تاند- د امریکا خاص عملیاتي ځواک د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون لپاره په عملیاتو کې ۷ برمته ګر وژلي خو د یرغملو په ژغورلو بریالی شوی نه دی.
د افغان امریکايي پوهنتون دوه استادان، چې یو امریکايي او بل استرالیايي و، د اګست په اوومه نېټه په کابل کې د پوهنتون له مخې وتښتول شول.
فاکس نیوز تلویزیون د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول وویل، د امریکا خاصو عملیاتي ځواکونو وروسته له دې د دغو استادانو د خلاصون لپاره پر یرغملګرو برید وکړ چې سپینې ماڼۍ اجازه ورکړه.
د راپور پر اساس په دې عملیاتو کې ۹ برمته ګر ووژل شول خو کله چې نښته پای ته ورسېده د یرغملو هیڅ نښه نه وه.
راپور وايي، دا د دغو دوو استادانو د خلاصون لپاره د امریکا د پوځ لومړۍ هڅه نه ده بلکې تر دې مخکې یې هم هلې ځلې کړي دي.
لومړۍ هڅه مخکې تر دې چې له سپینې ماڼۍ اجازه واخلي، شوې وه. خو د دې لپاره چې پر استخباراتي معلوماتو یې پوره باور نه درلود خپل ماموریت یې د لارې په نیمايي کې لغوه کړ.
د امریکا دفاعي چارواکي وايي، له دې یوه ورځ وروسته ولسمشر بارک اوباما د عملیاتو اجازه ورکړه.
د دغو استادانو له تښتولو وروسته وسله والو طالبانو پر امریکايي پوهنتون یرغل وکړ او د یوه افغان استاد (خپلواک) په شمول یې لږترلږه ۱۲ تنه محصلان ووژل.