جنوبي چین سمندرګی په دې وروستیو کې د نړیوالو رسنیو سر ټکی دی. په دې سمندرګي کې د چین او په مقابل کې یې د دعوه ګرو هیوادونو((ویتنام، فیلپین، مالیزیا، بروني، جاپان او تایوان) دم او قدم دواړه د مقابل لوري غبرګون پاروي، پر دوی سربېره د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د سیالۍ په نوي ډګر اوښتی، ان دا وېره شته چې دواړه هیوادونه مخ په مخ جګړې ته ور سوي.

جنوبي چین سمندرګی درې نیم میلیون کیلومتر مربع پراخ دی، د نړۍ له پنځو سمندرونو وروسته د نړۍ په مخ تر ټولو ډېرې اوبه همدغه سمندرګی لري.

په جنوبي چین سمندرګي کې ټاپوټولګه شته چې شمېر یې تر دوه نیم سوو زیات دی، خو د هیوادونو د اختلاف لامله په یو هیواد کې په یو او په بل کې په بل نوم یادیږي، لکه د دغه سمندرګي یو ټاپو ته په جاپان کې سینکاکو او په چین کې ډیایو ورته و ايي.

ښکېل هیوادونو جنوبي چین سمندرګی هم په جلا جلا نومونو یادوي. ویتنامیان دغه سمندرګي ته ختیځ سمندرګی او فیلپین ورته لوزون سمندرګی وايي، خو په ملګرو ملتو، لوېدیځو هیوادونو او نورو نړیوالو ادارو کې دغه سمندرګی په جنوبي چین سمندرګي منل شوی او دا نوم یې نړیوال باور لري.

دا سمندرګی د تېلو او ګاز خورا بډایه زېرمې لري، چې ډېرې یې په سپارټلي او پارسل ټاپوګانو کې دي. د کبانو ستر او پرېمانه ډنډونه هم لري او د بېړیو د تګ راتګ له مخې نړیوال اهمیت لري چې کلنی سوداګريز ارزښت یې له پنځه زره میلیارد ډالرو ډېر دی.

چین نږدې ټول سمندرګی خپل بولي، خو نور دعوه ګر هیوادونه یې په ځینې برخو دعوه کوي، او امریکا دغه سمندرګي ته د ازادو اوبو په سترګه ګوري او پکې د خپلو بېړیو او اوبتلونو تګ راتګ روا حق بولي.

په جنوبي چین سمندرګي د چین او نورو دعوه ګرو هیوادونود لانجې ډېر وخت کیږي، خو په ۲۰۰۲ کال د اسیان په سرمشریزه کې پرېکړه وشوه چې دغه مسله به د خبرو له لارې اواروي، همدارنګه د تېر کال په وروستیو کې جاپان او چین هم په دې سلا شول چې د خپلو لانجمنو ټاپوګانو په سر به خبرې کوي.

خو فیلپین او ویتنام د امریکا په ملاتړ په دې وروستیو کې دا مسله بیا را پورته کړې او امریکا په سیمه کې د نفوذ زیاتولو او د چین د مخنیوي لپاره د نورو دعوه ګرو هیوادونو په تېره فیلپین د ادعا ملاتړ کوي، ځکه یې تېر کال له مانیلا سره په امنیتي تړون کې بدلون راووست، تېره چهارشنبه یې دفاع وزیر هم وویل:( په جنوبي چین سمندرګي کې د بېجینګ هڅې نور هیوادونه اندېښمنوي او زموږ مداخله غواړي، موږ یې هم غوښتنه منو.) اش کارټر دا هم وویل، چې سپینه ماڼۍ به په راتلونکو کلونو کې دلته ډېر پوځ ولري.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د مۍ په دېرشمه هم یو ځل بیا له بېجینګ وغوښتل چې په جنوبي چین سمندرګي کې مصنوعي ټاپوګان جوړول سملاسي وځنډوي. د متحده یاالتونو یو مخکښ سناتور جان مکین هم واشنګټن ته وړاندیز وکړ چې د جنوبي اسیا هغو ملتونو ته تر څلور سوه پنځوس میلونو ډالرو پورې مرسته ور کړي چې له چین سره د دغه سمندرګي په سر دعوه لري، خو چین د امریکايي چارواکو دا ډول څرګندونې په کورنیو چارو کې لاسوهنه او ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی بولي.

بېجینګ چې په سیمه کې د امریکا هڅو ته ځیر دی او د نفوذ مخنیوی یې غواړي،  له دوه زره دیارلس کال راهیسې یې په دغه سمندرګي د خپل حاکمیت د زبادولو لپاره مټې بډ وهلې دي، په داسې ډول چې هغه مهال یې په جنوبي چین سمندرګي کې د فضايي دفاعي سیمې بریدونه وټاکل.

چین وايي، که د هر هیواد الوتکې دې سیمې ته ننوځي، باید قانون یې ومني او که نه له بېړني دفاعي ځواب سره به مخ شي.

د روان کال د مۍ میاشتې په نیمايي کې بېجینګ له دغه سمندرګي د امریکا د یوې څارګرې الوتکې د شړلو هڅه وکړه، وروسته د دې الوتکې انځورونو وښودله چې بېجینګ له روان کال راهیسې په جنوبي چین سمندرګي کې د څلور کیلومتره مربع پراخوالي سره مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي دي او کار یې اوس هم روان دی.

خو چین یواځې په دې هڅو بسنه نه کوي، پر دې سربېره په وروستیو کې دوه داسې سمندري څراغونه هم جوړوي چې تر دوو پنځوس مترو پورې لوړ او تر څلور نیم مترو پورې پنډ دي، چې تر دوو ویشت سمندري مایله واټن پورې یې رڼا رسیږي.

چین وايي، دا څراغونه به په سیمه کې د بېړیو مرسته کوي او امنیت به یې ساتي، چې لامله یې د امریکا او په جنوبي چین سمندرګي د نورو دعوه ګرو هیوادونو(ویتنام، فیلپین، مالیزیا، بروني، جاپان او تایوان)اندېښنې پارولې دي، امریکا او نورو دعوه ګرو هیوادونو ته د ډېرې اندېښنې خبره د چین نوې ستراتیژي هم ده.

په نوې ستراتیژي کې د چین پوځ له پولو بهر ډېر کارند کیږي او په ازادو اوبو کې یې هم رول ډېریږي، چین له تېر کال راهیسې د سمندري پوځ بودیجه هم ډېره کړې ده دا هرڅه ښيي چې بېجینګ د جنوبي چین سمندرګي په سر له امریکا سره جدي شوی او غواړي له دفاعي حالت یرغلیز حالت غوره کړي او ګلوبل ټایمز چې د چین د حکومت رسنۍ بلل کیږي، ویلي په جنوبي چین سمندرګي د امریکا او بېجینګ جګړه پېښېدونکې ده، مګر دا چې سپینه ماڼۍ له اوسني دریځ په شا شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *