تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره له کتنو وروسته وویل، هیله لري چې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې به بېرته ښې شي.

مایک پامپیو د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتنې په مهال وویل چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره یې ښې خبرې لرلې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا روانه اوونۍ پاکستان ته ۳۰۰ ملیون مرسته لغوه کړه او پاکستان وویل چې له پامپیو سره به د دغو پیسو په اړه، چې اسلام اباد یې پر امریکا خپل پور بولي، خبرې وکړي.

له عمران خان سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې په مهال د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم حاضر ول.

له ښاغلي پامپیو سره په دې سفر کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد هم ملګری دی.

پامپیو او ملګري یې له پاکستاني چارواکو سره له کتنې وروسته هند ته لاړل.

په هند کې به له دوی سره د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس ملګری شي.

مخکې تر دې چې پامپیو له صدراعظم عمران خان سره وویني، ده د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ۴۰ دقیقې خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې کتنه کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو خبرې وشوې.

قریشي د دوه اړخیز اعتماد پر اساس د امریکا او پاکستان د اړیکو پر بیا ټینګېدا ټینګار وکړ.

One thought on “د امریکاد بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني مشرانو سره له خبرو وروسته هند ته لاړ”
  1. دا څنګه خبر وړاندی کوی؟
    تاسی یوه افغانه رسنی یاست
    هغه څه وایاست چی زموږ په ګټه وی
    دلته ټولی خبری د عکس په شمول د پاکستان
    په ګټه وی
    تاسی به داسی کومه پاکستانی رسنی پیدا
    نکړی چی د افغانستان په ګټه خبر پورته کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *