تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پینتاګون سرپرست (د امریکا د دفاع وزارت سرپرست) او د قطر دفاع وزیر د ناټو په ماموریت په تېره بیا په افغانستان کې د دې تړون په ماموریت کې د قطر د ګډون په اړه خبرې وکړې.
قطر که څه هم د ناټو غړیتوب نه لري خو د ناټو او امریکا یو نژدې متحد دی. په دغه هیواد کې امریکا د هوايي او سمندري ځواک لویه اډه لري او له بلې خوا د قطر هوايي ځواک په لیبیا او څو نورو هیوادونو کې د ناټو په عملیاتو کې ګډون کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت له خبرپاڼې سره سم د دغه هیواد د دفاع وزارت د سرپرست پاتریک شاناهن او د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه له کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې ویل شوي«دواړو خواوو په افغانستان کې د ناټو له ماموریته د قطر د ملاتړ او د العدید د هوايي اډې د حالت د ښه کېدو په شمول پر بېلابېلو امنیتي او دفاعي مسلو خبرې وکړې.»
ناټو په تېر دوبي کې د افغانستان په جنګي ماموریتونو کې د قطر او متحده عربي اماراتو له ګډون سره موافقه وکړه.
وروسته وویل شول چې قطر او امارات افغانستان ته خپل پوځیان لېږي خو د افغانستان حکومت په دې خبره په دې خاطر اندېښنه ښکاره کړه چې د خلیج د سیمې د هیوادونو اکثره پوځیان پاکستانیان دي.