تاند- د امریکا او پاکستان پخواني استخباراتي چارواکي په ښکاره وايي چې دواړه هیوادونه په افغانستان کې د جلا ښکېلو خواوو ملاتړ کوي.
د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې پخوانی رييس جنرال مایکل فلین وايي، پاکستان دوه مخې پالیسي لري، هم د طالبانو ملاتړ کوي او هم په ظاهره په سیمه کې د امریکا سیاستونه تاییدوي.
د پاکستان د آی ایس آی پخواني عمومي رييس متقاعد جنرال اسد دراني ومنله چې په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ګټې سره په ټکر کې دي، ویې ویل:«یقیناً د پاکستان ګټې او د امریکا ګټې ورته نه دي او دواړه خواوې (په افغانستان کې) د جلا جلا هدفونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.»
دوی دا څرګندونې له الجزیرې تلویزیون سره په یوه بحث کې وکړې چې د مې ۲۱ مه په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو مخکې ثبت شوی و خو وروسته خپور شو.
د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې پخواني ريیس جنرال فلین د پاکستان له لوري د تروریستي ډلو ملاتړ او د دې کار خطرناکو عواقبو ته په اشارې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د سختدریځو ډلو له لوري د رامنځته شوې بې ثباتۍ له امله د پاکستان د سقوط په اړه لا زیاته اندېښنه لري او فکر کوي چې که دا کار وشو (پاکستان سقوط وکړ) له سترې ستونزې سره به مخامخ شي.
جنرال فلین وویل:«د پاکستان نفوس د افغانستان د وګړو ۵ برابره زیات دی. ځکه موږ تر افغانستان د دې جګړې له کبله د پاکستان په ډوبېدو زیات اندېښمن یوو.»
د آی ایس آی پخواني مشر دراني د جنرال فلین په ځواب کې وویل، د پاکستان په اړه اندېښنه د دې لپاره څرګندېږي چې د خلکو زړونه خپل کړي خو امریکا او پاکستان په افغانستان کې جلا جلا هدفونه لري.
جنرال مایکل فلین د ولسمشر بارک اوباما د واک په دوره کې د امریکا د دفاعي استخباراتو ریاست کړی. ده د جګړې میدان: څرنګه د سختدریځ اسلام او د هغه د متحدانو پر ضد نړیواله جګړه ګټلی شو؟ “The field of fight: How we can win the global war against radical Islam and its allies,” کتاب لیکوال دی.
فلین وویل، یقیناً چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي ځکه چې د پاکستان د ملي امنیت ګټې د امریکا له هغو سره سر نه خوري.
«هو، هم امریکا او هم آی ایس آی د خپلو خپلو ملي ګټو په خاطر د بېلوبېلو افغان ډلو ملاتړ کوي. متاسفانه دا خودخواهانه ګټې دي. د تېرې یوې لسیزې په لړ کې، په سیمه کې د سختدریځو اسلامي ډلو د شمېر د دوه برابره کېدو شاهد یم. دا ډلې د بیالوژیکي ویروسو په شان له کنټروله وځي. موږ ځیني ګډ متحدان او ځیني مشترکات لرو. خو په هر حال موږ اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې غلیمانه وضعیت لکه څرنګه چې اوس دی، دوام وکړي. موږ باید د سیمې د اوسېدونکو په منځ کې اعتماد بیا رامنځته کړو چې ورسره مرسته وکړای شو. موږ په شا کېږو نه. موږ نه غواړو چې میدان دوی ته پرېږدو.»
جنرال دراني ومنله چې په افغانستان کې د پاکستان او امریکا ګټې یوازې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال شریکې او ورته وې خو له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته دواړه په بېلو لارو روان دي.
د پاکستان د استخباراتو پخواني رييس اسد دراني زیاته کړه:«موږ یقیناُ د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې را په دې خوا له یو بل سره متحدان نه یوو. د طالبانو تحریک د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته پر افغانستان د امریکا د پوځي برید محصول دی. په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د پاکستان په شمول د سیمې د ډېرو خلکو (هیوادونو) لپاره د اندېښنې وړ دی، ځکه چې د دې معنا دا ده چې سیمه به بې ثباته وي. په موږ ټول افغان اړخونه ګران دي. افغان طالبانو ته د داسي ډلې په سترګه کتل کېږي چې د بهرني اشغال پر ضد جنګېږي. د نیویارک ټایمز په یوه وروستي راپور کې ویل شوي و چې په درو کې یوه برخه افغانان له طالبانو سره خواخوږي لري. د دې معنا دا ده چې په خپلو خلکو کې پلویان لري. د سیمې قدرتونه (هیوادونه) به احمق وي چې دې موضوع ته پام ونه کړي. حتي که امریکايي پوځیان له سیمې ووځي هم، افغانستان او پاکستان به د ګاونډیو په توګه سره اوسي.»
اسد دراني په دې اړه چې نو بیا ولي پاکستان د تروریزم د دښمني په نوم له امریکا په ملیاردونو ډالره مرستې ترلاسه کړي دي؟ وویل، پاکستان باید مرستې منلې وای ځکه چې د تروریزم د ناکامې جګړې له کبله یې ډېر تاوانونه لیدلي دي.
ده په عین حال کې وویل چې دا پیسې به پاکستان د خپلې پالیسۍ بدلولو او د خپلو ملي ګټو پلورلو ته مجبور نه کړای شي.
دوی خو منلې ده خو د دوی دغه وفاداره لښکر یې نه مني
طالبان یو بار مصرف لوښي ده
هسي طالبان سر نه خلاصوي
تر دي نو نور څنګه دوی پوی کړو چې د یو بار مصرف لوږي په ډول استعمالیږي
د خدای پار ته وګورئ طالبانو لږ له افغاني غیرت او انساني شعور څخه کار واخلئ