تاند- د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې دننه حمله وکړه او لږترلږه دوه تنه مشکوک ترهګر یې ووژل.
دا برید، چې په کورمه ایجنسۍ کې وشو، د تېر کال د مې د میاشتې له حملې راوروسته، چې په بلوچستان کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پکې ووژل شو، د پاکستان په خاوره کې د امریکايي الوتکو لومړنی برید دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په کورمه ایجنسۍ کې کلیوال او دولتي مسوولان وايي، د بې پېلوټه الوتکې له لوري ویشتل شوی توغندی پر یوه موټر سایکل ولګېد چې دوه تنه پرې سپاره ول.
یوه کلیوال مشر حاجي زمین حسین وویل«د ډرون توغندی پر موټر سایکل ولګېد، موټر سایکل اور واخیست او وچاودېده.»
د پاکستان حکومت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکه زیاته فعاله ده.
دا له کله چې دونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر غوره شوی، په پاکستان کې د امریکا لومړۍ حمله ده.
د ټرمپ ځیني سلاکاران ټینګار کوي چې د افغانستان د ربړې د پای ته رسولو لپاره باید پر پاکستان فشار راوړل شي.
عاميانه اصطلاح ده دسپو سلاح وفقير ته يوه ده
دآمريکاه ولي پر لاهور،آسلام آباد حمله نه کوي چه دتروريزم شيرګينئ هم هلته دئ.
په ميلينو ډالره دترورستي شبکو دتقويې لپاره داآمريکاه،عربستان،قطر,او آنګريز لګوي او ناتار ئې پر پښتنو جوړ کړئ دئ .
پښتانه دي نور په دې پوه سي چه دپاکستان حکومت شتون ددوئ دښمن او هغه څوک چه ئې حمايه کوي لکه بعضي پښتانه خود خواه او قدرت خوښونکي چه اول موږ آفغانان يو او دپاکستان ماتول نه غواړو تر تور پنجاب دپښتنو لپاره خطر ناکه دي .