تاند- چارواکي وايي چې په کابل کې پر افغان ا مریکايي پوهنتون د تېرې شپې په تروریستي برید کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

په ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ښودل شوی دی.

دا برید تېر ماښام ۷ بجې په موټر بمي چاودنې پیل شو.

2د کورنیو چارو وزارت وايي، ترهګرو په موټر بمي چاودنې د پوهنتون په دېوال کې سوری جوړ کړ او له سوري څخه پوهنتون ته ننوتل.

د پوهنتون استاد نقیب احمد خپلواک چې د تېرې شپې په تروریستي برید کې ووژل شو.
د پوهنتون استاد نقیب احمد خپلواک چې د تېرې شپې په تروریستي برید کې ووژل شو.

په وژل شویو کسانو کې ۷ محصلان او یو استاد، ۳ پولیس او ۲ ساتونکی شامل دي.

همداراز د ۷ پولیسو په شمول ۳۷ محصلان ژوبل شوي دي.

حمله د دوو تروریستانو په وژلو پای ته ورسېده.

په پیل کې ګومان کېده چې یو تروریست پوهنتون ته ننوتی دی.

پولیسو شاوخوا ۷۵۰ محصلان له پوهنتونه روغ وایستل.

تراوسه پوري هیڅ تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه داعشیان او په ځانګړي ډول طالبان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *