تاند- پر ډیورنډ کرښه د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې لږترلږه ۱۶ مشکوک تروریستان ووژل شول.

امنیتي سرچینې وايي چې لومړنۍ بې پېلوټه الوتکې د جمعې په ورځ د ننګرهار په نازیان ولسوالۍ کې یو کور وویشت، شپږ مشکوک ترهګر یې ووژل او کور یې یې بیخي ونړاوه.

سرچینې وايي چې ټول وژل شوي کسان د اسلامي دولت یا داعش غړي دي.

له دې وروسته یوې بلې بې پېلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت په بندر سیمه کې د سختدریځو یو پناهځای په نښه کړ.

امنیتي سرچینې وايي چې بې پېلوټه الوتکې دغه پناهځای په دوو توغندو وویشت او د داعش۱۰ مشکوک ترهګر یې ووژل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *