تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰: طالب سرچينې وايي، امریکا له طالبانو څخه په افغانستان کې د یوې هډې د منلو غوښتنه کړې ده او اوس د سولې هوکړه هم دغه ټکي ځنډولې ده.
سرچینې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د يوې نظامي هډې پاتې کېدل د امريکا او طالبانو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی دی، چې شاه محمود قریشي یې هم تر قطره پورې ورساوه.
د طالبانو د واکمنۍ د نهې عن المنکر ادارې مشر مولوي قلم الدين تاند ته په دې اړه وویل، امريکا له طالبانو څخه د يوې نظامي هډې د پاتې کېدو غو ښتنه کړې؛ خو طالبانو له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
یوه بله طالب سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ د خلیلزاد او ملا برادر په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د سرچینې په حواله، امریکا طالبانو ته ویلي، خپل یوه اندازه سرتیري به په ۱۴ میاشتو کې وباسي، خو یوه برخه به تر هغو پاتې وي چې طالبان او افغان حکومت په مذاکراتو کې بریالي او یوې هوکړې ته ورسیږي.
د دغې موثقې سرچینې په خبره شاه محمود قریشی له دغه ټکي سره په امریکا کې هوکړه کړې ده خو طالبان بیا وایي، دوی په دې اړه خپل جنګي قومندانان نشي راضي کولی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ګلبدین حکمتیار هم ویلي چې امریکا طالبانو ته نوي شرطونه وړاندې کړي دی.
بلخوا طالب چارواکو ویلي چې له خلیلزاد سره هیڅ مسئله له بحث نه ده پاتې او ټول مسایل روښانه شوي دي، یوازې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو خبرې کوي.