تاند- راپورونه وايي چې د امریکا پوځ کندوز ولایت ته جنګي الوتکې لېږلي دي.
کندوز له نژدې یوې اوونۍ راهیسي نارام دی او وسله والو طالبانو یې پر مختلفو سیمو حملې پیل کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د افغان او امریکايي چارواکو په قول وايي چې د امریکا پوځ کندوز ولایت ته جټ الوتکې لېږلي چې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو په پیل شویو عملیاتو کې مرسته وکړي.
د امریکا پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې ولي یې جټ الوتکې کندوز ته لېږلي دي، خو دا یې تایید کړه چې دا الوتکې د معمولي ماموریت خلاف هدف لپاره استول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د پوځ یوه ویاند وویل:«موږ دا تاییدوو چې د امریکا جټ الوتکې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د کندوز په ساحه کې الوتنې کوي، هیڅ بم یې نه دی اچولی.»
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کندوز کې دوه ځلي بمباري شوي چې یوه یې پرون وشوه.
دا په داسي حال کې ده چې د کندوز ځیني خلک خپل ولایت ته په یو وار د سلګونو طالبانو د ورتګ په اړه شکونه څرګندوي.
ځیني ادعا کوي چې طالبان په الوتکو کې ورسول شوي او ځیني نور بیا دا ډول اوازې ردوي خو په دې باب پوښتنې لري چې طالبانو ته د دومره لویې جګړې لپاره وسلې او مهمات څرنګه په لاس ورځي.
په داسي حالاتو كي چي په امريكا د ورانكارو ډلو د حمايي تورونه هم شته حكومت او په خاصه توگه ملي امنيت پر داسي پروژه كار وكړي چي د امريكايانو ممكن ملاتړ دترهگرو نه ثبت او استناد كړي شي كه ملي امنيت په دي كار بريالئ شي نو پوه شه چي د امريكا عزت مو گرو كړ .
دآمريکادآلوتکو څخه چه دکندوز پر هوائې حريم آلوتنۍ کوي زما په نظر د طالبانو دحمايۍ لپاره دا مانور کوي دوئ داسي ودولت ته ښوې چه ددوۍ آلوتکې ددولت دحما ئې لپاره دې اصلا دوۍ (آمريکا) د طالبانو دکار او تخريب چه څونه دوۍ په خپل کار کې موفق دې تر مطالعې لاندې نسي چه دارنګه کار دوئ په عراق کې دداعش په طرف او دعراق ددولت په مخالفت کي وکۍ او دوه ځله ئې تکرار کړ بيا ئې مرسته وويل چه زموږ څخه سهوه سويده .دټولو اشرارو دانتقال او دهغو دتجهز دآمريکا,فکې،انګلس,او عربستان پروژه ده تر هغو پورې به آرام ونه کړې چه خپل هدف ته ئې لاس برۍ نه وي حاصل کړۍ او په تدريج ډول به آفغانان وژنۍ . موږ صلحه غواړو ددې هدف ته درسيدو لپاره بايد وجنګيږو ځانونه تر غوږو مسلح کړو جنګې ستراتيژې جوړه کړو او بلخصوص دفکې ستان په مقابل کې او مخصوص ډيپارټمنټ ولرو دفکې ستان په باره کې او داساختګې هيواد بايد تر مطالعې لاندې ونيسو…………