تاند- د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن /چهارشنبه/ د کورمې ایجنسۍ پر قبایلي سیمې په حمله کې افغان سختدریځې په نخښه کړل.
دا په ۲۰۱۸ م کال کې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې لومړنۍ حمله وه.
پاکستاني چارواکو د خپل هیواد ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا برید د افغانستان پولې ته نژدې په بادشاه کوټ سیمه کې شوې ده.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې بیا ویلي چې دا برید د طالبانو د یوه قوماندان چې خالد نومېږي، پر کور شوی دی. د ورځپاڼې د راپور پر اساس د خالد کور یو مخ ویجاړ شوی دی.
تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ د دسمبر په ۲۶ مه د امریکا بې پېلوټه الوتکو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو یو مشر جمعه الدین وواژه. نوموړي به له پاکستانه ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته بېول.
خو د چهارشنبې د ورځې /جنوري ۱۷/ حمله وروسته له دې کېږي چې پر پاکستان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې نور به امریکا پرېنږدي چې د پاکستان پر خاوره د بې پېلوټه الوتکو حملې وکړي.
دې اخبار متن په ځيرتېا په خپله ېوار وللې چه تاسو قدرمن څه لېکلې دې