکومت لومړنی پلاوی چې په دې کې سليمان لايق اسلم وطنجار (د مخابراتو وزير)، نجم الدين کاوياني، د امنيت وزير فاروق يعقوبي ګډون درلود د ياسر عرفات په مينځګړيتوب د ګلبدين حکمتيار د تنظيم له استازو عبدالقدير کرياب، غيرت بهير، همايون جرير سره په بغداد کې د فلسطين د سفير په کوربه توب خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې له ياسر عرفات نه پرته د هغه سلاکار ابو خالد، په بغداد کې فلسطيني سفير اعزام الاحمد ګډون درلود. په امريکا کې د مېشتو کډوالو په «استازيتوب» يو درې کسيز پلاوي (د ضياء نصري په ګډون) کابل کې له چارواکو سره وليدل. د حضرت مجددي يوه استازي (ګلاب ننګرهاری) د نجيب الله استازي سليمان لايق سره په تورخم کې وليدل. همدارنګه د نجيب د خور مېړه وکيل نېک محمد په ۱۹۸۷ کال د حضرت صبغت الله مجددي له استازو سره په پارس کې وليدل او د افغانستان د سياسي حل په اړه خبرې وکړي. همايون شاه اصفي او ولي احمد نوري هم د سولې ناکامې هڅې پيل کړې خو کومه پايله يې ترلاسه نکړه، که څه هم ده له حضرت مجددي، پير ګيلاني او مولوي محمد نبي سره وليدل او بيا په پټه کابل ته لاړ او هلته يې له نجيب سره خبرې وکړې که څه هم اصفي د ظاهرشاه استازی نه وه، خو د دې پلوی وه چې واک په بشپړه توګه هغو ته ولېږدول شي. نجيب الله دا غوښتل چې ظاهرشاه په يوه ايتلافي حکومت کې غوښنه برخه ولري ولې په دې يې ټينګار کاوه چې د دفاع، کورنيو چارو، او د امنيت وزارتونه بايد د وطن ګوند په واک کې وي.

همايون شاه په ۱۹۹۲ کال، لانجيب په واک کې وو چې د مرکزي کمېټې له منشي نجم الدين کاوياني سره په پارس کې وليدل، اصفي ورته په ډاګه وويل: تر هغې چې نجيب له واک نه لاس په سر نشي، د سولې خبرې ناشونې دي.

کاوياني هم ورته ځواب ورکړ او ورته وې ويل:

«د نجيب لرې کېدل ګوند ته کوم پرابلم او ستونزه نده.»

دا هغه وخت دی چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره د واک په سر خبرې کړې وې.

يعقوبي په ۱۹۹۲ کال په ژينو کې د پاکستان د استخباراتو له ريس حميد ګل سره چې د اسلامي ګوند د دوست په توګه يې ټټر وهلی وه خبرې اترې وکړې خو کومه غوڅه پايله يې نه درلوده.

له دېنه يو کال دمخه د ۱۹۹۱ کال په پای کې محمد اسحق توخي د نجيب په استازيتوب د افغانستان له پخواني صدراعظم ډاکتر محمد يوسف، صبغت الله مجددي او سردار عبدالولي سره وليدل، پدې تړاو شوروي چارواکو هم په روم کې له سردار ولي او محمد ظاهرشاه سره هم ليدنه کتنه پيل کړې وه. خو پخوانی پاچا په دې پوهېده چې د ده په واک سره هم وسلوال تنظيمونه په سرکې اسلامي ګوند، اسلامي جميعت، اتحاد اسلامي… د پاکستان د حکومت په ګډون په ارامه نه کېني نو ځکه يې زړه دېته نه ښه کاوه چې يوځل بيا د افغانستان پاچا شي.

له دې سربېره پخپله نجيب الله هم د سويس په هېواد کې له پير سيد احمد ګيلاني سره وليدل چې پاچا دېته وهڅوي د افغانستان په سوله کې خپله ملي او هېوادنۍ دنده ترسره کړي.

دې خبرو په پاکستان کې په I.S.I او بنسټ پالو تنظيمونو اور بل کړ، چې ګني د دوی هاندې هڅې په اوبو لاهو شوې.

نجيب الله په کابل کې د احمدشاه مسعود له کاکا سره (ويل کېده)هم وليدل چې د خپلې اغېزې له مخې مسعود خبرو ته را مات کړي.

