تاند- د افغانستان ملي اردو وايي، په غزني ولایت کې د امریکا د هوايي ځواک په برید کې د یو شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ د دې ډلې یو راډیو سټېشن ویجاړ شوی دی.
۲۰۳ تندر قول اردو نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، په انډړ او قره باغ ولسوالیو کې د امریکا د هوايي ځواک په بریدونو کې لږترلږه ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خبرپاڼې پر اساس په دې بمباریو کې د طالبانو یوه نقلیه وسیله هم ویجاړه شوې ده.
اتل قول اردو وايي چې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالي په برکات سیمه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو یو راډیو سټېشن له منځه وړل شوی دی.
د دې قول اردو په وینا طالبانو له دې راډیو څخه، چې شریعت ږغ یې بلله، خپل تبلیغات خپرول.
طالبانو تراوسه پورې د اتل قول اردو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.