تاند- له طالبانو سره د سولې د خبرو د بل پړاو لپاره قطر ته د زلمي خلیلزاد د سفر په درشل کې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن /سې شنبه/ د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مایک پامپیو او شاه محمود قریشي په خپلو ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د سولې د پروسې د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دواړو هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راتلونکی سفر به تراوسه پورې د شویو پرمختګونو د لا بري لار هواره کړي.

زلمی خلیلزاد، چې تېره میاشت یې په قطر کې له طالبانو سره ۱۶ ورځې خبرې وکړې، اوس په افغانستان کې دي او د افغانستان د حکومت په ګډون بېلابېلو خواوو ته د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوي.

دی نن کندهار ته لاړ او د دغه ولایت له قومي مشرانو سره یې ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د ملي عمل پلان د اجرا کېدو په اړه د پاکستان د حکومت د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

دواړو خواوو د هند او پاکستان پر اړیکو هم خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *