تاند- هغه افغان عسکر، چې د سې شنبې په ورځ یې یو امریکايي جنرال وواژه او پنځلس نور پوځیان ژوبل کړل، تر حملې مخکې په تشناب کې پټ شوی و.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ملي اردو یوه چارواکي وویل چې دغه افغان عسکر، چې رفیق الله نومېده، د ناټو ځواکونو په ماشینګڼ امریکايي جنرال هارالډ ګرین وواژه او د یوه جرمني جنرال په ګډون یې ۱۵ نور پوځیان ټپیان کړل.
تراوسه د رفیق الله، چې په ځوابي ډزو ووژرل شو، د حملې علت نه دی څرګند او په دې باب پلټنې او څېړنې دوام لري.
د تورنجنرال ګرین مېرمن د امریکا په یوه پوځي پوهنتون کې استاده ده.
رفیق الله، چې عمر یې شاوخوا شل کاله و، څه باندې دوه کاله پخوا د افغانستان په ملي اردو کې شامل شو.
نوموړی د پکتیا ولایت اوسېدونکی و.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یوه افغان پوځي چارواکي ویلي چې رفیق الله مخکې تر دې چې برید وکړي تازه په قرغه کې د پوځي اکاډیمۍ د شاوخوا له ګزمې راغلی و.
دغه چارواکي دا هم وویل، داسي ښکاري چې په ګزمه کې له رفیق الله سره نورو ملګرو د ګزمې په پای کې خپلې وسلې تسلیم کړې وې خو ده خپله یوه په تشناب کې پټه کړې وه.
افغان پوځي چارواکي، چې اسوشیتید پریس خبري اژانس یې نوم نه دی څرګند کړی، همداراز ویلي چې رفیق الله هغه مهال پر امریکايي جنرال هارالډ ګرین ډزې وکړې چې نوموړی میدان ته راووت.
ویل شوي چې په پنځلس تنو ټپیانو کې، نیمايي امریکایان دي او د ډېرو حالت نازک ښودل کېږي.
تراوسه پوري لا څرګنده نه ده چې د رفیق الله اصلي هدف جنرال ګرین و او که نوموړی تصادفاً له نورو سره وویشتل شو.
د افغانستان د ملي اردو چارواکي وویل چې رفیق الله د پکتیا ولایت د هغې ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د حقاني شبکه پکې زیاته فعاله ده.
طالبانو له رفیق الله سره د تار لرلو ادعا نه ده کړې خو د ده کار یې ستایلی دی.