له مودو مودو نه د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي تړون خبره په کور دننه او بهر د سیاستپوهانو او نورو تړاو لرونکو لوریو په ژبه اوښته او راوښته، چې په اړه یې هیلې او اندېښنې د ټولو سیاسي او عوامي بحثونو محور ګرځېدلی و. لویه جرګه به دایریږي. … او په اړه یې ډول ډل نظرونه موجود وو، یو شمېر لوریو به ویل چې جرګه د ټاکنو د ځڼدولو په موخه دایریږي او یا به د جرګې پټه موخه، د ولسمشر کرزي د کاندید د بریالیتوب یقیني کول وي…
یو شمېر نورو به ویل چې په جرګه کې راټول حضرات اصلاً د کرزي صیب منتخبات دي، چې دده له نظراو موقف څخه به دفاع وکړي او …. بالاخره لویه جرګه ترسره شوه، د امنیتي تړون په اړه یې پراخ بحثونه وکړل او پایله کې یې د تړون سره رضایت وښود او ولسمشر ته یې د لاسلیک کولو توصیه وکړه او هاغه ټولې اوازې معکوسې وختې چې د جرګو په اړه مو د لویې جرګې د مخالفینو له خولو اورېدې، مګر عجیبه داده چې پرون چې چا د جرګې موقف رداوه، نن یې همغوی له نورو دلایلو سره تأییدوي… که څه هم د افغانستان د سولې په شرط د تړون د لاسلیک په اړه د ولسمشر موقف پر ملي مصالحو ولاړ دی بیا هم ناقدین د امریکا ناروا دریځ نه ویني او ولسمشر ته ګوته نیسي… حضرت صیب په جرګه کې د افغانستان پر ځای د امریکا د موقف استازیتوب کوي، په ستیج برالا وایي چې که په افغانستان کې د امریکا موخې او اهداف نه براورده کېږي، نو دی به کوم بل هېواد ته هجرت وکړي. …(!)
ولسمشر د تړن د لاسلیک لپاره شرطونه کېښودل، چې په څرګنده د ولسمشر شرطونه تلقي شول؛ اما په حقیقت کې د ولسمشر د شروطو په برکت، له تړونه د افغانانو د هیلو او توقعاتو څخه پرده پورته شوه.
امنیتي تړون په لاسلیک باندې د امریکا ټینګار او اصرار د څه لپاره؟ ولسمشر ولې د تړون له امضا څخه پښې باسي؟ حضرت صیب ولې هجرت کوي؟ او داسې نورې پوښتنې له هر افغان سره راهست شوې دي او ټول په یوه مخه اندېښمن دي، چې خدای مه کړه کوم داسې صورتحال رامنځ ته نه شي لکه پخوا چې مو څکلي وو. ځکه ددې کار نښې نښانې یې لیدلي دي، د افغانیو ارزښت راټيټېدل، د توکو د بیو لوړېدل، د خلکو په منځ کې د جایدادونو د ساتلو او له لاسه ورکولو د لړۍ تودېدل او دېته ورته نور هاغه څه دي چې د جرګې څخه وروسته محسوس او مشهود شوي دي.
که یوه پوښتنه مطرح کړو، چې امریکا ولې ټینګار کوي چې ارو مرو به ولسمشر کرزی په همدې دوره کې تړون لاسلیکوي؟ نو ډول ډول تفسیرونه رامنځ ته کېږي، چې ګواکې امریکا د راتلونکي نظام په مشروعیت سر له اوسه شکمنه ده او دوی فکر کوي چې د راتلونکي نظام نه مشروعیت به د تړون مشروعیت ته هم زیان ورسوي… که داسې وي، نو بیا خو د تړون ګټه افغانستان ته هم نشته او امریکا ته هم، ځکه کله چې د ټاکنو روڼتیا له سوال سره مخامخېږي، نو کوټلی لامل به یې نا امنۍ وي او کله چې نا امنۍ دوام لري، نو د تړون ماهیت او حقیقت موږ ته نه دی ګټور او که نا مشروع حکومت یې لاسلیک کړي، نو امریکا ته نه دی ګتور.
که موږ دې ته وګورو چې د تړون په اړه لویه جرګه دایره شوه، نو په دغه جرګه کې د افغانانو استازي راټول شوي وو او همدغه افغانان د نا امنیو له امله په عذاب کې ایسار دي، نو ددې مانا داده چې افغانان د سولې او امنیت په هیله جرګې ته خوشاله وو، نو چې کله سوله او امنیت د تړون له محتوا ووځي بیا نو کله افغانان پرې امنا کوي. …
د ولسمشر کرزي شروط تر کومه چې کتل کېږي کاملاً د افغانانو له هیلو سره تړلي دي، افغانان سوله او امنیت غواړي او دغه مهم شرطونه د هر ډول راکړې ورکړې لپاره ږدي، نو پوښتنه داده چې په امریکایانو باندې ولې زموږ د سولې خواست بد لګي؟
بل لور ته که ولسمشر کرزی د تړون له لاسلیکه په شا شي، نو ښېګڼه یې داده چې امریکایان به له موږ زیات د راتلونکو ټاکنو د شفافیت پلوي او نظارت وکړي، ځکه د دوی هدف به ورسره تړلی وي او تر هغې به دا هم مالومه شوې وي چې امریکایان څومره زموږ سولې ته ژمن دي.
د ولسمشر کرزي پر وړاندې د امریکا دا دریځ چې وایي، خپل ټول سرتېري به اوباسي یو خندونکی دریځ دی په دې مانا چې آیا که راتلونکی حکومت امریکا سره دا تړون لاسلیک کړي ایا بېرته به دوباره سرتېري راولي؟ ددې لپاره به څه دلیل ولري، همدا چې طالبان دي او جګړه ده …؟ نو چې جګړه ده بیا ولې امریکا وځي او که امریکا وځي نو د ناټو به څه موقف وي، د امریکا د اصولو پابند به پاتې شي او که د ناټو د تړون؟
که د امریکا دریځ سم وبولو، نو بیا خو ددې مانا داده، چې ترهګر نشته او نه طالب مطرح دی، بلکې د امریکا ګټې او دلته د اډو غوښتنه ده، چې په سلګونو زره ملکيان او نظاميان یې د ترهګرۍ سره د جګړې په نامه ترینه قربان کړل او لا تر اوسه وژل کېږي، چې په دې کې د دنیا والو له خوا مرموزه چوپتیا هم د یو ستر ناورین خیزه لامل څخه کمه نه ده.
اوس خبره د ولسمشر کرزي شروطو یو داسې رسوایۍ ته رسولې ده، چې امریکا به ارو مرو نړۍ ته دا امتحان ورکوي، چې جګړه څنګه پای مومي او که داسې ونکړي نو نړۍ ته به یې ښوولې وي، چې امریکا په لوی لاس د امنیت خرابېدا او د سولې ړنګېدا غواړي، ځکه چې په سیمه او نړۍ کې به د امریکا ددې تړون مخالفین به وخت څخه په استفاده ددې سپیناوي زمینه برابره کړي چې جګړه د ترهګرۍ پر ضد وه او که د امریکا د تشریف اورۍ لپاره روانه ده.
په تېرو دولسو کلونو کې د امریکا مرستې څومره اغېزمنې وې؟ آیا افغان اردو یې رښتیا هم روزلې ده او ددې جوګه ده چې له هېواده دفاع وکړي؟ آیا امریکا د افغانستان د امنیتي تړون په اړه پاکستان، ایران، هند، چین او مسکو ته څه ډول سیاسي ارتشا ته غاړه ږدي؟ او داسې نورې مسئلې هم ښایي د ولسمشر کرزي او امریکا اختلافاتو سره رابرسیره شي.
د افغانستان په څېر یو بې لاسو او بې پښو هېواد سره د امریکا دومره سرتنبګي کړای شي چې؛ په سیمه کې د افغانستان د بې ثباته کولو له امله یو ډول غیر مترقبه انارشیزم ایجاد کړي، ځکه چې که دلته جنګ او نا امنۍ دوام مومي نو اړینه ده چې بارودي اکمالات هم ورسره وکړي، ځکه چې په تشو ګوډو جنګونه نه کېږي او دا کار به د نورو هېوادونو څخه د مرور په نتیجه کې بالاخره هلته هم دا کارونې اړتیا او موارد پیدا کړي او د امریکایانو په اصطلاح ترهګري به نړیواله بڼه غوره کړي او د ورانکارو لاسونه به د معاصرې تکنالوجۍ توکمو ته ورسېږي او بیا به نو خدای مه کړه ارمان و مچ ورورولي وي کومه ګته به ونلري.
زموږ وړاندیز دادی چې امریکا باید د افغانستان د سولې تضمین یقیني کړي ځکه چې په دې سره به یی له یوې مخې د افغانانو رضایت تر لاسه کړی وي او بل لور ته به یې نړۍ ته قناعت ورکړی وي، چې سوله یې په خپل شتون سره یقیني کړه او که داسې ونکړي او دلته د طالب او افغان حکومت نفوذ یو ډول شتون ولري، نو ګرانه ده، چې یا امریکا خپلو موخو ته ورسېږي او یا موږ د سولې څخه برخمن شو، ځکه د افغانستان ګاونډیان او هغوی چې د امریکا له اهدافو سره په ټکر کې ایډیالوژۍ او اهداف لر ي، په هر رنګ او نیرنګ زیار باسي څو د حالاتو له نزاکته ګټه پورته کړي او د امریکا د اهدافو مخه ونیسي او دا کار پرته له دې چې افغانستان بې ثباته کړي پر بله لاره ممکن نه دی او خدای نخواسته که داسې وشي، نو بیا به یې کابو کول د امریکا او نړۍ له واکه وتې خبره وي.