تاند- په کندوز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې په غورځول شوي بم د دغه روغتون درې ډاکتران وژل شوي او دېرش تنه نور بې درکه دي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې نن /شنبه/ وویل چې په کندوز کې د دوی پر روغتون د تېرې شپې په ۲ بجې او ۱۰ دقیقې د هوايي حملې په نتیجه کې درې ډاکتران وژل شوي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا پوځ، چې د کندوز په روانه جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، وویل چې په دې اړه تحقیقات کوي چې ولي د دوی الوتکې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون بم غورځولی دی.

د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه دوه بجې او ۱۵ دقیقې د دوی الوتکې د ځینو کسانو پر ضد، چې خطرناک ګڼل کېدل، حمله کړې ده او دا ممکنه ده چې د بم ټوټې روغتون ته زیان اړولی وي.

خو د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ویلي چې د دوی طبي کارکوونکي شپه او ورځ د جګړې د قربانیانو د درملنې لپاره کار کوي:«موږ ته دې هوايي حملې سخت ټکان راکړی دی.»

دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په کندوز ښار کې تراوسه پوري ۳۹۴ ټپیان درمل کړي دي.

خبرپاڼه همداراز وايي:«کله چې تېره شپه هوايي حمله کېده، موږ په روغتون کې ۱۰۵ تنه بستر لرل او د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې ۸۰ کارکوونکي او پرسونل په روغتون کې موجود وو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *