تاند- د امریکا او چین ولسمشرانو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به له یو بل سره د همکارۍ ترڅنګ په ګډه له سختدریځۍ سره مبارزه کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ډانلډ ټرمپ او شي جین پینګ همداراز وویل چې په افغانستان کې به د سولې لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.

ټرمپ، چې د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد، د چین له ولسمشر سره په کتنه کې وویل، «تروریزم د درست بشریت دښمن دی.»

ده همداراز وویل «د چین له ولسمشر ښاغلي شي جین پینګ سره یوځای به د افراطیت مخه ونیسي.»

چین ویلي چې هڅه کوي د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې لار هواره کړي.

چین پر پاکستان ډېر اغېز لري او تمه کېږي چې له دې اغېزه په استفادې به پاکستان د طالبانو د ملاتړ بس کولو ته وهڅوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *