تاند- د نړۍ اکثرو ورځپاڼو او خبري رسنیو د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې پر سر د خبرو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي.

بلومبرګ ویبپاڼې د افغانستان او امریکا د چارواکو په قول لیکلي چې دوی پر امنیتي موافقې سلا کېدو ته نژدې شوي خو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د قانوني وضعیت مسله نه ده حل شوې.

د پاکستان چاپ پاک تریبیون ورځپاڼې لیکلي:

جان کیري په کابل کې پر امنیتي موافقې په خبرو کې پرمختګ ویني.

د استرالیا راډیو ویلي:

امریکا او افغانستان له اوږدو خبرو موافقې ته نژدې شول.

سي بي ایس نیوز لیکلي
د امریکايي قواوو د مصونیت مسله د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه له خطر سره مخامخ وي.

د کاناډا تورنتو سټار ورځپاڼې عنوان دی:

د افغانستان او امریکا امنیتي تړون په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د مصونیت له لرلو یا نه لرلو سره وتړل شوه.

د مک لاټي د ورځپاڼو سرلیک دی:

د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانستان او امریکا خبرو پرمختګ کړی دی.

د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼه بیا لیکي:

له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو پر سر افغانستان او امریکا  پر اصولو موافقه وکړه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو معامله د امریکايي پوځیانو د قضايي مصونیت د مسلې له کبله لا هم نهايي نه شوه.

د ټمپه بې ټایمز ورځپاڼې سرلیک دی:

امریکا او افغانستان د امنیتي تړون پر اصلي چوکاټ سلا شول.

د کنساس سیټي ورځپاڼې عنوان دی:

کرزی او کیري پر امنیتي معاملې قسمي موافقې ته رسېدلي دي.

د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه لیکي:

امریکا او افغانستان موافقې ته نژدې شوي خو د قضايي مصونیت مسله باید حل شي.

او د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې سرلیک دی:

افغانستان او امریکا پر امنیتي موافقې جوړجاړي ته نژدې شول.

خلیج ټایمز لیکلي:

امریکايی او افغان چارواکي د پوځیانو د حضور په اړه موافقې ته ورسېدل.

بنکاک پوسټ ورځپاڼې لیکلي:

افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په درشل کې دي.

4 thoughts on “د امریکا او افغانستان د امنیتي موافقې په اړه د نړۍ د رسنیو سرلیکونه”
  1. لاندې تبصره د کیری او کرزي په تېر خبر باندې وه خو نه پوهیږم چې خوګیاڼی او زرداڼ به هلته بیا ورشي که نه نو ښه دا دی چې دلته یې هم ورته پیسټ کړم. زور یې هسې هم په تاند ورځي:
    ……………………………………………………………………………………………………………………………
    خوګیاڼی صیب او زدراڼ صیب، تاسو دواړو …. پشتو نشئ لیکلی ځکه چې دواړه د پښتنود لویو قومونو کسان یئ. که پیشو کمپیوټر ته کېنوئ هم کولی شي چې کنټرول ته ورشي، او د لینګویجز او ریجنز په برخه کې پشتو افغانستان انتخاب کړي. یعنې دا کار یوه یا یوه نیمه دقیقه وخت نیسي او که ستاسو ګوتې د پښتو تورو له لیکلو سره بلدې نه وي بیا دا لاندې لینک کلیک کړئ چې پښتو کیبورډ د استعمال چل در وښیي. هلته که شفټ ونیسئ د پښتو هغه توري درښي چې تاسو یې په عادي صفحه نه وینئ. که په لیکلو کې مې تېروتنه کړې وي ومې بخښئ ځکه چې په ملاسته مې ولیکه:
    http://www.branah.com/pashto

  2. خیټور کاکا په ملاسته په کمپیوټرلیکنی مه کوه، ځکه خیټه به دي نوره هم غټه شی.
    بل داچه مونږ ته مالیم صیب(معلم) په ښونځی کی ویلی دی، چه دملاستی معنا داده چه یوڅوک په ملا څملی یعنی دامعنی چه یوڅوک څملی سترګی به یی اسمان ته وی. نوزه پوه شوم چه خیټور کاکا خو می دکمپیوټرایسکرین دکوټی په چت کی نښلولی دی، خوپدی پوه نشوم چه کیبورډ به دیی چیرته لګولی وی. خیر دی داچل خو راوښایه لکه ښاغلی خوګیانی کاکا او ښاغلی ځدران کاکا ته چه دیی ښودلی.

    خیټورکاکا بښنه غواړم که کوم ټکی می زیات یاکم لیکلی وی.

    په ډیر درناوی

    وراره

  3. Taand malgaro ta aw gran khetawer ta Neke Hele , khetawera bia hum yow Jahan mañana che tanqeed da grane pashto Zube po dernavi ke ve po dwaro stego yeh mañam , to be honest i am really busy and leazy just to find time opening first TAAND.COM to know any kind of news about my great land Afghanistan .pashtoo language is my identity , but it’s difficult for me to write such a comment in pashto , and I am not master in English .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *