ژ : لطف الله لطف – نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد –
په چین او امریکا کې یو شمېر کړۍ داسې انګیري ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دسیاسي او اقتصادي برم په موخه سیالي روانه ده د دوی له انده دا سیالي له وړاندط پیل شوې ده ، خو دا وړاندوینه به ناسمه وي ،چې واشنګټن او بیجنیګ ترمنځ سیالي دې دلښکر ایستنې تر بریده ورسیږي .
هینري کسینجر د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د ملي امنیت سلاکار دی.دغه مقاله دنوموړي له نوي کتاب څخه رااخستل شوې ده .
د تېرې جنورۍ پر نولسمه د چین ولسمشر (هوجنتاو) امریکا ته په رسمي سفر تللی و. ددغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ولسمشرانو یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړه اودخپل منځي اړیکو په برخه کې یې دمثبتو ، مرستندویه او غښتلو اړیکو ته ګډه ژمنتیا اړینه بللې ده .
واشنګټن ، په نړیوالو اړیکو کې له چین څخه د غښتلي، پرمختللي او بریالي هېواد په توګه هرکلې وکړ.همدا راز چین هم واشنګټن په سیمه کې د ټیکاو په رامنځته کولو کې د هڅو له کبله وستایه. له هغه راهیسې، دواړو حکومتونو خپلو ټاکل شویو موخو ته د رسیدو په موخه ګامونه پورته کړي دي. لوړپوړو امریکایي او چینایي چارواکو د یو بل له هېوادونو څخه لیدنې پیل کړې او د یو شمېر ستراتیژیکو او اقتصادي مسئلو په اړه یې د غه کتنو ته رسمي بڼه ورکړه. په دې لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې بیا له سره پیل شوې له دې او دا اړیکې دپخوا په پرتله یو څه پراخه شوې هم دي . په نارسمي توګه هم دواړو خواوو هڅې کړې دي ، چې دا اړیکې پیاوړې او پراخه شي .
شنونکي وايي : دامریکااو چین ترمنځ به دهمکارۍ اړیکې پراخه شوې وي ، خو تل پرې دکړکیچ او ستونزو سیورې پروت دی ، ځکه د دواړو هېوادونو ګټې له یو بل سره اړخ نه لګوي . دوی ټینګار کوي ،چې د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي او سیاسي سیالي پیل شوې ده او کنه وي بیا خو خامخا رامنځته کېدونکې ده .
شنونکي وايي: دامریکا او چین ترمنځ راشه درشه رسمي بڼه لري او تر اوسه هر څه دکاغذ پر مخ پاتې دي د دوی دانګیرنو له مخې یو شمېر امریکايي تګلاره جوړونکي نړیوال چال چلند ته دشک په سترګه ګوري . دوی زیاتوي : چین له دې لارې غواړي ځان دوو اوږدمهاله موخو ته ورسوي :
لومړی : د امریکا نړیوال پوځي او اقتصادي دریځ ته ستونزې راوپنځوي .
دویم : په اسیا کې دزمري رول راخپل کړي . دې موخې ته درسیدو لپاره چین غواړي داسې اسیايي بلاک جوړ کړي ،چې دچین ملي ګټو او بهرنۍ تګلار ته غاړه کیږدي .
اوسمهال دچین بشپړه پوځي وړتیا په رسمي توګه دامریکا له هغې سره د پرتلې وړ نه ده ، خو چین دا وړتیا لري ،چې امریکا ته ګواښونه راوپنځوي په همدې موخه چین پر داسې لارو چارو ځان بوخت کړې دی ،چې په سیمه کې دامریکا ګټې له ګواښ سره مخ کړي .
چین به په نږدې ګانده کې له امریکا سره داتومي ، پوځي وړتیاوو سربېره دسایبر او فضايي ځواک په ډګر کې دسیالۍ جوګه شي .
دامریکا ددفاعي ستراتیژۍ راپور په اسیا کې دامریکا دګټو په اړه اندېښنه ښودلې ده ، وضعیت ته په کتلو اوس داسې بريښې ،چې چین له امریکا سره په دې سیالۍ کې لاسبری ښکاري . چین دا وړتیا لري ،چې دسمندري جزیرو پرمټ ځان پیاوړې کړي دا نوښت به چین ته دا زمینه برابره کړي ،چې دسیمې کمزوري او کاواکه هېوادونه پر ځان راټول کاندي پردې سربېره چین به هڅه وکړي ،چې دا هېوادونه دیته وهڅوي ،چې خپلې تګلارې داسې جوړې کړي ،چې له چینايي ګټو سره یې ټکر رانه شي .
دلیکوال له انده اوسنی وضعیت به په اسیا کې دنوي بلاک رامنځته کېدو ته لار هواره کړي ،چې تر ډېره به دچین دګټو خیال هم ساتي .
تر اوسه دچین حکومت په رسمي بڼه دورته تګلارې په اړه څه نه دي ویلي ، خو په چینايي رسنیو کې د داسې بدلون څرک لګیږي ،چې دهمکارۍ پر ځای دمخالفت دتیورۍ ملاتړ کوي .
دچین په اړه دامریکا ستراتیژیکو اندېښنو زیاتیدل ایډیالوژیک شالید لري . امریکا داسې انګیري ،چې له نادیموکراتیکې نړۍ سره یې ټکر رامنځته کیږي . دامریکايي دښي او کیڼ اړخو سیاستوالو په اند استبدادي رژیمونه هڅه کوي ،چې کور دننه دلاریونونو او یو شمېر نورو هلو ځلو پر مټ خپل ملاتړ زیات کړي او خلک پر ځان راټول کړي . له چین سره دامریکا شخړه دچین دکورني جوړښت له کبله نه ده ، بلکې امریکا هڅه کوي ،چې پر نړۍ د ډیموکراسۍ توغ ورپوي . دوی دهرې ستونزې دهواري لپاره دیموکراسي د درمل په توګه کاروي . واشنګټن لېوالتیا لري ،چې په چین کې ډیموکراتیک نظام وګوري .
امریکایي سیاستوال(Aaron Friedberg) وايي : په چین کې د دیموکراسۍ پلي کول به ددې لامل شي چې د خپل سیال (امریکا) په اړه د چین اندیښنې را کمې کړي، د لیکوال په وینا امریکا به دېته زړه ښه نه کړي چې پر چین د زور له لارې دیموکراسي وتپي. امریکا اوس هڅه کوي چې د چټک سوله ییز اوښتون له لارې په چین کې د (یو ګوند) استبدادي رژیم له منځه یوسي او پر ځای یې د دیموکراسۍ ستنې ټینګې کړي.
د چین له لرلیده، امریکا د سیاسي وضعیت څخه د متضادو تعبیرونو په اخېستلو سره نړۍ ته خپل منفي منطق څرګندوي.د چین په اند، امریکا د ټپي دریځ بڼه لري ،چې د هر راټوکیدونکي سیال مخه نیسي.
د چینایانو په باور امریکا هڅه کوي ، چې د پوځي غځونو په مټ په نړۍ کې د پرمختللي چين د تاریخي رول مخه ونیسي.له دې امله دوی ته له امریکا سره همکاري د کور ورانولو مانا لري .دامریکا کلتور او ټکنالوژي د سیستماتیکې دښمنۍ په رامنځته کولو کې ستر رول لري .له دې امله د چین او امریکا ترمنځ نږدیوالې به د چین ملي یووالې او کلتوري ارزښتونه له ګواښ سره مخ کړي .
نور بيا…
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