امریکا له افغانستان سره د مرستو پر دوام په پخوانیو شرطونو یونوی شرط اضافه کړ، او هغه دا چې دامریکا او متحدینو مرستي به له افغانستان سره په دې شرط دوام کوی چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو(خاصتا)پاکستان سره خپل مناسبات ښه کړی.

که چیری دغه نوی ایښودل شوی شرط د تاریخ په ايينه کی ولیدل شی نو په ډاګه کوي چې امریکا افغانستان ته د هغه شرط یادونه کوی چې د دواد خان د واکمنې پرمهال یې له نوموړی صدراعظم څخه درلود.

عبدالخالق فراهي په خپل کتاب (افغانستان د جمهوریت او دیموکراسی په کلونو کي) لیکي. SEATO: سیټونظامي اتحاديه په (۱۹۵۴) کال کې تاسیس شوه، دا اتحاديه دآسيا د جنوب ختیځ هیوادونو دمجموعي امنیت لپاره جوړه شوه چي د پاکستان،فلپین،تایلنډ، استراليا، نیوزلینډ، امریکا، اینګلیس او فرانسي هیوادونه په دغي اتحاديي کی غړیتوب درلود.پاکستان په دغه اتحاديه کې پر شاملو غړوهیوادونو منلی وه چی ډیورنډ د پاکستان بین المللی سرحد دي. کله چی د افغانستان د وخت صدر اعظم داود خان په کال (۱۹۵۸) کی امریکا ته د سفر په تر څ کی په نوموړی اتحادیه کې د شاملیدو او له امریکا څخه د نظامی مرستو غوښتونکی شو امریکایي چارواکو دافغانستان سره د مرستي کولو شرط دا وړاندی کړ چی افغانستان باید له خپلو همسایه ګانو(خصوصا) له پاکستان سره د ډیورنډ دکرښی مساله هواره کړی.

له دي څخه مخکی په کال (۱۹۵۴) کی هم افغانستان دخپل استقلال ، دخاوری تمامیت او ملی امنیت د ساتلو لپاره مجبوره شو چی له امریکا څخه د وسلو د رانیولو غوښتنه وکړی ولی امریکا له افغانستان سره د نظامی مرستو څخه ډډه وکړه دوی افغانستان ته وویل : تر هغو چی افغانستان له پاکستان سره مخالف وی امریکا له افغانستان سره نظامی مرستي نه شی کولی په همدی کال د امریکا دجمهوری ریاست مرستيال (Richard Nixon) افغانستان ته سفر وکړ او دافغانستان سره یې د نظامی مرستو مخالفت اعلام کړ. پورته تاریخي شواهدو ته په کتو ویلی شو چی امریکا تر ننه له پاکستان سره په خپل پخوانی تعهد چې ډیورنډ د پاکستان بین المللی سرحد دي ولاړده. اوله پرونیو څرګندونو څخه په ډاکه کیږی چی د ملی امنیت په تفاهم نامه کې هغه مادي(د ازادی غوښتونکو په وړاند ګډه مبارزه) چی د پاکستان له لوری په تفاهم نامه کې ځاي په ځاي شوی باید د افغانستا ن له لوری ومنل شی .ولی مهم سوال داپیدا کیږی چی ایا اوسني جمهور رئیس به هم د دواد خان په څیر د امریکا له نظامی او ملکی مرستو بی برخی شی ؟

زما په نظر یې ځواب (نه) دی ځکه په هغه وخت کې په افغانستان کي موجود حکومت تر ډیره د شوری اتحاد ترنفوذ لاندی وو اواکثره ملکي او نظامي برخی دامریکا د ساړه جنګ د رقیب له لوری تمویلیدلی او همدانګه افغانستان دعدم انسلاک دنهضت غړي ووچې په دی اړه د امریکا دوخت د خارجه وزیر(john foster dulles) څرګندوني چی دعدم انسلاک دنهضت دښمن وو اویل به يې (هر هغه هیواد چی دامریکا ملګری نه وی د امریکا دښمن دی) نوهغه وخت امریکا درک کړی وه چی زما نظامی مرستي او کومکونه به یوازی دشوری اتحاد ترنفوذ لاندی دولت تقویه کړی او هغه څه چی زه یې تواقع کووم او غواړم شاید لاس ته را نه وړم نو څومره چې یې کولې شو د له منځه وړلو او ضغیفولو هڅه یې وکړه او همداسی وهم شول.

ولی اوس مهال په افغانستان کې موجود حکومت د امریکا تر نفوذ او اداری لاندي خپلی چاری سرته رسوی چی په کامله توګه له منځه وړل او یاکاملی مرستي پری ودرول به د امریکا لاس له دی ستراتيزيکی نقطي څخه قطعه کړی.چی امریکا هیڅکله هم داسی نه غواړی. دامریکایي مقاماتو پروني څرګندوني صرف د هغه فشارونو یوه برخه ده چي غواړی دافغانستان په دولت له پاکستان سره د استخباراتي تړون امضاء په هغه شکل ترسره شی چی د پاکستان خوښه ده .

3 thoughts on “د امریکايي مرستو د دوام نوی شرط/ ولي خان کارند”
  1. Afghanistan is landlocked country, in order to survive, it MUST have normal and neutral relation with the neighboring countries.

  2. Da se sal khazana ragla da se sal saparli tir shawe kalasanga kalasanga
    mong da da khabaro ao khabar darai
    prwa na laro manana:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *