تاند- د امریکا د پوځ یوه ویندوی پرون /چهارشنبه/ وویل چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګومان نه کوي چې طالبان دې په نژدې وختونو کې د سولې خبرې وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې برید جنرال چارلز کلیفلنډ په یوه خبري غونډه کې وویل، دې ته په پام چې لا سختدریځی هبت الله اخوندزاده د طالبانو مشر ټاکل شوی ښايي په لنډ وخت کې د سولې خبرو ته څوک هیله ونه کړای شي.
ده په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې د طالبانو دوهم درجه مشران د سولې خبرو ته حاضر شي.
دا لومړی ځل دی چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د امریکا پوځ په زغرده د سولې خبرو ته د طالبانو پر حاضرېدو شک څرګندوي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، امریکايي چارواکي وايي چې اخوندزاده د سولې خبرو ته لېوالتیا او انګېزه نه لري ځکه فکر کوي چې جګړه ګټلی شي. له بلې خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په پرېکړه کې تغییر نه دی راوستی.
دوی همداراز وايي، د پاکستان پوځ، چې په پراخه پیمانه د طالبانو ملاتړ کوي، د سولې د خبرو د ملاتړ خبرې هم کوي. خو عملاً یې په دې برخه کې څه نه دي کړي.
د امریکايي ځواکونو ویندوی برید جنرال کلیفلنډ وویل:«دې ته په پام چې اخوندزاده نه پوځي (جنګي) دی او نه د پیسو سړی، باید بې اهمیته ونه ګڼل شي.»