د نجيب له ټولو وروستنۍ ليدنه چې په لوړه کچه ترسره شوه هغه په ژينو کې له پير سيد احمد ګيلاني سره وه، که څه هم د پير له وراره اسحق ګيلاني سره هم په کابل کې وليدل. د اسحاق ګيلاني د خولې کيسه ده، (ماته د ده د ماما زوی «ارشاد» وکړه) چې ما له نجيب او يعقوبي سره وليدل او بيا مو په کرغه کې په ټوپک نښه وويشته خو ما ترې ميدان يووړ، کله چې په دا سبا راتلم د نجيب په کور کې چې له هغه سره يوځای سبا ناری وکړ. بيا نجيب را ته وويل:

اغا صاحب په بکس کې دې څشی دي؟ ما ورته وويل دا دی کلۍ واخله وې ګوره.

کله چې هغه بکس خلاص کړ ومې ليده چې يو څه يې په بکس کې را ته کېښودل. هغه مهال چې الوتکه والوته بکس مې خلاص کړ ومې ليدل دېرش (۳۰) زره ډالر پکې ايښي ول. همدا راز ويل کېده ماڼوکي منګل د ننګرهار په کوټ کې له قاضي وقاد سره وليدل چې د حکمتيار په وړاندې وهڅوي، نو منګل هم هغه ته په لسګونه زره ډالره ورکړل.

د ملي روغې جوړې دا ټولې هڅې هغه مهال په اوبو لاهو شوې چې د کارمل ډلې له احمدشاه مسعود سره اړيکې ټينګې کړې او د جبل السراج د موافقه ليک له مخې د نجيب الله حکومت را نسکور شو.

۲ – د نجيب الله د وروستيو هلو ځلو په لړ کې د ده يو لومړنی کار دا وه چې حسن شرق د يوه ناپېيلي کس په توګه د هېواد صدراعظم وټاکي.

شرق داسې انګېرله چې دا دي يوځل بيا د محمد داود خان له واک نه وروسته يوه مهم مقام ته ورسېد، نو په ډېرې خوښۍ يې کار ته مټې را بډ وهلې. ولې دی په دې نه پوهېده چې په حکومت کې را ولاړې شوې ستونزې د چوکۍ په سر دي. ګونديانو په سرکې کشتمند دی دېته پرېنښود چې د پام وړ بری ترلاسه کړي. نوموړي پخپله هم په خپل کتاب «کرباس پوش های برهنه پا» کې ليکلي:

« زه په ۱۹۸۸ کال د مې په مياشت کې صدراعظم شوم خو د کابينې نيم وزيران له پخوانۍ کابينې نه را باندې تحميل شول.»

نجيب يو شمېر چوکۍ اپوزيسيون ته پرېښودې، ان دا چې د دفاع وزارت يې په تشريفاتي بڼه احمدشاه مسعود ته پرېښوده. حسن شرق چې د مخه له کې – جي – بي سره اړيکې لرلې، په دې فکر کې شو چې ګني نجيب د مجاهدينو لپاره د منلو وړ ندی. شوروي ته سفر وکړ چې دی بايد دهغه ځای ناستی شي.

کوم وړانديزونه چې حسن شرق شوروي چارواکو ته کړي ول، د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شېوارد نادزي نجيب الله ته مخ کې کېښول.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نجيب الله که له يوې خوا دغه نېټه د هېواد د نجات ورځ اعلان کړه خو له بلې خوا يې په افغانستان کې بېړنۍ حالت هم اعلان کړ. بيا يې د همدې پلمې له مخې شرق لرې کړ او پرځای يې يوځل بيا سلطان علي کشتمند صدراعظم وټاکه.

۳ – نجيب الله د ملي روغې جوړې تر سرليک لاندې هڅه کوله چې د سيمې هېوادونو او ملګرو ملتو ته په ګوته کړي چې دی خپلو هڅو ته ژمن دی، نو ځکه يې په همدې بنسټ فضلحق خالقيار د صدراعظم په توګه دې ته وګماره چې خپل حکومت جوړ کړي. د کارمل بېرته راتګ او د کشتمند بيا لرې کېدل، نجيب الله ته يو لوی ګواښ پېښ کړ.

فضل حق خالقيار نيم سړی وو. د ده لا هغه ټپونه جوړ شوي نه ول چې په هرات کې د تسليمانو په يوه پېښه کې زخمي شو.

دی هم لکه حسن شرق غوندې د وطن د ګوند له خوا په سياسي کلابندۍ کې ايسار وه. دا ځکه چې محمود بريالی د صدارت د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شوو نور مرستيالان يې عبدالصمد سليم، محمد انور ارغنديوال او عبدالقيوم نورزی ول.

د ښوونې او روزنې وزيره عصمتي وردګ وټاکل شوه.

غلام محي الدين دريځ عدليه وزير، داکتر مهر محمد اعجازي د روغتيا، عبدالوکيل د بهرنيو چارو، راز محمد پکتين د کورنيو چارو او محمد اسلم وطنجارد دفاع وزير، محمد حکيم د ماليې، صالحه فاروق اعتمادي د ټولنيزو چارو وزير،محمد صديق سيلاني د اسلامي ښوونو او اوقاف،محي الدين شهباز د کرنې، محمد انور دوست د خفيفه صنايعو او غذايي موادو، فقير محمد نېکزاد د ساختماني چارو، عبدالصمد صلاح د کانو او صنايع، ودير ساپی د ملکي هوانوردۍ، ديپلوم انجينر سيد محمد نسيم علوي د مخابراتو، مير عبدالغفور رحيم د ابو او برېښنا، احمد بشير رويګر (پرچمى) اطلاعاتو کلتور، محمد انور شمس د لوړو مسلکي زدکړو، فتح محمد ترين عودت کوونکو ذکيم شاه د سوداګرۍ چارو، حيات الله عزيزي د کليو د بيا ودانولو، خليل الله د ترانسپورت، نور احمد بړېڅ مشاور، ډاکتر شاه ولي مشاور، سيد احمد پيګير مشاور، فقير محمد يعقوبي مشاور، وزيران وټاکل شول. چې په دغه ليک لړ کې لس تنه د وطن د ګوند غړي ول او نور ناګونديان ول، خو د دولت له مخالفينو څخه نه وو.

۴ – د نجيب الله د واک په مهال يو شمېر داسې ډله ييزې خپرونې او رسانۍ هم مينځ ته راغلې چې د دموکراسۍ پېښې پکې تر سترګو کېدې.

له دې سربېره يو شمېر سياسي ګوندونه هم د سياست ډګر ته را ووتل او د دولت لخوا ورته د دولت د څارنې پر بنسټ لاره پرانستل شوه، چې موږ دغه ګوندونه د ساري په توګه يادولی شو:

1-د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د «وطن» پنوم.

2-سازا، د محبوب الله کوشاني په مشرۍ ګوند.

3-سزا، د حمدالله ګران په رهبرۍ…

4-اسلامي ګوند، د عبدالستار سيرت په ښودنه…

5-د دهقانانو د عدالت ګوند (عبدالحيکم توانا)

6-د همبستګۍ په نوم ګوند د سرور نورستاني په مشرۍ.

7-کجا، د عبدالعزيز تره خېل په رهبرۍ.

8-د انصار الله اتحاديه د سفر محمد خادم په مشرۍ.

9-د افغانستان د ملي رستګارۍ ټولنه د پوهاند محمد اصغر په مشرۍ.

يو شمېر داسې خوځښتونه هم ول چې د پرچم ډلې د يو شمېر پخوانيو مشرانو تر سيوري لاندې يې د توکميزو ناروغيو او ناندريو له لارې فعاليت کاوه. په دغو ډلو ټپلو کې داسې کسان ول چې ددولت پر وړاندې وسلوال بريدونه کول، ولې يو شمېر په پټه د دولت له چارواکو سره په دې تړاو چې امتيازات ترلاسه کړي لاره درلوده، چې موږ د ملي جنبش، وحدت ګوند، اسلامي جميعت، د محسني تر مشرۍ لاندې د حرکت ګوند، ملي محاز، د ملي نجات جهه، د ازاد بېګ په مشرۍ د شمال ټلواله او نور يادولی شو.

په دولت کې داسې وسلوالې پوځي ډلې هم وې چې د ملېشاوو پنوم او د پوځي ځواک په نوم يې ځانګړی ځواک او واک درلود، لکه د جنرال دوستم په قومانده ۵۳فرقه، سيد منصور نادري په رهبرۍ ۸۰ فرقه، د حيرتانو «۷۰» مه ميکانيزه لېوا، د دهدادی ۱۸ فرقه او نورې وړې وړې ډلې د يادولو وړ دي.

۵ – نجيب الله دغه ټول ګواښونه په سترګو ليدل، خو د کابو کولو بشپړ واک يې نه درلود. دغه ګواښ هغه مهال زيات شو چې تڼي د کودتا هڅه وکړه.

له دې سر بېره د خوست جګړه، په يوې پوځي اډې کې چاودنه په پای کې د خوست نيول (۱۹۹۱ کال) د ارزګان په ولايت کې د (۱۹۹۰) ترينکوټ پېښه، د دولت لخوا د يو شمېر ولايتونو پرېښودل چې په دې سره د هېواد لويو ښارونو د واک کلابندي مينځ ته راغله د پوځي ګواښ سره سره چې له يوې خوا د تنظيمونو وسلوال بريدونه ول او له بلې خوا د افغانستان حکومت خپله وړتيا او پوځي مورال له لاسه ورکړی وه، د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان د سولې هڅې چټکې کړې او نجيب الله هم پدې هڅو ډېره ډډه ولګوله.

د بينن سيوان هڅې
کله چې ګورباچف د سياسي رغاونې کار چټک کړ، يو شمېر زړو کمونستانو د کې – ج – بي د يوشمېر غړو په ګډون په ۱۹۹۱ کال د اګست په ۱۹ نېټې، د يو شمېر سخت دريځو پر مټ د کودتا هڅه وکړه، چې ګورباچف له واک او ځواک نه کوښه کړي، خو کودتا له ماتې سره مخ شوه.

ګورباچف او د کابينې غړي د پخوا په پرتله لا دېته ژمن شول چې د واشنګټن له چارواکو سره غاړه يوسي. د دوی لومړی سر خوځونه دا وه چې په افغانستان کې به د نجيب الله حکومت سره مرسته نه کوي.

د بوش کابينې هم ژمنه وکړه چې له وسلوالو تنظيمونو سره به له پوځي مرستې لاس اخلي د ډسامبر په ۱۳نېټې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جيمز بيکر او د شوروي د بهرنيو چارو وزير بوريس پانکين، په کډه دا ژمنه وکړه چې له افغان حکومت او افغان ياغيانو سره به له ۱۹۹۲ کال د جنوري له ۲ دويمې نېټې نه وروسته د وسلو له استولو ډډه کوي.

نجيب الله لا دمخه په دې پوه شوی وه چې په ۱۹۹۱ کال يې «د يوه ځانګړي ليک په ترڅ کې شېواردنادزه ته کښلي وو، ما نه غوښتل چې جمهور ريس شم، تاسو زه دېته وهڅولم او له ما سره مو د مرستې ژمنه وکړه. اوس ما او د افغانستان جمهوري نظام پرته له کوم برخليک نه پرېږدي…»([2])

د شيبارشين په اند نجيب الله هغه څوک وو چې په شوروي يې بشپړ باور درلود: «دی حاضر وو چې د شوروي له ګټو دفاع وکړي.»([3])

شوروي چې دی په سپين ميدان پرېښود او چايې خبره نه اورېده، که څه هم وروسته پېښو وښوده چې د ده ځنې څرګندونې د هغه مهال لپاره ډېرې مهمې وې. خو نوموړی له سياسي نهيلۍ سره لاس او ګرېوان وو. سټيوکول، په تاجکستان کې د امريکا سفير ايډ مند مک ويليم له خولې کاږلي دي چې:

«ما واشنګټن ته د تليفون په کرښه وويل، د کابل د سقوط په تړاو، د ډېر وخت نه وړاند وينه کېده او اوږده موده ځنډېدلی وو، اوس هغه وخت را رسېدلی دی. مانا دا چې تاسو به د کابل له غميزو ډکې پېښی پخپلو سترګو وګورئ. نجيب الله دا هرڅه په خپلو سترګو ليدل چې ګام په ګام د ده وسلوال سيالان را نږدې کېږي، نو ځکه ده په ارګ کې خبريالانو ته دا خبره په ډاګه وکړه:

«افغانستان، متحده ايلات او متمدنه نړۍ يوه ګډه دنده لرو چې د بنسټ پالنې پر وړاندې ګډه مبارزه پيل کړو. که چېرې بنسټ پالنه په افغانستان کې ځای ونيسي… افغانستان به د نړۍ د مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ په مرکز واوړي.([4])

په نجيب الله خپلو نږدې ملګرو د پرچم ډلې هم باور نه کاوه له هېواد نه بهر خپل نږدې دوست شوروي اتحاد ته هم دی نور د پام وړ نه وه، مسکو لادمخه احمدشاه مسعود سره ګډه ژبه پيدا کړې وه او د کابل ډله يې هم دېته ګومارلې وه چې د مسعود ملاتړ وکړي.

«نجيب الله راتلونکې ليدله خو هېڅوک يې هم نه وو چې خبره يې واوري… د هغې مياشتې په بهير کې د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان له نجيب الله سره په اوږدو خبرو بوخت وه. سيوان هغه دېته هڅوه چې له کاره ګوښه شي او خپل ملاتړ د يوه سوله ييز انتقالي حکومت له جوړولو سره اعلان کاندي.

ښايي په پای کې د حکمتيار په څېر بنسټ پاله تجريد شي. نجيب الله دا خبره ومنله او د ملي تلويزيون له لارې د هغه وينا کې راغلي ول، هغه شېبه چې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې يوځای ناستی حکومت جوړ شي، له ولسمشرۍ به استعفا وکړي.»

د ده يوه لويه سياسي تېروتنه هم دا وه چې په دې څرګندونو يې خپل پوځي ملاتړ له لاسه ورکړ، ځکه چې د استعفا د کلمې په اورېدو ټول وسلوال ځواکونه بېر وحې شول، چې ګني د چا لپاره جنګېږي او د څه لپاره ځان وژني؟

په دولت کې دننه کړيو په سر کې شمالي ټلواله، د کارمل د ډلې په شمول لادمخه دېته کابو وه چې د نجيب سياسي پښه وښويېږي نو دوی به يې ځای ناستي شي.

پدغه پړاو کې چې کومې سياسي او پوځي تېروتنې مينځته راغلي لاملونه يې دا دي:

۱ – نجيب الله داسې کوم نړيوال او عملي تضمين چې د افغانستان سياسي او پوځي واک او ځواک يې د اتلافي او يا د لنډمهاله حکومت تر جوړېدو پورې خوندي کړي وي تر لاسه نکړ.

۲ – د نجيب الله يوه بله تېروتنه دا وه چې کارمل ته يې اجازه ورکړه بېرته هېواد ته را ستون شي.

ده پدې سره يو شمېر خلقيان او يوشمېر پرچميان له ځانه خوابدي کړل. په کابل کې شوروي سفير، ای اوسترونيکو پراوډا ته (۱۳/۴/۹۳ وويل نجيب الله د ۱۹۹۲کال په پيل کې خپلې ريښې پخپل لاس پرېکړې، نه يوازې مجاهدين د ده پر ضد وو، بلکې خپل نږدې ملګري د ده پر ضد شول. چې موخه يې کارمل او د کارمل ډله ټپله وه.

۳ – سره د دې چې نجيب پوهېده ولې بيا هم محمود بريالی، فريد مزدک او کاوياني ته يې ډېر واک ورکړی وه. ان تر دې چې نجيب جمعه اڅک مزار ته استولی وه چې پېښې تر ګروت لاندې راولي ولې د يادو کسانو په سپارښتنه موءمن په حيرتانو او دوستم په جوز جان کې د اڅک واک وګواښه. که څه هم نجيب الله د موءمن پر ځای ډګروال ستار بشرمل حيرتانو ته واستوه خو جنرال دوستم هغه بندي کړ.

نجيب الله بيا هم موءمن کابل ته وغوښت، خو دوستم نه يوازې هغه پرېنښود بلکې نجيب الله ته يې وويل چې جمعه اڅک کابل ته وغواړي.

۴ – دا د کودتا لومړی ګواښ وه چې د نجيب الله حکومت يې ولړزوه. ده ته يو شمېر کسانو سلا او مشوره ورکړه چې هوايي ځواک وکاروي خو د کارمل ډلې هغه دېته نه پرېښوده.

د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان دا پېښې له نږې څخه څارلې، نجيب الله يې هم له خپلو ملګرو وېروه او هم يې له تنظيمونو دا یې هغه ته يوه غوره لاره ګڼله چې د ملګرو ملتو پنځه فقريزه پلان ته غاړه کېږدي.

۵ – د ملګرو ملتو سرمنشي پير يزديکويار په ۱۹۹۱ کال د مارچ پر ۲۱ نېټې په افغانستان کې د سولې لپاره د يوه بېپرې حکومت د جوړولو وړانديز وکړ.

چې دغه وړانديز بيا په «پنځه فقرييزه» پلان نامتو شو او مهم ټکي يې دا وو.

١-د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکي، ناپيليتوب او د اسلامي هويت ساتل او په ټوله کې د افغانستان د خلکو د ارادې تمثيل.

٢-له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته د يوه خپلواک دولت جوړول د يوه پيا وړي سياسي، اقتصادي او ټولنيز نظام بنسټ.

٣-دغه نظام او حکومت بايد پراخ بنسټه وي. خو لومړی يوې لنډمهالې انتقالي دورې ته اړتيا ده چې د افغانانو د خپل مينځي خبرو په پايله کې به مينځ ته راځي.

٤-په افغانستان کې د جګړې پر دواړو ښکېلو غاړو د وسلو درولو بنديز او په دې تړاو يوه ګډه موافقه.

٥-د افغانستان د کډوالو مالي ستونزو ته لاس رسی، هېواد ته په خپله خوښه ستنېدل او د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزو چارو بيا رغاونه.

نجيب الله چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې پخپلو سترګو ليدلې، د دې پرېکړې هرکلی وکړ. ولې د پاکستان حکومت په ښکاره د ملګرو ملتو د پرېکړو درناوی کاوه ولې په پټه يې تنظيمي مشرانو په سر کې بنسټپالو ته سپارښتنه کوله چې د نجيب حکومت په زور چپه کړي.

کومې سياسي پوځي او اقتصادي ستونزې چې نجيب الله د حکومت په چارو کې لرلې، دا رنګه ستونزې تنظيمي چارواکو نه درلودې، د تنظيم هر چارواکي پيسې هم درلودې او وسلې هم. له دې سربېره د بهرنيو هېوادو له مرستو نه دومره برخمن ول چې هم پاکستان شتمن شو او هم د تنظيمونو مشران، نو ځکه خو دوی دېته ژمن ول چې د نجيب الله حکومت په زور چپه کوي. حکمتيار پدې تړاو داسې کښلي دي:

«بينن سيوان نجيب په دې قانع کړو چې مجاهدين اتلافي حکومت نه مني بايد په غير اتلافي موقت حکومت توافق وشي، زموږ طرحه دا وه:

١-د نجيب د خپلې استعفی له اعلان سره توافق…

٢-د غير متنازع فيها شخصيتونو څخه د يو موقت حکومت جوړ شي.

٣-له پوځ او پوليس نه پرته دې ټول مسلح قطعات منحل شي.

٤-د موقت حکومت په دوران کې دې د يوه مستقل انتخاباتي کمسيون په ذريعه په شپږو مياشتو کې انتخابات ترسره شي.»([5])

بينن سيوان، نجيب الله سره ژمنه کړې وه چې دی به روغ رمټ له افغانستان نه باسي، هغسې هم نوموړي ۴۳ورځې دمخه خپله مېرمن او لوڼې هندوستان ته استولې وې. خو بنين سيوان د دې وس ونه موند چې دی له ځان سره بهر ته بوځي. (ريښتې کيسه، د نجيب په تړاو کولى شئ په ٦٢٣ مخکې ولولئ)

دا چې د نجيب الله د تلو مخه ډب شوه څو لاملونه يې د پام وړ دي:

١-د کارمل ډله چې د نجيب الله سره په ښکاره ډېره نږدې وه، هغوى هم د دې لپاره چې د هغه له کړو وړو خبر شي، نو خکه يې د هغه د تلو مخه ونيوه.

٢-له نجيب الله سره د کې – جي – بي ډېر پټ رازونه وو، نو ځکه شوروي چارواکو، د کارمل ډلې ته سپارښتنه کړې وه چې د نجيب د تښتېدو مخه ونيسي.

٣-خپله نجيب الله هم په دې پوهېده چې، که چېرې ونه وځي د پېښو قرباني به شي… نو ځکه نوموړی له هوايي ډګره بېرته را وګرځول شو او بيا يې د ملګرو ملتو په دفتر کې پناه واخسته.

بينن سيوان پخپلو ژمنو ونه درېد يا يې په وسه پوره نشوه او يا د دې لامل له يوې خوا دا وو چې دی د نواز شريف يانې د پاکستان د صدراعظم تر اغېز لاندې وو، او له بلې خوا د سيمې د هېوادو د چارواکو او استخباراتي کړيو هاندې هڅې وې چې غوښتل يې د ملګرو ملتو پنځه فقريزه پلان شنډ کړي.

«په پېښور کې د آی اس آی د مشر دراني او شهزاده ترکي په مشرۍ د يوه انتقالي حکومت د جوړولو لپاره خبرې د پټو ورونو شا ته روانې وې. سعودي علما وو ژر ورودانګل چې ديني فتوا يې ورکړي.

پټر تامسن او بينن سيوان هڅه کوله شهزاده ترکي پدې قانع کاندي چې د يوه پراخ بنسټه سياسي حل ملاتړ وکړي خو د ترکي چلن سوړ وو.»([6])

د نجيب الله چې ډېره ډډه يې د دولتي امنيت په وزير يعقوبي کوله هغه هم د مزدک د ورور جنرال يار محمد له خوا ووژل، د اسحق توخي کور هم کلابند شوی وه. هغه وو چې نجيب، توخي دنجيب ورور احمدزى، دتوخي دکورنۍ او د نجيب ياور په هوايي ډګر کې د دوستم د ملېشاو له خوا چې جنرال عظيمي په سپارښتنه، يوه ورخ دمخه د کابل هوايي ډګر ته را رسول شوي ول ونيول شول چې له بابته يې د ملګرو ملتو په دفتر کې پناه واخسته او د بينن سيوان خبرې هم ماتې سره مخ شوې…داچې دبنينسيوان خبرې دماتې سره مخ شوې.لويه ستونزه يې له يوې خواکورنۍ سياسي ناخوالې وې اوله بلې خوابهرنۍ لاس وهنې…!؟

هغه مهال،چې دحامد کرزي اوبيا وروسته داشرف غني دواک په وخت له پاکستاني چارواکوسره خبرې کېدې،سرتاج عزيزهم داخبره کوله،چې طالبانوته بايد يوشمېرسيمې خوشې شي…دااوس اوس ګلب الدين حکمتيارهم ورته خبره راغبرګه کړه،چې طالبانوته بايد افغان حکومت يوشمېرسيمې پرېږدي…

دابه ډېرله وخته دمخه وي،چې دامريکاپه نېيت وغږېږو،چې له طالبانوسره دامريکا خبرې څومره دسولې له پاره ګټورې دي…؟ولې يوه خبره چې ډېره موهمه ده هغه په افغانستان کې سراسري سوله ده،چې افغان ولس ورته له هروخت نه زياته اړتيا لري…!!

[1] سټيوکول ۲۵۳ مخ.

[2] پروفيسور قارييف ۱۹۴ مخ.

[3] ليو نيد شيبارشين ۲۰۶ مخ.

[4] سټيکول ۳۳۸ مخ.

[5] حکمتيار پټې توطيې بربنډ څېرې ۷۳ مخ.

[6] سټيوکول ۳۴۰ مخ.

2 thoughts on “د امريکا وروستۍ پرېکړه، د وخت د شوروي اتحاد، له پرېکړو سره د پرتلې وړ ده؟”
  1. هغوی چه تاریخ نه مطالعه کوی زړی تیروتنی تکراروی. اوهغوی چه تاریخ مطالعه کوی نوی تیروتنی کوی

    Those who don’t read history, they make the same mistakes and those who read history they make new ones.

  2. سلام
    بنین سوان دومرہ بی کفایتہ سری وہ چی حد نہ لری ھغہ کلہ چی پہ اسلام آباد کی دافغانو قابلی پلو وخور نور ھم بی سیاستہ شو تاسی وگوری د ملگرو ملتو یو اوچت مسول پہ عادی کور کی میلمستیا کی گدون کوی خکہ چی د ان جی او او ستینگرو پلورلو کی لہ نوم استفادہ کیدہ
    بنین سوان وہ چی د کابل جکومت تہ یی د شش گانہ او پنج گانہ لوبی را پیداکری او امو چیزیں پہ قدرت کیناوہ چی کابل یی پہ کندوالہ بدل کر د سیاست پہ اماتورانو کی نجیب گاو ھم احسا ساتی سری وو اوس خلک پہ ٹپوس دوستم باندی خبری کوی او لہ دی میان تھی نہ یی3 یو ستر براس تیار کری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *