تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو ملي ادارې ناسا د مځکې د رصد کوونکې سپوږمکۍ تیرا (Terra) د ماموریت د پیل د پنځلسمې کالیزې په ویاړ د دې سپوږمکۍ له لوري د مځکې اخیستل شوي عکسونه خپاره کړل.
تیرا سپوږمکۍ د ۱۹۹۹ میلادي کال په دسمبر کې د مځکې د عکسونو د اخیستلو او د سمندرونو د څېړلو لپاره فضا ته ولېږل شوه.
دا سپوږمکۍ د پنځه کلن ماموریت لپاره جوړه شوې وه خو لا هم د مځکې په مدار کې ګرځي او ناسا ته د مځکې په اړه مهم معلومات لېږي.
په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ میلادي کلونو د اکوا (Aqua) او ایورا (Aura) په نومونو دوې نورې سپوږمکۍ له تیرا سپوږمکۍ سره یوځای شوې.